ژباړه: حبیب وقار
کامره مو هر اړخیزه وګورئ
په دې مطلب کې غواړو څو ساده لارې څرګندې کړو چې په پلي کولو سره يې کولای شئ په ټيټ کیفيت لرونکو کامرو ښه عکس واخلئ.
که کامره مو سمه برابره کړو او د ښه تصویر اخيستو هڅه وکړو کولای شو په يوه کمزورې کامره هم ښه عکس واخلو.
کله چې په آزاد او روښانه چاپېريال کې عکس اخلئ د کامرې فلش ولګوئ.
په يوه لمرينه ورځ کې، هغه وخت چې په سر مو لمر ولاړ دی له فلش څخه کار واخلئ چې ستاسې د سترګو مخ په ځينو برخو لګېدلي سيوري ورسره روښانه شي.
کېدای شي تر اوسه هم ستاسې په شاوخوا کې داسې کسان پيداشي چې په بې کيفیته او پخوانيو کامرو عکس اخلي. کېدای شي تاسې هم د شپې په کومه مېلمستيا او يا هم کومه مېله کې اړ شئ په همداسې يوه کامره عکس واخلئ. نو په ټيټه سترګه مه ورته ګورئ که تاسې له دې ډول کامرو سره يو څه مرسته وکړئ کېدای شي نه هېرېدونکې صحنې درته ښکار کړي.
نو بايد ځينې لارې په پام کې ونيسئ
چارچ يې پوره کړئ
که کامره پوره چارچ او انرژي ونه لري نو په نيمه لاره کې مو پرېښودی شي. بدې او وړې پخوانۍ کامرې، بدې او وړې بېټرۍ لري. تل يې چارچ ته پام وکړئ. دا به ډېره ښه وي چې له خپلې کامرې سره اضافي بېټرۍ هم ولرئ. کله چې عکسونه اخلئ په وقفو کې مو کامره غلې يا ګل کړئ.
همداراز کله چې عکس اخلئ په کامره د عکس د رالنډولو په ځای تاسې ورنژدې شئ څو وکولای شئ ډېر عکسونه واخلئ.
عکس ته داسې ودرېږئ چې روښنايي درباندې لګېدلې وي. روښنايي بايد د عکاسۍ د فوکس سيمه روښانه کړي.
د رڼا سرچينه بايد ستاسې د عکس سيمه روښانه کړي داسې نه چې رڼا مو د شا له خوا ولوېږي. که داسې وي تاسې نه شئ کولای ښه عکس واخلئ.
کامرې ته مو لوړه حافظه برابره کړئ او په سلګونو عکسونه پرې واخلئ.
يو عکس څو ځله واخلئ او ثبت يې کړئ. دا به ډېره ښه وه چې يو عکس له څو تکراري تصويرونو څخه وټاکئ. ډېرې پخوانۍ او اوسنۍ کامرې د پرلپسې يا continuous shooting mode ډول لري هغه ولګوئ او څو پرلپسې عکسونه واخلئ.
په ياد ولرئ چې اضافي عکسونه هر وخت پاکوی شئ خو يوه صحنه دويم ځلي جوړوی نه شی. حرفه عکاسان يوازې له لس سلنه عکسونو څخه کار اخلي او ۹۰ په سلو کې عکسونه يې بېکاره او تکراري وي. آن ځينې عکاسان داسې هم دي چې ۹۹ په سلو کې عکسونه ورته تکراري او د پاکولو وړ وي.
په تياره چاپېريال کې فلش ولګوئ.
کېدای شي ستاسې په پخوانۍ او وړه کامره کې فلش په ښه توګه کار ونه کړي. نو تر هغې چې اړ شوي نه ياست هېڅکله هم له فلش څخه کار مه اخلئ او يوازې د چاپېريال له روښنايي ګټه واخلئ. تل هڅه وکړئ، د فلش تر کارېدو وړاندې څو عکسونه واخلئ او د يوه ښه عکس د ثبت کېدو له پاره هڅه وکړئ. آن کله چې هوډ لرئ فلش وکاروئ نو يو عکس په فلش او بل له فلش پرته واخلئ. په دې سره کولای شئ د خپلې خوښې تصویر مو په آسانئ سره وټاکئ. په وروستيو کلونو کې هم کمرو په لږه روښنایۍ سره د برابرېدو وړتيا لرله چې کله هم له فلش څخه ګټور کار کوي. د شته والي په صورت کې يې و ازمويئ.
د کامرې د خپله جوړښت له تنظيماتو (creative) ډېر کار مه اخلئ. هغه ستاسې اعصاب او ستاسې د کامرې انرژي بې ځايه لګوي نو د امکان تر حده يې څنګ ته مه ورځئ.
د عکس د اخيستو له پاره يوازې يوه ثانيه فکر وکړئ.
حتمي نه ده چې تاسې د ښايست د پېژندنې ټول قوانين ولولئ. يوازې ستاسې ډاډ کفايت کوي، کوم عکس چې اخلئ کولای شي هغه کيسه بيان کړي د کومې چې تاسې هيله لرئ. کومه سوژه چې د عکاسۍ له پاره په پام کې لرئ پرته له کوم کمي يې عکس واخلئ، پښې او د بدن نور غړي مه پرې کوئ. د نيمې تنې عکس مه اخلئ. پام مو وي چې د عکس په سيمه يا بکګرونډ کې پام ور اړوونکي شيونه نه وي. د ليدو څو زاويې و ازمويئ وګورئ چې کومه يوه يې تر نورو بهتره ده.
دلته تاسې ته د عکاسۍ څو صحنې وړاندې کوو.
په يوه هوټل کې د کورنۍ عکس اخيستل
عکاس بايد خپل تعادل د ساتلو له پاره په يوه دېوال تکيه وکړي او هڅه وکړي چې فلش ونه لګوی. د عکس د روښنايي له پاره د يوې کړکۍ له رڼا ګټه واخلي او خپله کړکۍ ته شا واړوي. هڅه دې وکړي چې په هوټل کې نور ناست او يا هم ګرځېدونکي کسان په عکس کې رانه شي.
د يوې لوړې ودانۍ په مخه کې مو د ماشوم عکس واخلئ
کمره مو دومره ښکته ونيسئ چې زوی مو د ودانۍ له ستنيو سره په يوه اندازه ښکاره شي. پاملرنه وکړئ چې لمر ستاسې له شانه وي. کله چې د خرما د ونې، له يوې مجسمې سره او يا هم له کومې بلې لويې تنې سره عکس اخلئ همداسې وکړئ.
د يوې وړې سپورټي پېښې عکس اخيستل
که کېدای شي کامره مو د continuous یا burst په حالت کې پرېږدئ. تر هغې چې د کامرې حافظه اجازه درکوي ډېر عکسونه واخلئ. که مو يو عکس په کار وي پنځوس عکسونه واخلئ. د دې له پاره چې د کامرې له زوم څخه ګټه واخلئ صحنې ته د امکان تر کچې نژدې ورشئ. په دې وخت کې به د سرګردانه توپونو او ضربو په فکر وئ چې په سر مو ونه لګېږي نه چې هم مو عکاسۍ او هم تاسې ته ضرر ورسوي.
نور بیا…