ژباړه: محبوبه خپلواک
د شهروند ویی په دری ژبه کې له دوو کلیمو څخه جوړه ده چي یوه یې شهر او بله یې د وند وروستاړی دي ، د معین په قاموس کې راغلي چي شهر د لویې ودانۍ په مانا ده چي پکې لوی سړکونه ، کوڅې ، کورونه او دوکانونه وي او همدارنګه د مملکت په مانا هم ده . په فارسی کې شهر د تبعه یا تابع په مفهوم کارېده او د وند وروستاړی د خدای په مانا کارېده .
په عمومي ډول د سیاسي ټولنې غړی ، نن هغه چاته ویل کیږي چې په ښار کې اوسیږي یا د ښار او د مملکت په ټولو چارو کې فعاله ونډه ولري.
د ښاروند (شهروند) تعریف: ښاروند د مدني حقوقو لرونکي دي ، هغه حقوق چي قانون ورکړي چي له هغو څخه ګټه واخلي.
د ښاروند مسولیتونه :
- د ښار د قوانینو اطاعت کول
- د ځینو عمومي لګښتونو ورکول لکه مالیه او نور.
- د خپلې ټولنې څخه د خطر په وخت کې دفاع کول .
د ټولنیز ژوند د ځانګړو اړتېاو پر بنسټ ښاروند نشي کولی چي فرد پرسته وي، یوازې د ځان په اړه فکر وکړي او ټولنه له پامه وغورځوي .
د ښاروندۍ (شهروندی) تعریف : ښاروندۍ داسې یو ټولنیز قرار داد دی چي اصلي موخه یې د ټولنې په کچه د هوساینې ارتقا یا لوړوالي او امنیت دي او د اړتېا په بنسټ په دې کار لاس پورې کوي.
ښاروندي له لاندې بنسټیزو بحثونو سره تړلی دی :
- د سیاسي دولت ماهیت
- د ښاروند ځانګړتېاوې
- په ټولنه کې د فرد اړيکي
ښاروندي او مدني روزنه که څه هم مترادفې کلیمې ګڼل شوې دي خو مدني روزنه پر دولت او د هغه په اړوندو سیاسي تګلارو او ستراتیژیو باندې متمرکزه ده او ښاروندي په دې ټینګار کوي چي یو شخص له ټولنې سره څه ډول اړیکه او پر وړاندي یې څه مسولیتونه لري.
مدني روزنه:
مدني روزنه د ښاروندۍ د روزنې له مفهوم سره نږدې اړیکه لري خو داسې هم ویلی شو چي تر دولت او سیاسي کړنلارو پورې ډېر تړاو لري، په عین وخت کې د نظر ډیرخاوندان په دې اند دي چي د مدني روزنې مفهوم ډېر پراخ دي او مونږ نشو کولی په درسي کتابونو او تدریس کې یوازې د دولت سیاسي اقدامات ، جوړښتونه او کړنلارې وبولو .
د ښاروندۍ د روزنې اړخونه :
- پوهه: زده کوونکو ته د ښاروندۍ خبرتېا او پوهه ورکول.
- عاطفي اړخ : درناوۍ ، هېواد پالنه ، خود انظباطى ، د نورو حقوقو ته درناوی ؛ ذهنيت ، اعتقاد لرل ، ښاروندۍ ته علاقه مندي ښودل ، صداقت ، ايمانداري ، وفاداري ، ټولنيز عدالت ټول په دې اړخ کې شامل دي.
- رفتاري اړخ : ګډون ، مهارتونه ، ټولنيز عدالت ، اغېزمنې خبرې کول ، له نورو سره شريک کار کول ، مشارکتي مهارتونه په ځان کې پيدا کول ، په سياسي سازمانونو کې ګډون کول ، غير دولتي نهادونه رامنځته کول.
- پوهه او بصيرت : د ډيموکراسي په اړه بېلابېلو مفهومونو باندې پوهېدل، د ښاروندۍ اړوند پوهه لرل ، د ټولنې اغېزې پر افرادو، پرېکړې او سياسي مشروعيت ته توجه کول.
ښه ښاروند څوک دي؟
- ښه ښاروند هغه دي چي د ډیموکراسۍ او ښاروندۍ ترمنځ په اړیکو پوه وي.
- ملي او بین المللي تعهداتو باندې پوه وي.
- د اصولو او قوانینو په مانا وپوهیږي چې قانوني ملاتړتر لاسه کړئ.
- د چاپېریال ساتنې په اهمیت وپوهیږي.
د ښاروندۍ او مدني روزنې د اهدافو څخه یو هم په سیمه ییزه او ملي کچه په سیاسي او مدني ژوندانه کې د زده کوونکو مسولانه ګډون دی، دغه ډول مشارکت کې لاندې برخې شاملې دي:
- د پوهې او لازمي خبرتیا تر لاسه کول .
- د مشارکتي او عقلاني مهارتونو پراخوالی .
- د خپلواک شخصیت وده .
- د ډیموکراسي د اصولو لپاره ژمنه او پابندۍ ته اړتیا لري .
په نړۍ کې د ځینو مملکتونو د ښاروندۍ د روزنې اصول :
په امریکا کې د ښاروندۍ روزنه :
په امریکا کې ټولنیزه او سیاسي روزنه د بېلابېلو لوستونو له لارې له ابتدایي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په واحده او جلا توګه تدریس کیږي . په دې سربېره ماشومانو ته د امریکا د سیاسي نظام او نورو نظامونو په باره کې او همدا ډول له نړېوالو چارو سره د امریکې د سیاست او دولت ارتباط په اړه د مالوماتو ورکول د دې زده کړې موخه ده ، همدارنګه د مدني زده کړوڅخه موخې د هېواد د ملي امنیت ، د ژوندانه کیفیت ، د هېواد اقتصادي دریځ ، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو څرنګوالی او د سیمه ییزو او نړېوالو سازمانونو د اهمیت له درک سره پوهاوی دي .
د امريکا د هر شخص مدنى حقوق عبارت دي له:
فردی حقوق: فکر کول ، د بیان آزادي ، په ټولنه کې فعاله غړیتوب ، د استوګنې د سیمې په ټاکلو کې خپلواکي .
سیاسي حقوق: د مطبوعاتو آزادي ، د رایي ورکولو حق ، د بیان آزادي ، وړاندیز ورکول .
اقتصادي حقوق: د مال او شنمتي درلودل او د هغه د انتقال حق، د کار ټاکل او د دندې بدلول، د کاری اتحادیو رامنځ ته کول. هغه مسولیتونه چي هر امریکايي ښاروند يې پېژني او په غاړه لري .
فردی مسولیتونه: د ځان ملاتړ کول ، له کورنۍ ملاتړ کول ، له اخلاقي اصولو پلوی، له نورو سره علایقو ته درناوی، د خپل کړو وړو د پایلې مسولیت لرل.
مدني مسولیتونه: له قانون څخه اطاعت کول ، عمومي او ټولنیزو مسایلو څخه خبرتیا او توجه کول .