ليکنه: هلال کريمي
ټولو ته جوته ده چې د نننۍ نړۍ او بشري ټولنې هر اړخيز برمختک د ښوونې او روزنې څخه اغېزمنېږئ، ځکه ښوونه او روزنه ده چې د بشري ژوند په هره برخه کې کسان روزي کوم چې کولى شي اړوند فعاليتونه په ښه توګه پرمخ يوسي او ورسره سم د اړوندې برخې ستونزې رفع او پرمختګ ته لاره هواره شي، د ښوونې او روزنې به واسطه د افرادو روزل د ټولنې داړتياوو له مخې ترسره کېږي، او د همدې ټولنې د اړتياوو له مخې ورته نصاب جوړېږي، ښوونيز نصاب په ښوونه اور ورزنه کې د يوې نقشې په توګه کارېږي کوم چې په اړوند ښوونيز يا تحصيلي څانګه کې ښوونيزو موخو ته د رسېدو لپاره افرادو ته لارښوونه کوي.
په دې مانا چې که چېرته د افردو د روزلو لپاره په ټاکلى تحصيلي رشته کې نصاب شتون ونه لري نو ښوونه او روزنه خپل ګټورتوب اغېزمنتوب له لاسه ورکوي، هغه په دې ډول چې نصاب د محتوياتو ټولګه ده او که چېرته د تدريس لپاره محتوا شتون ونه لري نو تدريس نشي ترسره کېدى، او کله چې تدريس لپاره امکانات شتون ونه لري نو د رسمي ښوونې او روزنې بهير چې په مسلکي او تخصصي ډول د افردو د روزلو دنده په غاړه لري پاتې کېږي او ورسره سم د افرادو روزل هم په ټپه ودرېږي، چې همدا ټکى راته په ښوونه او روزنه کې د ښوونيز نصاب ارزښت راښئيي، ښوونيز نصاب سره له دې چې په ښوونه او روزنه کې د يوې کوچنې برخې په توګه ګڼل کېږي خو د ارزښت له مخې د ټولې ښوونې او روزنې پروسې سر لارې ګڼل کېږي، بېلګې ته ځير شئ.
داسې وګڼئ چې تاسې له ځان سره له هر اړخه يو جوړ موټر لرى، او غواړې چې پرې سفر وکړې موټر مو هېڅ ستونزه نه لري خو کله چې په موټر کې کېنې نو متوجه کېږي چې کلي نشته او تاسې نشي کولى موټر روښانه کړي، سره له دې چې کلي د موټر يو کوچنى برخه ده خو د ارزښت له مخې ټول موټر د همدې کوچنې کلي په واسطه په حرکت راځي نو بنآ ويلى شو چې دښوونيز پروسې د مخته وړلو لپاره نصاب هم د کلي په څېر د ارزښت څخه برخمن دى.
د ښوونيز نصاب جوړول د ټولنې د اړتياوو له مخې ترسره کېږي هغه په دې ډول چې موږ وويل ښوونه او روزنه د تولنې اړتياوو ته په کتو سره د افرادو روزنې ته لومړيتوب ورکوي په همدې اساس د دې لپاره چې په ټاکلى برخه کې تر لاس لاندې افراد په ښه ډول و روزل شي نو اړتيا ده چې د همدې ټولنې د اړتياوو له مخې ورته د روزنې منځپانګه وټاکل شي که چېرته دا کار ونه شي او منځپانګه د بيروني ټولنې څخه بلې ټولنې ته را انتقال شي نو روزنه په سمه توګه نشي ترسره کېدي او که ترسره هم شي نو خپل اغېزمنتوب له لاسه ورکوي، نو په همدې اساس ويلى شو چې د ښوونيز نصاب جوړول يو ټولنيزه پروسه ده چې پکې د ټولنې ارزښتونو او اړتياوو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
وروسته له دې چې منحپانګه وټاکل شو نو د انتقال لپاره يې ميتود يا تګلاره ټاکل کېږي، چې په دې کې هم ښوونکو او هم زده کوونکو ته لازمه پوهه اوذهنيت لېږدول کېږي، ځکه هر منځپانګه په هر ميتو د لېږد وړ نه وي، دا راز شونى ده چې د منځپانګې مېتود د تولنې د يو شمېر اصولو سره په مغايرت کې قرار ولري.
د محتوا د لېږد په تديج سره په د هر پړاو د تېرېدو وروسته ،ښونيز موخو ته د رسېدو او نه رسېدو لپاره په وروستۍ پړاو کې ارزونه صورت نيسي په ارزنه کې د منځانګې د لېږد او ميتود دا راز د روزونکو او زده کوونکو ارزونه صورت نيسي، چې د لارښوونو او د بل پړاو لپاره د لارښوونو سره مل وي.
چې پورته ټول ياد شوى پروسې د ټولنې د تولنيز، سياسي، مذهني، فرهنګي او نور… شته لاملونو څخه اغېزمن کېږي، بنآ د ښوونيز نصاب له جوړولو نيولى بيا تر پلى کولو او ارزونې او پيا تر لارښوونې ټول يو کلي پروسه ده چې د پورته ياد شوى لاملونو څخه اغېزمن کېږي.
You also might be interested in
ژباړه: هلال کريمي والدين د ماشوم لومړني روزونکي ګڼل کېږي،[...]
لیکنه هلال کریمي سیاسي ځواک د یوشمیر وسایلو، اغېزو او[...]
ليکنه: هلال کريمي له واد څخه وړاندې د مشاورې ارزښت[...]