لیکنه: عزت الله عمران
ویاند د ټولنې هنداره ده، یو ښه ویاند باید تل د خپلې ټولنې، په روزنه او تعلیم کې پوره ونډه ولري او خلکو ته د حقیقتونو او واقیعتونو رسول د ځان اصلي دنده ګني.
ښه ویاند باید دغه لاندې ځانکړنې ولري:
1. ښکلی غږ.
2. ښائیسته څیره.
3. لوړ استعداد او مسلکي زده کړې.
4. د کلیمو درست بیانول (تلفظ).
5. ښکلی قرائت.
6. ښایسته او پاک لباس.
7. عصبي او روحي ارامتیا.
8. له خلکو سره نیک چلند.
9. خپلې ژبې او کلتور ته کار کول.
10. خلکو ته د واقعیتونو رسول چې د ژورنالیستانو او ویندویانو اصلي دنده ده.
11. دهېواد د رسمي ژبوترڅنګ له نړیوالو ژبو سره بلدیت.
12. د دولت د لوړ پوړو چارواکو د نومونو او لقبونو سم تلفظ.
13. د هېواد د اصلي موسیقۍ د تاریخ او سندرغاړو د غږ او نوم سره بلدیت.
14. د شعر د دیکلمه کولو او تفسیر وړتیا.
15. د ګاونډيو هېوادنو د تاریخ او کلتورسره آشنایۍ.
16. د لیکنې او متن سم لوستل.
17. د خلکو سره د اړیکو ټینګولو وړتیا.
18. د ژوند په ټولو برخو کې ټولیز(عمومي) معلومات درلودل.
19. تمرین او پرله پسې مطالعه.
20. په خپرونه کې د متن ترلوستلو مخکې د متن څو ځلي لوستل او د ستډیو دچاپیریال سره بلدتیا.
21. د تخنیکي وسایلو سره پوره بلدیت.
22. پراخ تندی او دنیکو اخلاقو درلودل.
23. په هېواد کې د میشتو ټبرونو د کلتورونوسره اشنایي او هغو ته درناوی.
24. د هېواد ملي ګټو، قوانینو او عقایدو ته احترام.
25. د ټولنې د وکړو سره پراخه اړیکې (روابط) او د دوی په خوښۍ او ویر کې د ځان شریک ګنل.
26. د ویندویۍ له ژبې،آدبې فنونو او ګرامر سره پوره اشنایي.
27. یو ویاند مخکې دې چې نوروته څه وړاندې کړي لومړي باید پخپله پوه شي چې :
• څه وایي؟
• څنګه یې وایي؟
• او چاته یې وایي ؟
28. په ځان اعتماد او قاطع تصمیم درلودل نه یوازې د ویندویۍ په فن کې د بریا سبب ګرځي بلکه د ژوند په ټولو برخو کې کولای شي تاسو بریاوو ته ورسوي.