لیکنه: فائزه اعتمادي
ژباړه: حمیدالله حمیدي
دا چې د ګران هېواد افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونځیو امتحانونه مخ پر خلاصېدو دي او په ګرمو سیمو کې درسونه روان دي، نو د نوي کال په پیلېدو سره یو ځل بیا ګڼ شمېر هغه ماشومان، چې نوي باید په ښوونځي کې نوم لیکنه کوي د مور او پلار دنده ده، چې مخکې له مخکې ورته خپل ماشوم اماده کړي تر څو په پوره لېوالتیا سره ښوونځي ته ولاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ډېری ماشومان کله، چې نوی ښوونځی پیلوي له ګڼ شمېر ستونزوو سره مخ کیږي. لکه: ناقراري، ناراحتي ، له ښوونځي ویره او ډیره کله داسې هم کېږي، ان بخي له ښوونځي زړه توری شي، خو هره ستونزه یې په خپل ورا سره د حل لار لري. دغه ستونزه ډیری په هغه ماشومانو کې وي، چې تر ډېره د خپلې کورنۍ په وګړو پورې تړلی وي.
د مثال په توګه هغه مور او پلار، چې تر ډیره په خپلو کورونو کې د اولادونو حمایت کوي او کله کله یې د خپلو لویو اولادنو حق هم پرې خوړلی وي د دې لامل ګرځي، چې ماشوم په خپل مور او پلار پورې تړلی پاتې شي، چې بیا په نوي محیط کې د ډار احساس کوي او ځان یوازې احساسوي او داسې فکر کې، چې ګواکي دلته یې د ساتنې څوک نشته. دا چې په دې برخه کې مو د ماشوم ډار کم کړي وي او په ډاډ سره و کولای شي ښوونځي او یا بل نوي محیط ته ولاړ شي ښه ده، چې ورو ورو د ماشوم د خوب کوټه ځانګړې شي، چې دا کړنه ور سره ډېره مرسته کولای شي.
په همدې تر تیب ځینې نور لارې چارې هم شته، چې ترې ګټه اخیستل کولای شي ماشومان مو ښوونځي د تلو لپاره لیوالتیا پیدا کړي.
۱- هڅه وکړئ مخکې له دې، چې تعلیمي کال شروع شي د ماشوم ذهن مو د ښوونځي او ښوونکي پېژندلو ته پوره اماده کړئ. په ماشوم کې مو ښوونځي ته د تللو شور او شوق پیدا کړئ، هغه ته وښایئ، چې ښوونکی یو مهربان کس دی او له دغه څخه پوره ساتنه کوي.
۲- هڅه وکړئ له داسې لارو چارو څخه ګټه واخلئ لکه: ( ماشوم مو د خپلوانو کره بوزئ، د ورځې په اوږدو کې مو ماشوم پارک ته بوزې، له خپلو همزولو ماشومانو سره یې لوبو ته پرېږدئ ) او په دې ډول سره په تدریجي ډول له خپل ماشوم سره وابستګي کمه کړئ.
۳- هڅه وکړئ، مخکې له دې، چې تعلیمي کال شروع شي له ماشوم سره د هغه څه په اړه خبرې وکړئ، چې کېدای شي ماشوم یې د ښوونځي په لومړي صنف کې ولولي لکه: لوستل، لیکل، حساب کول، حساب لیکل، انځورګري، سپورت او داسې نور. په دې ډول سره به ماشوم په پوره شوق سره دې ته په تمه وي، چې څه وخت به ښوونځي ته ځي.
۴- هڅه وکړئ مخکې له دې، چې ښوونځی شروع شي او ماشوم مو پکې نوم لیکنه وکړي یوه میاشت مخې مو ماشوم داسې عادت کړئ، چې د شپې لخوا یو ساعت مخکې ویده شي او سهار وختي له خوبه پاڅي.
۵- هڅه وکړئ کله، چې ماشوم ته نصحت کوي او یا ور سره نورې خبرې کوئ به داسې یوه لحجه ور سره خبرې وکړئ، چې ما شوم مو ذهننأ ښوونځي ته د تلو لپاره تیار شي. دغه راز کولای شي له هغه ماشومانو سره راشه درشه وکړئ، چې په لومړي کال کې ښوونځي ته په تلو کې بریالي کسان وو او د خپلو ماشومانو لپاره یې الګو ( مخ بېلګه) وګرځوئ تر څو ماشوم نور هم وهڅېږي او ښوونځي ته له تلو سره مینه پیداکړئ.
۶- د امکان په صورت کې مخکې له دې، چې ښوونځي پیل شي او ماشوم مو پکې نوم لیکنه وکړي ماشوم مو ښوونځي ته بوزئ تر څو د ښوونځي له نوي محیط سره اشنا شي.
۷- د ښوونځي په لومړئ ورځ له ماشوم سره د مور تلل ښوونځي ته له ماشوم سره پوره مرسته کوي او تر ډیره دغه چاره کولای شي د ماشوم هغه ډار، چې په زړه کې یې لري له منځه ولاړ شي.
۸- هڅه وکړئ مخکې له دې چې د ښوونځي درسونه پیل شي ماشوم یې له یوه ټولګیوال سره اشنا کړئ، تر څو ډاډه شي، چې په ښوونځي کې هم ملګری او دوست لري.
۹- ماشوم ته مو پوره ډاډ ورکړئ، چې که په ښوونځي کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، ډېر زر به یې مرستې ته ور رسېږئ او داسې په غوږ ورکړئ، چې کله مو ماشوم په ښوونځي کې وي ټوله ورځ یې په اړه فکر کوئ.
۱۰- هغه خپرونې، چې ماشومان مو یې د تلوېزیون پر پرده ګوري تر خپل کنټرول لاندې راولئ، ځکه په اوسني وخت کې تلوېزیون له مور او پلار څخه وروسته هغه ښوونکی دی، کولای شي د ماشومانو پر روح او روان باندې ډیر زیات تاثیر واچوي. د تلوېزیون ښې خپرونې کولای شي ماشومان یوې نوې دنیا ته بوزي او د ذکاوت کچه یې لوړه کړي. دغه راز د تلوېزیون یو شمېر خپرونې کولای شي د ماشومانو لپاره ډېرې مضرې ثابتې شي.
۱۱- له ماشوم څخه مو د هغه احساس په اړه وپوښتی، چې د ښونځي په اړه یې لري او دغه راز ترې پوښتنه وکړئ، چې غواړي په راتلونکې کې څه جوړ شي او دا هم ورته په ګوته کړئ، چې بې له درس ویلو نه شي کولای د خپلې خوښې وړ کسب یا دندې ته لاره پیدا کړي.
۱۲- ماشوم ته مو د هغه پروګرام په اړه خبرې وکړئ، چې له ښوونځي څخه له راتلو وروسته یې پر مخ بیا یئ د بېلګې په ډول ورته و وایئ: کله، چې د ښوونځي څخه راغلې او له درسونو ستړی وې په ګډه سره به پارک ته د چکر وهلو لپاره ځو دغه کړنه مو ماشوم ته د انګېزې د پیدا کېدو او د هغه انګېزې زیاتېدو سبب ګرځي او په پوره مینه سره په ښوونځي ته ځي او راځي؟
You also might be interested in
ژباړن: حمیدالله حمیدي ستونزې له غرونو درنې نه دي، چې[...]
لیکنه: ډاکټر علي شمیسا ژباړه: حمیدالله حمیدي ( انسان تر[...]
لیکنه: آتنا سرابي ژباړه: حمیدالله حمیدي په خپل ذهن کې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی