ژباړه: حمیدالله حمیدي
اې انسانه!
پوهېږې؟ ته هغه څوک یې، چې ملایکې ستا بابا ته په سجده پرېوتې.
پوهېږې؟ ته هغه څوک یې، چې بې له حد او اندازې قوت او انرژي لرې.
پوهېږې؟ ته اشرف المخلوقات او په نړۍ کې بل هېڅ مخلوق ستاسو په شان جوړښت، قوت، درک، پوه او وړتیا نه لري.
له دې سره سره ، چې ته دومره ښېګڼې لرې د څه لپاره پیدا شوی یې او چېرته روان یې؟!
ته تل هغه څوک یې، چې باید وې او په ځان کې دغه ظرفیت پیدا کړې، چې وکولای شې د ژوند په هره لحظه کې د خوشبختۍ احساس وکړې.
د رازونو د ژوند پر لور ګام:
۱- تل قانع اوسه.
هېڅ وخت بل چاته سترګې مه پټوه.
د هغه څه لپاره، چې د اخیستو توان یې نه لرې او یا ورته کافي پانګه نه لرې، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږده.
د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه، پلی تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخله.
۲- پرېږده چې پيسې دې جریان پیدا کړي
سمه خبره ده، چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو دې پر ځای، چې پیسې سپما کړئ او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي ښه به دا وي، چې پیسې مو په کار واچوئ او سرمایه ګزاري پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.
۳- تل د زده کړې په هڅه کې اوسه.
د دې لپاره، چې په ژوند کې خوښ اوسئ؛ هڅه وکړئ د خپلې خوښې په کورسونو کې لکه: کمپیوټر، خطاطي او د ژبې زده کړه« هغه که هره ژبه وي» نوم لیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدې ورشئ.
که وخت نه لرئ، نو د همدې اړوندو برخو سي ډې ګانې واخلئ او یا یې هم د انټر نېټ له لارې تعقیب کړئ.
که وایې چې ماشومان او یا هم د کور کارونه را دې غاړې دي، دا نو بیا هسې بهانې دي.
ته باید په ډېر دقت او خلاص ذهن سره فکر وکړې په نویو نظرونو پسې وګرځې په دې کار سره به د وخت په تېرېدو سره درته معلومه شي، چې ته څمره یو عامه فهمه او ځېرک کس شوی یې.
مور او پلار به دې هم په دې ویاړي، چې ستا په شان با بصیرته اولاد خدای پاک ور په برخه کړی.
۴- د ملګرو په ټاکلو کې دقت وکړه.
هڅه وکړه، د ناستې ولاړې لپاره درته داسې ملګري وټاکې، چې د ژوند تر پایه د یوه ملګري او راز ساتونکي کس په توګه در سره پاتې شي.
فکر وکړه په ژوند کې هر څه ته رسېدلی یې، ایا بې له ملګري او خواخوږي دې ژوند پوره دی او به له داسې چا ژوند کولای شې؟
نه هېڅ کله هم دا څه امکان نه لري.
هغه اړیکې، چې ته یې له کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره لرې ستا لپاره د خوښیو یوه سرچینه ده.
په ژوند کې د کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته هم وخت ځانکړی کړه.
که په خپل ژوند کې دغه ډله کسانو ته ځای او وخت ورنه کړې پوه شه، چې د ژوند اصلي خوند به هېڅ کله هم ونه څکې.
۵- د هیلو پر لور دې قدم واخله.
که دې ژوند له خوښې سره سم هم نه وي روان، هڅه وکړه، چې خپلو موخو ته د رسېدو شوق او زوق له لاسه ورنه کړې او تل په دې هڅه کې وې، چې زه باید خپلو موخو ته ورسېږم.
که په ژوند کې بې انګېزې پاتې شوې نو فکر وکړه، چې د ژوند له ټولو خوندونو بې برخې شوې.
اړینه نه ده، چې ته دې خپلو ټولو موخو ته ورسېږې او له ځانه سره فکر وکړې، چې زه نو نه شم کولای، چې بریالی شم، پر ځان باور له لاسه مه ورکوه، همدا چې ته تل په هڅه کې یې موخو ته د رسېدولپاره دې تخم کرلی په صبر او حوصلې سره به دغه تخم شین کېږي او مېوه به کوي.
۶- د ځان د سلامتیا په اړه فکر وکړه.
ته یوازې یو وجود لرې اوبس، د هغه په قدر ځان پوه کړه.
کله، چې ستا روغتیا له ګواښ سره مخ شي هغه وخت بیا هېڅ هم نه شې کولای.
هڅه وکړه، چې ورزش ته دې د کارونو په اونیز مهال وېش کې ځای ورکړې.
له بې خاصیته غذاګانو څخه، چې یوازې وزن دې زیاتوې ځان وژغوره.
پوهېږم، چې د عادتونو پرېښودل ستونزمن دي؛ خو د وخت په تېرېدو سره به له څه سره عادت شې او د خوښۍ احساس به وکړې.
۷- هڅه وکړه د کلي له مشرانو سره په اړیکه کې اوسې.
که ته له ځانګړو مهارتونو برخمن وې، کولای شې له خپلو خپلوانو، کلیوالو او ګاونډیانو سره مرسته وکړې او ان د دوی لپاره کورس ونیسې او خپل مهارت دوی ته هم انتقال کړې.
که له مالي اړه پر ځان بسیا وې کولای شې هغه کسان، چې له زده کړو سره مینه لري، خو د بې وزلۍ له کبله نه توانېږي مرسته ور سره وکړې تر څو دوی هم له دې نعمته برخمن شي.
ته، چې هر ښه کار تر سره کوي له یوې خوا د خدای پاک رضا لاسته راوړي او بله بلې خوا ستا د خوښۍ سبب هم ګرځي.
مجبور کسان په ټولنه کې کم نه دي، مالي وضعیت ته دې په کتو له هغوی سره مرسته وکړه.
مهمه نه ده، چې ته فقیر یې که بډای، اصلي خبره داده، چې ته هم د نورو خلکو په شان غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې.
په هر ډول چې یې پورته شه او د ځان لپاره د مهال وېش جوړ کړه او د هغه له مخې دې خپل ژوند پر مخ بوزه.
ډاډه اوسه هڅه دې اخر خپلو موخو ته رسوي او په ژوند کې به دې د خوښیو یوه غوغا جوړه کړي.
نو له همدې اوسه، چې لا هم ناوخته شوې نه ده،
لاس په کار شه!