• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ښه ملګری

Home ژوند او بریالیتوبښه ملګری
ښه ملګری

ښه ملګری

لیکنه: پوهیالی سېد اصغر هاشمي
ژوند د خوشحالیو او خفګانونو یو خوب دی، چې د خوشحالیو او خفګانونو لحظات له انسانه هیریږي، خوځینې خبرې او خاطرې د انسان په ژوند کې له انسان سره پاتې کېږي او کله کله په ناشعوري ډول د انسان ذهن ته راځي. او انسان دې ته اړ کوي، چې فکر پرې وکړي.
کوچنی وم او د ځوانۍ په درشل مې پښه ایښې وه، ګران پلار به مې راته ویلې: ځویه له خپلو همزولو سره کینه او هغه چا سره دوستي وکړه، چې له هره پلوه له تا سره برابر وي.
رښتیا چې دځینو مشرانو خبرې دکاڼو کرښې وي، او نن چې مې د پلار خبرې یادیږي او په نړۍ کې د حقایقود لټون لپاره ډېر وخت فکر کوم، پوهیږم چې انسانان باید انسانیت او اسلامیت په نظر کې ونیسي او له هغه چا سره ملګرتیا وکړي، چې د دې د ویاړ سبب وګرځي.
د مرغانو ګلې ګلې مې په هوا کې یوځای له خپلوهمجنسو سره ولیدلې، له کوترو سره مې بازان ونه لیدل او له بازان سره مې کوترې ونه لیدلې.
د پسونو ډلې ډلې مې جدا ولیدلې اود چرګانودوستي مې له چرګانو سره ولیده.
د حیواناتو له خپلو همجنسو سره دوستي کې د دوی ګټه ده او د خپل ژوند بقا او پایښت په همدې کار کې ویني.
له حیواناتو سربیره نباتات مې هم خوا په خوا لکه دوستان ولیدل، د غنمو به خوا کې مې غنم ولیدل او د جوارو په خوا کې مې د جوارو بوټي ولیدل.
یو شاعر وایي:
هر پیوند له خپل پیوند سره جوړیږي
په نارنج کې مې انار لیدلی نه دی
د شاعر هدف هم ښکاره دی، دی هم د ملګرتیا اود دوستی لپاره هر څوک لایق نه ګڼي او هر انسان باید خپل ثاني پیدا او دوستي ورسره وکړي.
د فارسي ژبې یو متل دی: کتی ماه بشنی ماه شوی کتی دیګ بشنی سیاه شوی.
تبلیغیان وایي: که له عطاري سره کینې نو خامخا به له عطرو بوی درنه ځي او که د ماهي فروش سره کیني حتما به د ماهي سوړ بوی درنه ځي.
زما د پلار خبره د دوست په انتخاب کې باید له احتیاطه کار واخلو.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د فکر خدمت

د فکر خدمت

Oct 3, 2016

لیکنه: پوهیالی سېد اصغر هاشمي په انسان کې سر په[...]

فکري قوت

فکري قوت

Oct 14, 2016

لیکنه: پوهیالی سېد اصغر هاشمي په نړۍ کې د هر شي[...]

د شعر او نظم توپیر او تړاو

د شعر او نظم توپیر او تړاو

Oct 13, 2016

لیکنه: پوهیالی سېد اصغر هاشمي د شعر په هکله د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022