ژباړه او راټولونه: روح الله وسیم
لومړۍ برخه
پستي او لوړوالی په عمل کی ده که د چا عمل پست وي هغه که نر وي که ښځه په کار ده چی پشت وګڼل شی او د چا عمل چی اوچت او لوړ وي نر وي که ښځه پکار ده چی په درانه نظر ورته وکتل شي ( پاچاخان )
په قیامت کی د ښځی څخه ترلمانځه وروسته د میړه د حقوقو پوښتنه کیږی (ابوقتاده رض )
ترایمان ورسته ستر پیرزوینه نیک خویه ښځه ده (حضرت عمرفاروق رض)
ترټولو ښه پانګه ذاکره ژبه ،شاکره زړه او منونکی ښځه ده (امام غزالي رح)
چیرته چې ډوډئ د مزدور تر معاش ګرانه شی هلته دوه شیان ارزانه کیږی ۱ – د ښځو عزت ۲ – دنارینه غیرت (سلطان صلاح الدین ایوبی رح )
د پردي سړي سره په نرمه لهجه خبرې کول د مسلمانې ښځې شیوه نه ده او دا کار دبدکاریو څخه ګڼل کیږي (حضرت مجدد الف ثاني رح)
د خرابو او شر اچوونکی ښځو څخه ځان ساته او دخدای ج نه پناه غواړه او دنیکو ښځو نه هم پرهیز کوه چی د هغوی په صرف میلان هم په نتیجه کی خیر او شر دی (لقمان حکیم)
د ښځې او بچیانو د بې ځایه غوښتنو پیروي مه کوه (لقمان حکیم)
داولاد اصلاح په مکتب کی او دښځې په کور کې ده (امام غزالی رح)
دچاچې ښځه شته هغه خوشاله دی دچاچې کور شته هغه امیر دی له چاسره چی تر دی نور څه شته هغه پاچا دی (عبدالله بن عباس رض)
دحکومت او دښځې دمحبت نه زړه صبرول ترهرڅه تریخ دی (سفیان ثوری رح)
دخپلې ښځې په مخکی د پردۍ ښځو خبرې مه کوه ځکه د خبرو ازادی ترلاسه کوی کیدای شی چی بیا ستامیرمن دپردیو خلکو خبرې وکړی (امام ابوحنیفه رح)
دښځو سره ډيره ناسته ولاړه مه کوه ځکه د دوی سره ډير ارتباط زړه وژنی (امام ابوحنیفه رح)
دښځوسره په ښو اخلاقو اوسیدل په کار دی هغه ته تکلیف مه ورکوه بلکې د هغه رنځ وزغمه ( امام غزالی )
دښځې په بداخلاقي باندې صبر کول دهغه اړتیا پوره کول اوپه شرعی لار باندې لارښونه کول غوره عبادت دی (امام غزالی )
دښځی له نا محرم سره نرمې خبرې کول هم یو ډول زنا ده اونازکې جامې اغوستل دبربنډتیا حکم دی (حضرت مجدد الف ثاني رح)
دکوچنیانو روزنه په ښونځي کې کیږي او دښځو په کور کې ( امام غزالي رح)
دیو شخص یا وګړي زده کړه په هغه وګړي پورې اړه لري او دیوې ښځې زده کړه د ټولې کورنۍ د زده کړې پورې تړلي وي (حضرت مجدد الف ثاني رح)
دیوې ښځې پسې تر تګ غوره داده چې یو زمری پسې ولاړ شی ځکه که زمری راوګرځید ژوند به د لاړ شی خو که ښځه راوګرځېده نو ایمان به د لاړ شی (لقمان حکیم)
شرم د نارینه لپاره ښه دی خو دښځو لپاره بیخی ښه دی (ابوبکرصدیق رض)
نور بیا …..
You also might be interested in
راټولونه او ترتیب : روح الله وسیم څلورمه برخه 1.[...]
ژباړه او راټولونه : روح الله وسیم ښځه د نارینه[...]
لیکنه: روح الله وسیم چنګیز خان په تاریخ کی یو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی