ژباړه: حبیب وقار
څنګه يو ښه عکاس کېدی شو؟
- ښه عکاس په بده هوا کې پېژندل کېږي.
-
ښه کامره هغه ده چې د ښه عکاس په لاس کې وي.
-
يو ښه کاس د يوه مهندس په توګه اندازه اخلي، د يوه فيلسوف په څېر فکر کوي او نړۍ ته د يوه شاعر په توګه ګوري.
-
تر ټولو ښه عکس هغه دی چې تر اوسه مو اخيستی نه دی.
-
عکاسي او صداقت له يو بل سره لاس په لاس کار کوي.
-
هنر او تکنالوژي چې چېرته يو بل پرې کوي عکاسي له هغه ځايه پيل کوي.
-
له عکاسۍ سره څوک خبرې نه کوي بلکې هغه څه چې بايد وويل شي عکس يې څرګندوي.
-
که تاسې يو ماهر عکاس وی، آن په لنز له پرتې دوړې څخه هم د ښه عکس په اخيستو کې مرسته اخلئ.
-
د عکاسۍ له استادانو يې زده کړئ، ترڅو تاسې هم يو له هغې استادانو څخه شئ.
-
لومړی ګل وپېژنئ او بيا يې عکس واخلئ.
-
کامره د ډېر وخت له پاره بېکاره مه پرېږدئ، دا کار ستاسې دواړو (عکاس او کامرې) له پاره ضرر دی.
-
حتمي نه ده چې يوه ډېره پرمختللې کامره به ښه عکسونه اخلي.
-
ډېری عکاسان عکس ته د مفهوم پر ځای د هغه ظاهري حالت ته په اندېښنه کې وي.
-
د عکاس په اړه د کامرې له مخې نه بلکې د هغې د عکسونو له مخې پرېکړه وکړئ.
-
تاسې به يوه ښه عکاس شئ خو که په دې پوه شي چې ستاسې د بد عکاس کېدو لامل څه دی.
-
يو ښه عکاس د عکاسۍ موضوع، آن د يوې پيکه سپوږمۍ له روښنايۍ هم پېژني.
-
حتمي نه ده چې اتوماتې کامرې دې ښايسته عکسونه واخلي، کامره يوازې يوه آله ده هنرمنده نه ده.
نور بیا…
[news_box style=”1″ display=”category” title=”نورې برخې” category=”178″ tag=”null” show_more=”on”]Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.