لیکنه: ډاکتر محمد السقا عي
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
کله چې يوه ښځه ډېره ښکلې وي او ښکلا يې وروستي حد ته رسېدلي وي ، نو تازه ، ښکلي او خلاص ګل دهغې سمبول ګڼل کيږي . آن د اروپا پوهان په دې اند دي چې د ښځې طبيعي حالت د ګلانو پورې تړلي دي . او دواړه له يو بل هيڅکله نه جلا کيږي .
د اروپا يو عالم رونالډبلاک وايې :ـ
دلته ځينې علمي اشارې شته دي، ګلان د اشارو هغه اغېزمنه ژبه ده چې له لارې يې ښځې ته ډېر څه انتقاليږي او ويلو ته يې هم اړتيا نشته . لکه: ــ
د غاټول سور ګل : دا ګل د ښکلې ښځې لپاره کارول کيږي ، او د مينې او عاطفې مانا لېږدوي .
د ياسمين ګل : دا ګل د نرمې ښځې لپاره د اشارو ژبه ده ، او د دې لارې دا موخه انتقاليږي چې (مينه په ډېر احترام سره )
د بنفشې ګل : دا ګل چې بنفشه يي رنګ لري متواضعې او عاجزې ښځې ته د اشارې ژبه ګڼل کيږي ، ددې ګل ژبه ، يانې ( په چوپتيا کې مينه کول ) .
آسماني بنفشه : دا ګل د مخلصې ښځې لپاره د اشارې ژبه ده .
سور ګل : دا ګل دهغې ښځې لپاره د اشارې ژبه ده چې ډېره عاطفه ولري . او مانا يې داده چې ، ( ډېره عاطفه ) .
سپين ګل : په دې ګل باندې پاکې ښځې ته خطاب کيږي او د يوې روغې او وړ ښځې مانا ورکوي .
ژېړ ګل : دا رنګه ګل باندې غيرتي ښځې ته خطاب کيږي او مانا يې دا ده چې ( زه تل ستا په پکر کې يم )
ګلابي رنګه ګل : په دې رنګ ګل باندې مينه ناکې ښځې ته خطاب کيږي. او دا مانا ورانتقالوي چې (دوامداره عاطفه بدلون نه مومي ) .
آسماني ګل : په دې رنګ ګل باندې پوره ( کاملې ) ښځې ته خطاب کيږي او دا مانا ورکوي ( ته تل د احترام وړ يې )
سپين ياسمين : په دې باندې سرزورې ښځې ته خطاب کيږي او دا مانا ورکوي چې ( ولې هيڅ مينه نه کوې ؟ )
ژېړ ياسمين : په دې باندې نرمې ښځې ته خطاب کيږي او دا مانا ورکوي چې ( غواړم چې ستا لپاره هرڅه شم )
سپين ګلاب : په دې باندې شکي ښځې ته خطاب کيږي ، او ورته وايې چې ( زما په مينه باور وکړه )
ګلابي رنګه ګلاب : په دې باندې ښکلې ښځې ته خطاب کيږي او ورته وايې چې ( زه درسره ډېره زياته مينه لرم )
سور ګلاب : په دې باندې سرکښې ښځې ته خطاب کيږي او ورته وايې چې ( زه ستا په اخلاص باوري يم )
د کاميليا سپين ګل : په دې باندې مغرورې ښځې ته خطاب کيږي او ورته وايې چې ( ته زما مينه سپکه ګڼې )
د کاميليا سور ګل : په دې باندې د ښځې لويۍ ته خطاب کيږي او ورته وايې چې ( ته په ټوله نړۍکې تر ټولو ښکلې ښځه يې )
د کاميليا ګلابي رنګه ګل : په دې رنګ باندې هغه ښځې ته خطاب کيږي چې په خپله ښکلا وياړي او ښودنه يې کوي او ورته وايې چې (زه پر دې وياړم چې تاسره مينه کوم )
د ريدي آسماني رنګه ګل : په دې رنګ ګل باندې منونکې ښځې ته خطاب کيږي ، او د وفادارۍ مانا ورکوي او وايې ( زه تل ستا منونکې يم )
د ريدي سور ګل : په دې رنګ ګل باندې هوښيارې ښځې ته خطاب کيږي او د وفادارۍ مانا ورکوي او وايې : ( زه په خپل پکر يم او په هوښيارۍ مينه کوم )
د ريدي ژېړ ګل : په دې ګل باندې غيرتي ښځې ته خطاب کيږي او ورته وايې : ( آيا زه به د مينې مېوه ترلاسه کړم ؟ )
د اکاسي ژېړ ګل : دا ګل د رښتونولۍ مانا ورکوي ، او ټولنيزې ښځې ته پرې خطاب کيږي .
د ګلانو د رنګونو په اړه ډاکتر ميلتون کارلتون وايې :
( د ګلانو مختلف رنګونه جلا جلا ماناګانې لري، شين ( زرغون ) رنګ د هيلې او اميد په مانا راځي ، که دا رنګ ګل په کومه غنچه کې په زياته اندازه وليدل شي نو دا په هيلې او اميد باندې دلالت کوي.
سور رنګ د پياوړي او ژورې مينې څخه تعبير کوي .
سپين رنګ په پاکوالي دلالت کوي .
آسماني رنګ په وفاء او د زړه په پاکوالي باندې دلالت کوي .
پر ښځو د ګلانو د اغېزې په برخه کې ډاکتر ميلتون زياتوي :
( ددې لپاره چې د ښځې او خاوند ترمنځ مينه تل پاتې شي، خاوند بايد کله نا کله د ګلو يوه غنچه خپلې مېرمنې ته د ډالۍ په توګه ورکړي ، د ګل اغېره پر ښځه د جادو تر اغېز کم نه دي ، تاسو هم کم تر کمه په اوونۍ کې يو ځل خپلې مېرمنې ته ګل په ډالۍ کې ورکړئ او کرکې ته لاره مه ورکوئ چې د مينې اړيکې مو زيانمنې کړي . )
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.