• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ښه عادتونه مو ژوند بدلولی شي 

Home ژوند او بریالیتوبښه عادتونه مو ژوند بدلولی شي 
ښه عادتونه مو ژوند بدلولی شي 

ښه عادتونه مو ژوند بدلولی شي 

ژباړه: رفيع الله آرمان
هيڅوک دنياته قهرمان نه دی راغلی؛ قهرماني دسموعادتونوپيروي ده بايد دخپل ژوند قهرمان واسو.
ارسطوپه دې باور دی چې موږ هغه څه ترلاسه کوو چې پخپله مو يې اقدام کړی دی.موږ رول نه لبوو بلکه عادت يې کوو .دغه يوناني فيلسوف دا موندلې وه چې له ښو کړنو اوعادتونوڅخه پيروي په اصل کې قهرماني ده او دناهيليو دروازې دبرياوو پرمخ پرانيزي . ما دا زده کړي چې قهرمان ،قهرمان نه دی زيږيدلی بلکه دحقيقتونو درک او په هغه باورلرل قهرماني ده .ارسطو دځان په هکله نورهم راته څه وايي .
له نورو څخه په الهام اخيستلو سره مې تصميم ونيوچې خپلې ټولې کړنې اوعادتونه وڅيړم اوبلاخره مې ومونده چې دژوندرازمې دعادتونو معنويت پيژندل و چې ډيرپه بيړه راته ژور او ستر،سترعقايد څرګندشول که څه هم په لمړيوکې په دې خبره باورکول يوڅه ستونزمن وي.
هيڅکله مې ځان دناخوښواو موضرو عاداتو په ګروت کې نه دی ورکړی لکه دنشه يي توکو استعمال،شراب خوړل ،سګرټ څکول چې ضرورونه يې دهيچاله سترګوپنانه دي . له ماشومتوب نه مې درک کړې وه چې ددغه ټولو موضروشيانواستعمال دسړي روښانه ورځ شپې ته سپاري زه ځکه پوهيدم چې ورور مې په دې اډانه کې راګيرو دژوند هره خوښي يې ترې لوټلې وه مانه غوښتل چې دهغه خطاګانې زه هم دځان عادت وګرځوم .زه هيڅ کله هم دانه وايم چې زه له هرڅه نه پوره انسان يم ځکه شهرت ته رسيدل اولويي يوازې په دې پورې هم نه ده تړلې خو په مجموع کې مې دغه عادتونه په ځان کې يوڅه مهارکړي وو.
دا چې په ژوند کې مې څه وو چې  په خپله خوښه مې پرمخ نه وو روان درک کړي مې ول بې له دې چې دزړه تنګۍ اوفکر خرابۍ په سنګرکې ورته کينم دمبارزې په پوله  ورسره ولاړ وم هيڅکله مې  هغه ته دبريا چانس نه ورکاوه . دژوند په ډيرو کالونو کې مې هڅه داوه چې ښه او منلي عادتونه په ځان کې لا پياوړي کړم چې دې مې نه يوازې دژوند دخوښيوبڼ سمسور ساتلی و بلکه زه يې له خپل بدن نه اوژندڅخه  خوند اخيستلو ته متوجه کړی وم . هغه ځينې عادتونه په لاندې کرښو کې ولولئ .
تل به شکر ايستونکی وم .
په هرحال کې به مې له خلکو سره خبرې په خندا پيلولې .
دشپې به وختي ويده کيدم .
داوو يا آتوساعتو تر منځ به مې خوب کاوه .
سهاربه مې خپله بستره او تخت په پخپله تنظيماوه .
دځان په ګډون به مې دهرچا احترام کاوه .
دهرچا په څيره کې به مې چې دپريشانۍ کرښې وليدې له هغه سره به مې مينه کوله .
سالمه غذا مې خوړه .
ورزش مې کاوه .
خرچ او عايد مې  به مې تل سنجول .
دکړنوپايلې به مې په ذهن کې ترڅيړلو وروسته عملې کولې .
تل مې نورو ته احترام درلود .
دترقې اوپرمختګ لپاره مې تل پانګونه کوله .
له مهم کارنه وړاندې به مې ځان چمتو کاوه .
دخپلې خوښو ملګرو سره به په مختلفو موضوعاتوخبرې کولې او…
دښو عادتونو زده کول او دهغې دوام يوڅه ستونزمن دی . ډیرځله مې ترې سرغړونه هم کړې او سخت تميرينونه مې هم کړي ترڅو مې دژوند مسير په هغه لوري وي چې زه يې غواړم ، هو داسې هم ډيرځله پيښه شوې چې ځان مې بيخې ناتوانه اوناکام ګڼلی . کله کله له ښو عادتونو نه مخ اړول به راته دوه دری مياشتې په ستونزوکې دايساريدوسبب شول او داسې به مې انګيرله چې اوس نو يوازې پريشاني او زړه تنګي راپاتې ده اوبس .په داسې حالاتو کې چې ټول هغه اوصول چې تل ورته دوفادارۍ په پړي تړل شوي وو دژغورنې کلي (کونجي ) دا ده چې ځان پخپله تهديدنه کړو او پرځای يې په ذهن کې دښوعادتونو په زده کولو تمرين وکړو او له ځان سره په دې فکروکړو چې  ولې مو پخوا داسې عاداتونه  درلودل .
تيرايستونکی عادت هغه دی که هغه سم او يا غلط وي چې ژر ورته دخلکو پام  اوړي که څه هم په لمړيوکې دومره دتوجه وړنه وي  خو که کله ورته په غټه سترګه وګورو همدومره به لاځواکمن اوقوي کيږي ، خو ځينې نور بيا ديوه خاص عادت له مخې دټولنې مخ کښ شي اوخلک ورته دعزت په سترګه ګوري دا په دې معنې نه ده چې همداسې فوق العاده اوهوښياربه نړی ته راغلی وي هغې دخپل عمرپه اندازه ستونزې ګاللې دي او په خپل ژوند کې يې عملي کړي دي

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

خپلواکې د ايسار په خيمه کې

خپلواکې د ايسار په خيمه کې

Aug 18, 2015

لیکنه: رفيع الله آرمان چې د غيرت خبره وشي د[...]

ورکې سکې

ورکې سکې

Sep 6, 2015

لیکنه: رفيع الله آرمان ورکې  سکې ژباړه/ رفيع الله آرمان[...]

د خوشاله خاوند اوميرمنې د بريا راز

Sep 19, 2018

ژباړه: رفيع الله آرمان وړې ستونزې پريږدئ چې خپله لاروهي، ستاسو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022