• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ښه انځور څنګه واخلو؟ (شپږمه برخه)

Home ښوونه او روزنهانځورګريښه انځور څنګه واخلو؟ (شپږمه برخه)
ښه انځور څنګه واخلو؟ (شپږمه برخه)

ښه انځور څنګه واخلو؟ (شپږمه برخه)

ژباړه: حبیب وقار

د انځور د شرحې تنظيمول

د دې لپاره چې د کامرې په وړاندې موضوعات په يوه واټن کې دي، د دوی د نور وړانګې په بېلو زاويو سره په عدسيې لګېږي. د نور له ماتېدو وروسته چې کله له عدسيو څخه تېرېږي، د دوی وړانګې په يوه ځای کې نه سره ټولېږي چې ځينې يې لرې او ځينې يې هم په نژدې واټن کې يو بل ته رسېږي. له دې امله هغه موضوعات چې وړانګې يې په کانون کې يو بل ته رسېدلې پوره څرګندې دي او له هغې بهر موضوعات په ورو ورو له منځه ځي. له دې امله د ښه او روښانه تصوير د اخيستلو لپاره د کامرې د عدسيې د تنظيم برابرول، کېدای شي د نظر وړ موضوع وي. د تصوير د څرګندولو لپاره د لېنز په بهرنۍ برخه په عدسيو کې يوه کړۍ ده چې په ګرځولو سره يې د برابرولو کار ترسره کېږي.

د انځور اخيستلو په کامرو کې په لاسي برابرولو سربېره، اتوماتيک فوکس هم شته دی چې کامره د سېګنال په ترلاسه کولو او بېرته په ګرځېدو سره د موضوع واټن د کامرې تر محاسبې پورې په اتوماتيک ډول برابرېږي.

د کامرې په اتومات فوکس باندې کار کړل غيرمسلکي دي. ځکه کېدای شي د فلم اخيستو په وخت کې ستونزې پېښې کړي چې کامره به ونه شي کولای سم فوکس وکړي. لاندې څو ټکو ته نغوته (اشاره) کېږي.

  • د نژدې او لرې موضوعاتو تر منځ
  • د کامرې د خوځښت په وخت کې
  • د موضوع د خوځښت په وخت کې
  • د زوم کولو په وخت کې
  • د کامرې د چوکاټ په څنګ کې د کوچني او يا لوی خنډ شته والی

ځينې وخت چې د فلم اخيستنې په وخت کې زوم کاروﺉ، تصوير خپل وضوح له لاسه ورکوي. دا له دې امله دي چې د زوم د ځای ټاکنې حالت لږ کېږي او ځينې موضوعات له فوکس څخه بهر کېږي که په لاسي فوکس باندې کار کوﺉ، د دې کار د مخنيوي لپاره د فلم اخيستنې تر کار مخکې لومړی زوم فوکس کړﺉ وروسته فلم اخيستنه پيل کړﺉ.

د رڼا ارزول

د رڼا ارزول، يوه الکټرونيکي وسيله ده چې په صحنه کې د رڼا چټکوالی او ورو والی اندازه کوي. د رڼا د ارزوونکي ارزونې ته په پام سره بايد د ديافراګم د پرانيستل کېدو کچه وټاکو، څو په دې سره د راتلونکې رڼا کچه، فلم ته (رڼا ته د هغې د حساسيت له مخې) ستونزه پېښه نه شي.

ديافراګم

ديافراګم چې د سترګې له شبکيې سره ورته والی لري، شبکيه هم ورته ويلای شو. ديافراګم له عدسيې څخه د تېرېدونکې رڼا او هغه رڼا چې فلم ته رسېږي کنټرولوي. ديافراګم د يوې کنټرول وړ کړکۍ په ډول دی، چې معمولاً له نازکو فلزي ټوټو څخه چې د يو بل مخ پټوي جوړېږي.

په ډېجېټل کامره عملي کار کول

په دې برخه کې به ښوونکی په عملي توګه په شاګردانو تمرين وکړي.

نور بیا…

[news_box style=”1″ display=”category” title=”نورې برخې” category=”178″ tag=”null” show_more=”on”]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ښه انځور څنګه واخلو؟ (اوومه برخه)

ښه انځور څنګه واخلو؟ (اوومه برخه)

Feb 8, 2015

ژباړه: حبيب وقار حرفوي دېجېټل عکاسي د سوني دېجېټل کامرې[...]

ښه انځور څنګه واخلو؟  (پنځه لسمه برخه)

ښه انځور څنګه واخلو؟  (پنځه لسمه برخه)

Apr 20, 2015

ژباړه: حبیب وقار کامره مو هر اړخیزه وګورئ په دې[...]

ښه انځور څنګه واخلو؟ (آتمه برخه)

ښه انځور څنګه واخلو؟ (آتمه برخه)

Feb 14, 2015

ژباړه: حبیب وقار د ګنګ کړۍ اتومات فوکس د کامرې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022