لیکنه: ارش ننګیال
څو ورځې مخکې یو کور ته لاړم، کتل مې چې په انګړ کې یو ستر بګس، لکه کانتینر ايښی دی. کله مې چې د کور له مېرمنې پوښتنه وکړه ویې ویل :
ـ ډیر وخت کېږي خاوند ته مې ویل چې یو ستر بکس راته جوړ کړي خو هغه هېڅ وخت پیدا نه کړ. بله ورځ په زه خپله (ټټار) ته لاړم او د بکس فرمایش می ور کړ چې درې په دوه کې راته یو بکس جوړ کړي. زه څه خبره وم چې دومره ستر بکس ترې جوړېږي چې لارۍ کې یې راوړي.
راشئ خپل کورني ژوند ته لږ په جدي نظر وګورو، ژوند ته درنښت ورکړو او د غوره ژورند لپاره هڅه وکړو. ښځه او خاوند د کور مشران، رهبران او د بچیانو لپاره مثال او بېلګه وي.
تر هغې به خوښ، سوکاله او پرمختللی ژوند ونه لرو څو چې دا دوه رهبران یو نه شي، یو بل سره مینه ونه کړي او د یو بل ملاتړي نه شي. ځکه ښځه او خاوند د یو بل تکمیلوونکې دي او د یو بل لباس او جامه ده.
دا نارینه دي چې د نجونو د زده کړو مخه نیسي او همدا نارینه دي چې بیا ترې شکایت کوي چې په کورني ژوند نه پوهيږي، د ماشومانو په روزنې نه دي خبرې، ښه پخلی نه شي کولای، دریشي نه شي وینځلی او دریشي نه شي اوتو کولای. میلمانه کور ته نه شم راوستلی ځکه چې ښه دسترخوان نه شي جوړولی، ماشومان پاک نه شي ساتلی او د ورځې له مود سره برابرې جامې ورته نه اخلي او….
هغه چې ټول عمر زنداني وه چېرته به یې زده کړې کړې وای، چانه به یې پخلی او د ماشومانو روزنه زده کړې وای؟
که زده کړه نه لري مرسته ورسره وکړئ چې زده یې وکړي. که د کور مېرمن باسواده شي ډاډه اوسئ چې ستاسو ماشومان به هم باسواد شي. مېندې د پلرونو په پرتله د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې ډېر مهارت او وړتیا لري. هغه مېندې چې یوازې په قران کریم پوهيږي که ماشومان یې وګورئ نو په ماشومتوب کې یې قران کریم زده کړي وي او دا د مور برکت دی خو پلرونه یې چې په کوم څه پوهېږي ماشومان یې نه پوهېږي. شاید مصروفیت او نور لاملونه ولري.
خاوند کولای شي خپله پوه او خپل عمومي معالومات خپلې مېرمنې سره شریک کړي، که کتاب لولئ داسې وخت انتخاب کړئ چې هغه هم درسره کیني او ورته غوږ ونیسي.
ما ډېر کسان لیدلي چې په مبایل کې یې لیکل او لوستل زده کړي دي.
که نارینه ځان هوښیار ګڼي باید له هرې ممکنې لارې نه ګټه واخلي چې د خپلې مېرمنې وړتیا وې او مهارتونه پیاوړي کړي.
کېدای شي د ماشومانو له علمي روزنې او پالنې نه یې خبره وساتئ، لیکنې، کتابونه او مطالب ورته ولولئ، یاهم په اسانه ژبه یې پوه کړئ.
له نویو پرمختګونو او وسایلو سره یې اشنا کړئ، د نورې نړۍ په هکله مالومات ورکړئ. موږ او تاسو کولای شو چې د غوره تلویزیوني او راډیو يي خپرونو اورېدو ته یې وهڅوو، دا ټولې هغه لارې دي چې حقیقت کې موږ له ځانه سره مرسته کوو، موږ له خپلو ماشومانو سره مرسته کوو او دا په ډاکه ګوو کې زه غواړم ماشومان مې غوره راتلونکی ولري.
زه هغه کس ته لوستی، پوه او هوښیار نه وایم چې د کورنۍ غړي یې نالوستي او نا پوهه وي.
په درنښت
26/02.2016
..