ژباړه: حمیدالله حمیدي
په هرځای کې، چې پل ږدئ، د مینې تخم وکرئ، له هرڅه مخکمې په خپله کورنۍ کې. له خپلو اولادونو سره، له خپلې مېرمنې سره، له مور او پلار سره، له ګاونډیانو سره، له هېواد ولاو سره او بیا د ټولو د نیا له وګړو سره مینه وکړئ. اجازه مه ورکوئ، چې له تاسو مخکې څوک درته سلام واچوي، بلکې هڅه وکړئ، لومړی پرې تاسو سلام واچوئ. خپله مینه مو په سلام اچولو، په خندانه څېره او سترګو کې خلکو ته ورسوئ. د ټولنپوهنې یو استاد له خپلو محصلینو سره د اطراف یوې داسې سیمې ته ولاړ، چې ډیری وګړي یې غریب وو، ترڅو د ۲۰۰ هغه نویو زلمیانو په اړه یو تاریخي تحقیق تر سره کړي چې په دې غریب کلي کې بې کسبه او کاره اوسېدل. استاد خپلو محصلینو ته وویل دا ۲۰۰ځوانان چې ګورئ، د دې هر یوه په اړه خپله ارزیابي ولیکئ. محصلینو د هریوه په اړه یوه یوه جمله ولیکله « هغوی نه شي کولای بریالي شي» پوره ۲۵ کاله وروسته د ټولنپونې دغه استا یو ځل بیا له خپلو نویو محصلینو سره نوموړي کلي ته ولاړو تر څو معلومه کړي، چې پر هغه زلمیانو څه راغلي او په کلي کې څه پېښ شوي دي، ویې لیدل چې د هغه دوسوو کسانو له جملې شلو یې له کلي کډه کړې وه او یا هم مړه شوي وو د پاتې ۱۸۰ کسانو څخه ۱۷۶ تنه یې لویو مقامونو ته رسېدلي وو، وکیلان، ډاکټران او لوی سوداګر ترې جوړ شوي وو. د ټولنپونې استاد حیران شو ویې غوښتل په دې برخه کې لا ډیره مطالعه وکړي، دی وتوانید، چې ټول هغه کسان پیدا کړي د پرمختګ لاملونه یې ترې وپوښتي، جالبه او په زړه پورې خبره خو دا وه چې د ټولو کسان ځواب یو وو « ښوونکی زموږ د بریا لامل شو.» د دوی ښوونکي ژوندی وو. معلمه زړه شوې وه خو لا هم زیرکه او هوښیاره ښکاریده. د ټولنپوهنې استاد د هغه فورمول په اړه چې معجزه یې کړې وه او د یوه غریب او فقیر کلي خلک یې په بډایو او لویو کسانو بدل کړي و و پوښتل! د بوډۍ معلمې سترګې وځلېدې او پر شونډو یې خندا راغله ډیر ساده او اسانه ځواب یې ورکړ: « ما یوازې له خپلو زده کوونکو سره مینه کړې ده او بس.» زموږ ګران او مهربان استاد ښاغلی پوهندوی الکوزی (تایب)، چې تل یې له خپلو محصلینو سره مینه کړې او خوښ یې ساتلي، هم د دغه ډول استادانو یوه ښه بېلګه ده موږ هم له الله پاک څخه د مرستې غوښتنه کوو، چې د ټولو استادانو د احترام توان راکړي. خدای پاک یې دې تل لري.
شاعر څه ښه وایي:
دا چې بې له مینې مو کار نشته بل
موږته تر غټ افتخار نشته بل