لیکنه: عطامحمد ساهو
اِنّما بُعِثْتُ مُعَلِّمَا! … الحدیث
من تعلم الحرف فهو المولا! “علي رض”
د نړۍ ستر رهبر، د بشریت ژغورونکي او اشرف المخلوقات د لاروي او معنوي پلار پرتمینه ورځ دې د نړۍ ټولو هغو ښوونکو ته مبارکه وي، چې تل یې د انسانیت، سوکالۍ او تنوُّر ډېوې بلې ساتلې، د توَحُش او بربریت پر وړاندې یې په خپل وږي او تږي وجود داسې مبارزه کړې او کوي یې، چې له فیض او برکت څخه یې موږ تر دې دمه د انساني ژوند، هوساینې او سوکالۍ خاوندان یو.
ښوونکی هغه د نړۍ په کچه خوږ نوم او دروند شخصیت ته اطلاق کېږي، چې د حُسن اخلاق په لقب ملقب شوی او د دواړو جهانونو لپاره یې موږ ته سیخه لاره ښودلې ده، ټول ژوند، فکري او جسمي ځواک یې د نړۍ تنکیو بچیانو د ژغورنې لپاره وقف کړی او یوه شېبه یې هم د ستړیا احساس نه دی کړی.
په ډېره خواشینۍ سره باید ووایم، چې زموږ په ټولنه کې تر ټولو مظلوم، له سترګو وتلی او هغه قشر چې هېڅ ډول مادي او معنوي پاملرنه او لاسنیوی نه ور سره کېږي هغه ښوونکی دی، د خپلو بچیو لپاره نه مکلف خواړه لري، نه د استوګنې لپاره مناسبه جونګړه لري او نه هم د ژوندانه او ټولنیرو اړتیاوو په پام کې نیولو سره سم معاش لري.
د ښوونکي ورځ تش په نوم، یا هم په کوم انګړ، هوټل او احتفالاتو په نیولو سره لمانځل د معلم شان او پرتم ته کومه ګټه نه رسوي؛ ځکه موږ تشریفاتي یا اشتهاراتي لمانځغونډه نیسو، کله چې دا ورځ تېره شي بیا نه کومه پاملرنه ورته شته او نه هم کوم بنسټیز کار دی.
د ښوونکي د ژوندانه ټولو اړخونو ته په پاملرنې سره باید هغه څه وکړو، چې چارواکي دېته متقاعد کړو، چې د ښونکي ستونزې د دې لپاره حل و فصل کړي، تر څو زموږ بچیانو ته په آرام فکر، لوړ خیال او هوساینې سره هغه اسلامي ارشادات، احتماعي اصول او د پرمختګ لارې چارې، چې زموږ ټولنه د سوکالۍ او ځان بسنې خواته بېولی شي په پوره امانت دارۍ سره ورسوي.
زه د دې ورځې مبارکي، درود او سلام په ځانګړې توګه هغو عفیفو میندو ته وایم، چې په خپلو ګرمو غېږو کې یې داسې شخصیتونه روزلي او ستر کړي، چې تر آسمان او لامکانه رسېدلې، د نمرود، فرعون او سترو امپراطوریو سره یې نېغ په نېغه ډغرې وهلې او ټول یې په الهي مرسته را پرځولي دي، الهی فرامین، احکام، نواهي، حلال او حرام یې راته ټکي په ټکي بیان کړي، موږ ټول مسلمه امت یې له ستر ناورین، ابدي عذاب څخه ژغورلي یو.
د ښه ښوونکي روزل او ټولنې ته وړاندې کول د یوې ځواکمنې مور څخه پرته امکان نلري؛ په دې اړه یوه عربي مقوله ده، چې وایي: وراء کلِّ رَجُلِ عظیم اِمرءَةٍ عظیمة .” د هر ځواکمن سړي تر شا یو ځواکمنه مور، ارومرو شتون لري”!
په کومه ټولنه کې چې میندې د سوکاله ژوند درلودونکې نه وي، هغه ټولنه له پرمختګ څخه پاتې ده، راځئ خپلې میندې نورې ونه کړوو د غم، درد او هر راز تکلیف څخه لرې وساتو، نور د بورې مورکۍ د یتیمانو زړه بوګنوونکی آواز او فریاد وا نه ورو، جنګ او جګړې ته په ټول ځواک سره د پای ټکی کېږدو، هېچاته دا اجازه ور نکړو، تر څو مو د خپلو بورو میندو، سپین ږیري پلار، کونډو او رنډو په غم مېلمانه کړي، اسلام وژنه، افغان وژنه پای ته ورسوو او تپل شوې جګړه له خپلو پولو ها خوا پر شا وتمبوو. د زغم همپالنې او عزت ژوند غوره کړو یو د بل په درد، دردمند شو هر مؤمن خپل وجود او ورور وګڼو، توکمیز، ژبنیز او سیمییز توپیرونه له منځه یوسو.
که دا پورتني کارونه سرته ورسوو، بیا ویلی شو، چې موږ د ښوونکي عزت کړی دی، موږ د مور او پلار حُرمت کړی دی او موږ د وطن خدمت کړی دی؛ کنه دا د وخت تېرول او عبس کارونه بولم.
په پای کې بیا هم هغو میندو او حقیقي ښوونکو ته د دې پرتمینې ورځې مبارکي او اعزاز وړاندې کوم، هیله مند یم چې د معلم شان او شوکت په پوره تمکین او درناوي سره وساتو!
You also might be interested in
محمد عارف رسولی د افغانستان ستونزې او فرصتونه په نړۍ[...]
لیکنه: ګل رحمن رحماني په موټر کې راسره ملګرى شو.[...]
لیکنه: مارټین م آنټوني ژباړه: حامدالله ستون دا څپرکی په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی