لیکنه: جاوید خان
موږ هره ورځ ډول ډول فکرونو پسې اخيستو یو، هره ورځ باید د یو څه سره جګړه وکړو تر څو خپل فکر ته سکون ورکړو، ډیرۍ وخت باید د یو څه لپاره وځورېږو چې مو له لاسه وتلی دی او یا هم په خپله یې نور مبارزې نه ستړي شوي یو.دا ټول هغه څه دي چې مو ژوند راته ستومانه کوي، دا زموږ فکر دی چې موږ تېر باسي او د خپل ژوند اصلي هدف څخه مو بې برخې کوي، موږ باید په خپل فکر کنترول ولرو تر څو په هغه څه فکر وکړو چې په ځان کې یې دترسره کولو توان ګورو او حقیقي واوسي.
کله مو هم فکر کړی دی چې موږ رښتیا هم یو څه کولای شو؟
هو ژوند په حقیقت کې سخت دی مګر موږ کولای شو چې ژوند ډېر ارامه او اسانه تیر کړو، هغه څه چې تر نن پورې موږ ورته ځان تیار کړی دی خو ذهن مو په نورو فکرونو عادت کړی دی، ځکه چې تر اوسه فکر کوو چې مو هيڅ لاسته نه دي راوړي، ولې حقيقت داسې نه دی موږ ډېر څه کولای شو چې لاسته یې راوړو که چیرې وغواړو چې ريښتيني واوسو او د ژوند د خوشاله تیرولو لپاره ځانګړي موخې ولرو او یوازې د همدغه موخو لپاره هڅه وکړو نو کولای شو چې دغه سختیو او ناهیلیو ته د پای ټکی کېږدو او د یوې روښانه راتلونکې په لور مزل پیل کړو.په یاد یې لرئ چې هدف هغه وخت هدف کیدلی شي چې ته یې د لاسته راوړلو توان ولرې!
موږ څه وغواړو چې په ژوند کې یې لاسته راوړو ؟ هغه څه چې موږ باور ولرو چې لاسته یې راوړلای شو، هغه څه چې موږ خپله راتلونکي پکې ليدلی شو، نو ولې یوازې د همدغه ځانګړې موخې لپاره کار ونکړو؟ ولې د هغو لارو څخه ګټه واخلو چې موږ یې سرته نشو رسولای؟
په یاد یې لارئ چې هر انسان ځان ته ځانګړنې لري، هر څوک بیلا بیلې وړتیاوې لري، د هر چا لپاره خوشالي او سکون په هغه څه کې دی چې دی یې کولای شي او وړتیا یې ولري، دوکاندار په خپل کسب کې خوشاله دی، د سړک د غاړې مزدور په خپل کسب کې خوشاله دی بلاخره رهبر په خپل کسب کې خوشاله دی. پوهېږی چې ولې دوکاندار خپل ژوند ته ادامه ورکوي؟ ولې مزدور خپل ژوند ته ادامه ورکوي؟ آیا دوی نه غواړي چې د پادشاه په څېر ژوند ولري؟ هو دوی هم غواړي چې د پادشاه په څېر ژوند ولري، ډېرې پیسې ولري، هر څوک ارزو لري، ولې مزدور او دوکاندار په ځان کې دا وړتیا نه ويني چې د پادشاه په شان واوسې، د پاشاه په شان وګرځي او خوراک او څښاک وکړي، د همدې لپاره خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي، ځکه چې دا هغه څه دي چې دوی یې د کولو وړتیا لري!
خپل ځان پيژندل تر ټولو مهمه اصل دی، او کله هم چې وغواړې خپل ځان وپيژنې د ځان په اړه فکر وکړه، فکر وکړه چې زه څوک یم، څه کولای شم او څه نشم کولای.
[quote]ارسطو وايي: د پوهې او عقل پیل د ځان پېژندلو څخه کېږي![/quote]کله چې موږ په دې پوه شو چې هغه څه دي چې باید لاسته یې راوړو او په ځان کې یې توان ګورو نو دا به اسانه وي چې په ارامۍ سره یې د لاسته راوړلو په لارو فکر وکړو. هیڅ کله هم د داسې څه هیله مه کوه چې ته یې اوس نشې کولای لاسته راوړې، د داسې څه لپاره کار وکړه چې ستا اوسنی حالات یې تضمینولی شي.
فکر کول په ژوند کې ډېر رول لري، څه ښه وايي چې څنګه چې فکر کوې هماغسې عمل کوې، ولې چې کله هم موږ د یو څه په اړه فکر کوو دا په دې مانا دی چې زموږد ژوند هدف هغه څه دي چې پرې فکر کوو، یانې موږ غواړو هغه څه لاسته راوړو چې پرې فکر کوو. خو دا په دې مانا نه شي کیدلی چې فکر کول هم باید په هغه څه وي چې له موږ نه ډېر لیرې دي او د لاسته راوړلو لپاره یې هيڅ لاره ونلرو دا د ځان ورکولو په مانا دی، یانې موږ خپل اصلي ځان په دغه بې ځایه او مجازي فکرونو کې ورک کړی دی، اوپایله یې بې ځایه پرېکړې او ناهیلي ده، کوم چې زموږ ژوند یې راته سخت کړی دی، او موږ یې ناهيلې کړي یو. د خپل ځان په لټه کې شه، او هغه څه پیدا کړه چې ته یې وړتیا لرې او د وخت ضایع کولو مخنیوی وشي. تر څو د یو ځانګړې موخې لپاره کار وکړې!
فکر باید د هغه څه سره وتړل شي چې حقیقي وي نه مجازي. حقیقي هغه څه کيدلی شي چې ستا اوسنی حالات یې تضمينولی شي هغه څه چې ته یې لاسته راوړلی شې نه هغه څه چې ته یې یوازې فکر کولای شې!
[quote]سقراط وايي: هغه څوک چې په هغه څه راضي نه دی چې لري یې، نو په هغه څه هم راضې نه دی چې به یې ولري.[/quote]خوشالي هغه وخت لاسته راځي چې د هغه څه څخه راضې واوسو چې لرو یې، هیڅ وخت هم داسې مکوی چې خوشالي د داسې یو څه سره وتړو چې هغه زموږ د ژوند هدف نشي کیدلی.
که چېرې منظم مهال وېش اوهدف ولرو نو په اسانۍ سره کولای شو دا ټولې ناهیلی او سختۍ له منځه یوسو او هغه څه لاسته راوړو چې یې هیله لرو.
د ځان سره فکر وکړه او ځان مطالعه کړه چې هغه څه دي چې ته یې ښه کولی شې او هغه څه دي چې ته یې باید وکړې!
هيڅ کله هم د خپل هدف څخه مه په شا کېږه، لاره یې مه پرېږده او د بل څه په هکله فکر مه کوه، ستا همدا هدف دی او دغه هغه څه دي چې ته یې کولای شې، دا هغه څه دي چې نتيجه ورکوي.سکون هغه وخت له منځه ځي کله چې په ژوند کې ډېر هدفونه ولرې، هغه هدفونه چې ته یې په ځان کې توان نه ګورې او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه کوې.
د نورو په هکله فکر مه کوئ چې هغوی له تانه څه غواړې، ځکه چې که داسې وکړې بیا به د نورو لپاره کار کوې نه د ځان لپاره، هغه څه واوسه چې ته یې په ځان کې توان وينې او کولای شې چې لاسته یې راوړې، ځکه کله چې ته په یو څه ډاډه یې او درته مانا ولري نوبې له شکه چې لاسته راځي!