لیکنه: محبوبه خپلواک
دوهمه برخه لومړۍ برخه ولولئ
په هند کې د ښاروندۍ روزنه
په هند کې په ابتداییه دوره کې ټولنیزه او سیاسي زده کړه د درسي موضوع ( د محیطي مطالعاتو) له لارې سرته رسیږي د ابتدايې په لومړي او دوهم ټولګي کې زده کوونکې د چاپېریال سره په بشپړه ډول آشنا کیږي . له همدې امله محیطي مطالعات بلل کیږي . په درېیم او څلورم ټولګیو کې له کور ، ښوونځي ، جاپېریال ، ګاونډیو ، ایالتونو ، هیوادونو او نړۍ سره بلد کیږي .د ابتدایې په دوهمه دوره کې د انساني علومو ، علمي ، ټولنیز ، او فرهنګي پراخوالي مطالعه ، د ژوندانه د سبکونو تنوع ( د طریقو بېلابېل شکلونه ) ، له مدني او سیاسي بنسټونو سره آشنايي ، د ټولنیز او اقتصادي شرایطو درک کول ، د ټولنیز او مدني وړتیاو د لاس ته راوړلو لپاره زده کوونکي تیاروي تر څو د خپلې ټولنې په ټولنیز او اقتصادي بیا جوړونه کې برخه واخلي .
په منځنۍ دوره کې په ټولنیزو علومو کې د تاریخ ، جغرافیې مدني او اقتصادي لوستونو او د هند له معاصرو مسایلو سره آشنایي پیدا کوي .
په استرالیا کې د ښاروندۍ روزنه
په استرالیا کې د مدني او ښاروندۍ د روزنې (نهایی) وروستۍ موخه یا مقصد د پوه او آګاه ښاروندانو روزنه ده .
د نړېوالې ښاروندۍ میتود : جې ښاروند ته د هغه پاملرنه د هغه میتود په توګه چې له ملي مسایلو پورته دي ، سیمه ییز او نړېوال مسایل هم پکې شاملیږي.
د استرالیا په ټولنې پورې تړلې ښاروندۍ میتود.
دښاروندۍ مسولیت او حقوقو ته په ټینګار سره د ښاروندۍ میتود.
د مدني ټولنې د اصولو پر بنسټ د ښاروالي میتود.
په استرالیا کې په ابتدایي او منځنۍ دوره کې له څو رسانه یي میتودونو څخه کار اخیستل کیږي لکه: درسي کتاب ، د ښوونکي د تدریس لارښود ، ویډیو ، زده کړه ییزې کڅوړې (بسته های آموزشی) او انټرنیټ ، چې د مدني پوهې د لېږدونې لپاره ترې کار اخیستل کیږي ، همدارنګه د بحث ، خبرو اترو میتودونه ، ډله ییز فعالیتونه . تقلیدي لوبې . د څېړنې د زده کړې د سرچینو پلټنه او رول سرته رسول.
په فرانسه کې د ښاروندۍ روزنه
په فرانسه کې د ابتدايې د مرحلې په پای کې د زده کړې له مهمو توقعاتو څخه لاندې مواردو ته اشاره کوي.
• د مسولیت احساس
• لویانو ته درناوی
• په ساده محافظتي اصولو باندې پوهېدل
• د فرانسې د ملي بنسټونو او نښو درک
• په خطرناکو حالتو کې د اصولو کارول
• د ښوونځي او ټولګي د مقرراتو په تدوین ( برابرولو) کې ګډون
• د ټولګي په ژوندانه کې مشارکت او مقرراتو ته درناوی
• ټولګیوالو ته درناوی او د توپیرونو منل
• په ژوندانه کې د زور زیاتي څخه ډډه کول
• د دولتي بنسټونو دندې
• د چاپېریال په وړاندې زمونږ مسولیتونه
په انګلیستان کې مدني او ښاروندۍ روزنه
په دې هیواد کې د ښاروندۍ په برخه کې پروګرام جوړول عملا له ۲۰۰۰ کال څخه شروع شو . په ۲۰۰۰ کال کې د ښوونې او روزنې پروفیسور “ برنارد کریک“ ته دنده ورکړل شوه چې د زده کړې د سلاکارانو په مرسته د ښاروندۍ د زده کړې پروګرام برابر کړئ هغه موخه چې دغې کمیټې د ښاروندۍ د روزنې څخه وړاندې کړي دي په دریو جلا موضوعګانو کې چي ارتباط او توازن لري ټینګار کړی دي عبارت دي له:
- د اخلاقي او ټولنیز مسولیت په روزنه ټینګار
- د ټولنې په چارو کې په راښکېل کېدلو ټینګار
- د سیاسي سواد په لاسته راوړلو کې ټینګار
(۵-۱۲) کلونو لرونکو زده کوونکو لپاره د ښاروندۍ زده کړه په اختیاري ډول او د (۱۱-۱۶) کلونو لرونکو زده کوونکو لپاره په قانوني ډول په پام کې نیول شوي دي.
په جاپان کې د ښاروندۍ روزنه
له درییمې نړېوالې جګړې څخه وروسته د ښاروندۍ روزنه په دریو برخو ویشو :
- لومړۍ دوره (۱۹۹۵-۱۹۴۷) تجربه مداره روزنه (تجربه مدار)
- دوهمه دوره (۱۹۸۵-۱۹۵۵) پوه محوره روزنه (دانش مدار)
- درییمه دوره (۱۹۸۵ تر اوسه پورې ) وړتیا محوره روزنه (توانايي مدار)
ټولنیز مطالعات به دې دوره کې درسي پروګرام ته دننه شوي په ټولګي د ښوونکې او زده کوونکي ستونزې د مسلې د حل د میتود له لارې تر څېړنې لاندې نیولی دي .
په دوهمه دوره کې اکاډمیک اوعلمي څانګې جوړه شوه ، په دې دوره کې د زده کوونکو لپاره پوهه او علوم د جاپاني مشترک کلتور پر بنسټ چمتو شوي و . د ښاروندۍ دوهمه دوره د جاپان په بومي پوهنو باندې تمرکز درلود ، د جاپاني ژبې زده کړې ته زیاته پاملرنه کېده ،د درسي موضوعاتو موخې په څلورو عناصرو باندې ولاړ و :
- پوهه او درک (فهم)
- تفکر او ریاضیات
- مهارت او وړتیاوې
- علاقه ، هیلي او ذهنیتونه
په درېیمه دوره کې زده کوونکي باید مسایل پخپله پیدا کړي او په هکله یې تفکر او قضاوت وکړي ، د زده کړې او تفکر میتودونه زده کول . د ښاروندي روزنې په دې دوره کې داسې افرادو ته اړتیا درلوده چې په فعاله توګه د خپلې سیمې او هیواد په اړوندو چارو کې په فعاله توګه ګډون وکړي او په هره موضوع کې له ګډ کلتور یا فرهنګ څخه کار واخلي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.