ليکنه: حبيب وقار
د هر کار بريا تر سمې ټاکنې پورې نېغ تړاو لري. که مو پلان سم وي، ټاکنه مو سمه وي، کار به مو هم تر ډېره بريالی وي او که چېرې مو بنسټ کوږ کېښود فکر نه کوم چې هغه بار دې بیا تر منزله ورسېږي. کوږ بار هېڅ کله هم تر منزله نه رسېږي.
راځئ د راتلونکو پارلماني ټاکنو له پاره خپل هغه استازي وټاکو چې په له هر ډول جرمونو او جنايتونو څخه پاک وي. داسې څوک وي چې د خپلو خلکو او هېواد په ستونزو يې زړه درد وکړي. داسې نه چې د هېواد ملي ګټې د خپل جېب تر ګټو قربان کړي. لکه په دې څو کلونو کې مو چې وليدل.
زموږ هېواد له کونډو او يتيمانو ډک دی. دلته د کلونو جګړو په ترڅ کې هېڅ کور هم له جګړو بې ضرره پاتې نه شو، هر کور ته زيان ورسېد، په لکونو افغانان شهيدان شول. په لکونو يتيمان ترې پاتې شوي دي چې دا جنايتونه او بدبختۍ لا هم ادامه لري.
سره له دې چې بهرنيان زموږ په هره ټاکنه او هره چاره کې لاسوهنه کوي خو بيا هم موږ بايد تر خپلې وسې هڅه وکړو او له فرصتونو مثبته ګټه واخلو. نه بايد چې له دې وروسته هم د ويده قوم او ويده ولس په نوم وپېژندل شو. بايد چې نور ويښ شو. خپل دوست او دښمن وپېژنو، د خدمتګار او تخريکار بايد توپير وکړو.
موږ ته په نژدې راتلونکې کې يو ځل بيا هم د ښه او نېک کس د ټاکل کېدو چانس راکول کېږي، که مو ټاکنو د علم، اخلاقو، ديانت او اصولو په بنسټ وکړه نو په ورپسې پنځو کلونو کې به مو په ستونزو کې يو څه کمی راغلی وي او که چېرې مو خپلې لنډمهالې ګټې ته وکتل او د يو څو ډالرو او څو افغانيو په بدل کې مو د کوم غل، جګړه مار او جنايتکار پلوي وکړه بيا به وروسته پښېماني هېڅ ګټه ونه لری. موږ نه بايد داسې يو کار وکړو چې بيا وروسته پرې پښېمانه شو.
خپل د پارلمان کانديد ته بايد څه معيارونه ولرو، په داسې توګه چې نه بايد کانديد مو تر لسانس کچې ښکته زده کړه ولري، داسې څوک وي چې په کورنيو جګړو کې يې ونډه نه وي اخيستې، په ټولنه کې ښه نوم او شخصيت ولري، چېرته يې چې نوم ياد کړو د وياړ لامل مو شي، ديانت ولري او د وطن او خلکو ګټو ته ژمن وي.
که په همدې معيارونو چاته رايه ورکړو، باور وکړئ چې په خپله رايه به پښېمانه نه شو او د داسې معيارونو لرونکی کس به هېڅ کله هم موږ ناهيلي نه کړي نو راځئ چې له خپل راتلونکي فرصت نه ښه ګټه واخلو، او دا فرصت له لاسه ور نه کړو. دا خو معلومه ده چې د کار له ترسره کېدو وروسته بيا پښېماني هېڅ ګټه نه لری.
[review]