• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ژوند څه دی؟

Home بېلابېلېژوند څه دی؟
ژوند څه دی؟

ژوند څه دی؟

ليکنه: عبادالله عارفي
تاسې چې کله د ژوند له لغت سره مخ کیږئ څه فکر کوئ؟
ژوند د خدای ج هغه ډالۍ ده چې مونږ ته یې ددې نړۍ پر مخ د پاتې کېدلو لپاره راکړې د همدې لپاره ژوند د نړۍ پرمخ تر ټولو ګران او ارزښت لرونکی څه ګڼل کیږي.
ژوند د یوې لویې صحرا په څیر دی کله پکې انسان له لویې ژورې سره مخ شي، کله پکې له یوه هسک غره سره مخ شي او ان کله پکې انسان خپل ځان ورکوي مګر بریالي خلک هغوي دي چې د ژوند په دښته کې يې ځان نه دی ورک کړی هغوي هڅه کړې زیار یې کاږلی دی.
هغوي به چې له کومې ژورې سره مخ شول په تدبیر سره به یې ځان ترې وژغوره او کله چې به له کوم هڅک غره سره مخ شول نو هغه ته به یې د فرصت په سترګه کتل او د هغه له سره به يې د صحرا لارې ځان ته سمولې او هغوي به ویل مونږ هېڅکله خپل ژوند بابېزه نه ګڼو.
ژوند زمونږ هغه پانګه ده چې مونږ ته يې د کار کولو، اړیکو پراخولو، له نو سره د اوسېدلو او د داسې نورو ګڼ شمېر کارونو د ترسره کولو موقع راکړې او یا په بل عبارت ددې ټولو کارونو ټولګې ته ژوند ویل کیږي.
په دې نړۍ کې د هر چا ژوند توپیر کوي تاسې به هیڅ داسې دوه کسان نه وي لیدلي چې د ژوند بڼه یې یو ډول وي له همدې امله هېڅکله کوښښ مه کوئ تر څو د نورو په څېر ژوند ولرئ ځان ته مو هغسې تګلاره وټاکۍ چې تاسې پکې خوښ یئ او که داسې مو وکړل نو بریالي به يئ.
پورتنۍ خبره تعقیب کړئ تاسې ته به ډیر هغه کسان په نظر درشي چې بریا یې خپله کړې تاسې به وګورئ چې د هغوي ژوند له یو بل سره ډیر توپیر درلود هغوي هیڅکله هڅه نده کړې چې د نورو په څیر شي هغوي تل ځان ته په خپله خوښه د ژوند کولو تګلاره ټاکلې.
تاسې به اورېدلې وي چې وایې ‘ژوند هيڅکله په یو حالت نه پاتې کیږي’ له همدې امله ستونزې، ننګونې او خوښۍ د انسانانو له ژوند سره تړلې دي کله یو انسان له بې شمیره خوښیو سره مخ وي او کله بیا هم له ستونزو څخه سر ټکوي خو ځیرک خلک هغوي دي چې د خوښیو پر مهال ژوند وکړي او د ستونزو پر مهال له تدبیر څخه کار اخلي مګر پاتې او ناکام خلک د تدبیر پر ځآی له تقدیر څخه زړه خوري.
په همدې اړه د یوه شاعر یو بیت زما ډیر خوښ شو هغه وايي:
په تدبیر که دې د بام سوری بند نه کړ دا تقدیر دی چې همدا کوټه به څاڅي
هغه خلک چې غواړي نوم یې د بریالیو کسانو په کتار کې ځای ونیسي خپل ژوند پلانوي هغوي خوښۍ تنظیموي او په ستونزو کې ځانته فرصتونه لټوي هغوي هر کار په ټاکلي وخت سرته رسوي ځکه هغوي پوهیږي چې ګډوډ او نا منظم کارونه هیڅکله هم ځای نه نیسي.
که ستونزې نه وای نو فرصتونه به هم نه وو ځکه همدا ستونزي دي چې خلکو ته یې د فرصتونو لاره هواره کړي د بېلګې په توګه که د یوې فابریکې ماشین خرابیږي نو جوړونکي یا مستري ته یې د جوړولو فرصت په لاس ورځي ترڅو خرڅ ترې لاسته راوړي.
همدارنګه د نړۍ تر ټولو بریاليو سوداګرو ځیني ستونزې درک کړې او خپلو ځانونو ته یې ترې فرصتونه جوړ کړل او پرمختګ یې وکړ له همدې امله ستونزو ته تل د ناورین په سترګه مه ګورئ هغه درک کړئ پوه به شئ چې پرمختګ مو په څه کې دی.
له بله اړخه ستونزې په طبیعي ډول د انسان په ژوند پورې تړلي دي که غواړئ داسې څوک ومومئ چې ژوند کې ستونزې ونه لري نو بیځایه کوښښ مه کوئ.
ځیني وخت په ژوند کې ستونزې او فرصتونه د بدلون لامل کیږي له همدې امله یې بدلون د ژوند یو اصل ګڼلی له بدلون څخه ډار نه دی په کار ځکه هغه تل موږ ته زمونږ مثبت او منفي لوري راښایي هغوي چې غواړي د نړۍ پر مخ ژوند وکړي بدلون مني او خپله خپل ژوند ته د هغه د راوستلو هڅه کوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022