لیکنه: نوراحمد فضلي
دښځي په اړه د فلسفې د کتابونو له څنډو:
۱- روميانو به ويل ، ښځه روح نه ده دوئ به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کي پر دوئ تېل اچول او سوځولې به ئې.
همدارنګه به ئې په آسونو پوري تړلې؛ کشولې به ئې، تر داسي حالته چي په کشولو-کشولو به مړې شوې .
۲-چينايانو به ويل، ښځه هغه دردونکي اوبه دي چي نېکمرغي پرېمنځي، يو چينايي نارينه حق لري چي خپله مېرمن ژوندۍ ښخه کړي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه ئې هم دنورو پاتي شونو په څېر وارث ته په ميراث
کي پاتي کيږي .
۳-هندوانو دښځو په اړه ویل: مرګ، دوزخ، زهر، مار او اور دا ټول له يوې ښځي بد نه دي بلکي که د ښځي خاوند مړکیږي نو ښځه ئې بايد ورسره سمه وسوځوله سي او یا به د خاوند له مرګ وروسته ئې سر خریلی وو او د ژوند تر پایه بیا ورسره چا نکاح نه کوله.
۴-فارسيانو به ويل، يو فارسي نارينه ته جايز دي چي له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته نکاح وکړي.
۵-همدارنګه يو فارسي حق لري چي په خپله مېرمن د مرګ حکم وکړي.
دا په مخکینیو تمدنونو کي د ښځي په اړوند ددوئ نظریات وه.
مګر دا هرڅه د اسلام څخه مخکي ول. خو؛ د اسلام په ظهور سره ښځي او خاصتاً بیا مسلماني ښځي خپل هغه حقوق تر لاسه کړل، کوم چي د انساني فطرت غوښتنه وه. یعني؛ اسلام دواړه( نر -ښځه) حُر بنده ګان وه بلل او دواړو ته ئې په ټولنه او اجتماع کي ددوئ د فطرت سره برابر حقوق ورکړل. خو یو شان نه! اسلام ټولي هغه فلسفې چي د الله ج یوه حُره بنده( ښځه) به ئې حتا د یوې چپلکي سره نه بلله؛ رد کړلې. مثلاً د رومیانو فلسفه ئې داسي رد کړه:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا… الخ( سورة النساء ۱ ایت)
ژباړه:- اې خلکو! له خپل رب څخه وبېرېږئ، له هغه رب نه چي تاسي ئې د یوه نفس نه پیداکړی او له همدې نفس نه ئې هغه جوړه پیداکړه او بیا ئې له هغو دواړو نه ډېر نارینه او ښځینه خپاره کړل.
په سورت السجدة کي دا خبره نوره هم ښه واضح سوېده:
ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ… الخ ( سورة السجده، ۹ ایت)
ژباړه: بیا ئې د هغه اندامونه جوړ کړل او له خپله اړخه ئې پکي روح پو کړ.
همداشان په قرآنکریم کي بل ځای الله ج فرمايي:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ… الخ ( سورة الاسراء ۷۰ ایت)
ژباړه: بېشکه موږ د آدم علیه وسلم اولاد ته عزت ورکړی.
په پورتني آیت کریمه کي الله ج آدم یاد کړیدی. یعنی؛ د آدم اولاد نه موخه ښځي او نارینه دواړه دي، او هم ټول انسانان( مسلمانان/غیرمسلمانان) او دواړو ته ئې عزت او لوړوالی وربخښلی دئ.
موږ په دې پوره عقیده او ایمان لرو چي اسلام د عدل او انصاف دین دئ. اسلام د نر او ښځي د حقوقو تساوي ته بالکل قایل دی خو یو شان والي ته نه! دلته ئې هم د دواړو انسانانو(نر-ښځي) فزیکیت او فطرت ته کتلي دي.
دا چي نن ورځ موږ د اسلام د اصلیت او ماهیت څخه واټن نیولی دئ او ځانونه مو پوره -پوره ورڅخه نه دي خبر کړي او یا هم د پردیو او خاصتاً بیا د درواغجنو غربیانو د شومو تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راغلي یو، نو؛ یا پر شرعي احکامو نیوکي کوو، یاهم ځانونو او بیا خاصتاً خپلو ښځمنو ته د اوسني غربي شیطاني تبلیغاتو سره سم د حقوقو غوښتني کوو. ځکه؛ کله چي انسان د نفس تر غلبې لاندې راسي، بیا نو د خپل ناقص عقل سره سم غوښتني کوي. او د نفس په اړه موږ ته الهي ارشاد دئ چي الله ج فرمايي:
إن النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ… الخ( سورة یوسف، ۵۳ ایت)
ژباړه:-
بیشکه! نفس دئ چي انسان پر بدو کارونو باندي آمر کوي. سورة یوسف ۵۳ آیت
بل دا چي اسلام نارینه او ښځينه یو د بل په کارونو نه دي مکلف کړي. بلکي؛ د دواړو لپاره ئې جلا جلا مسئولیتونه او د کار کولو ساحه ټاکلې ده. ځکه؛ الله ج ته د نر او ښځي فزیکیت او فطرت ښه معلومیږي. خو څنګه چي موږ نن اسلامي ارشاداتو ته شاه کړېده-واټن مو ورڅخه نیولی دئ، نو؛ خامخا به د پردیو بیا خاصتاً د غربيانو او غرب فکرو د شومو تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راځو او خپلي ښځمني به په یوه او بل نوم اړ باسو، ترڅو هغوی په خپل ضعیف فزیکیت سره د نر په شان درانه مسئولیتونه پر ځانو وه مني.
د بېلګي په ډول:
الله ج دښځي ضعیف فزبکیت ته کتلي دي؛ بیا ئې د هغې نفقه پر پلار، ورور او وروسته پر خاوند اچولې ده. یعنی؛ ښځه ئې د نفقې پر موندلو نه ده مکلفه کړې، خو ورڅخه منع کړل سوې هم نه ده!
بلکي ښځه تجارت لا هم کولای شي، ولي چي همداسي څه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د بیبیانو څخه لا هم ثابت دي؛ بي بي خدیجة رضی الله عنها یوه تاجره وه.
مګر دا چي پر ښځي باندي ئې بیا د اولاد د روزني او ښې تربیې مسئولیت ور اچولی دئ. همدا ددې لپاره د دې د فزیکيت سره یوه سمه دنده ده. ځکه ښځه نسبت نارینه ته فطرتاً مهربانه، زړه سواندې او د پراخي حوصلې خاونده ده. یعنی؛ د اولاد روزنه او تربیه په ښه شان سره کولای سي. ددې دا معنا هم نه ده چي نارینه نو بالکل د اولاد د روزني څخه خلاص دئ. نه! دا چي نارینه د نفقې په ګټلو پسي د سهاره ترماښامه وتلي وي، او لکه څنګه چي ماشومان پر کور وي، نو ځکه ښځمني د اولاد د تربیې مسئولیت لري، او دا یو ښکاره حقیقت دئ چي د اولاد د ښې تربیې لپاره د علم و تحصل د فیوضاتو څخه و یوې ډکي سینې او پراخ علمیت ته اړتیا شته، چي متاسفانه او له ډېره بده مرغه زموږ ښځمني لاڅه، چي نارینه مو لا هم د علم و تحصل د ډيرو لومړنیو زده کړو او آساساتو څخه خبر نه دي!
ولي؟
ځکه موږ د دین په نوم ځانونه او بیا په ځانګړي ډول خپلي ښځمني د دینپوهني او علم و تحصل څخه محرومه کړیدي! د کوټې په څلورو کونجونو کي مو بندیاني کړیدي؛ د ټولو تعلیمي، سیاسي، ټولنیزو، میراثي حقوقو څخه مو ئې صرف نظر کړی دئ او دا هرڅه هم د دیني او مذهبي عقیدې له مخي کوو؛ فکر کوو چي د دین سره سم روان یوو، خو نه پوهیږو چي په اصل کي مو د اسلام د روح او روان سره ۱۸۰ درجې زاویه جوړه کړېده، او د ټولو اسلامي، فطري او انساني قوانینو خلاف؛ عمل کوو.
- په ښځو مو تعلیم نه کوو، خو د اولاد ښه تربیه ځني غواړو!
- په خپلو ښځو تعلیم نه کوو، خو ناجوړۍ د علاج لپاره ئې ښځينه ډاکټراني غواړو!
- ښځي علم و تحصل ته نه پرېږدو، خو د کورني نظام په جوړښت کي ئې رول تر هرچا مهم او لومړی بولو!
- په ښځو تعلیم نه کوو، خو د حقوقو او په کورنۍ کي د مقامونو پېژندل ځني غواړو!
- او په ښځو تعلیم نه کوو، خو …
نو یوه بې سیواده او بې تعلیمه ښځه به د خپل دې دُمره ستر مقام چي په کورنۍ او د کورنۍ د باندي څومره ستري دندي او مسئولیتونه ور تر غاړي دي؛ څنګه خبریږي؟ څنګه به پوه سي چي دا( ښځه) په یوه لاس زانګو، او په یوه جهان زنګوي؟ او څنګه به پوه سي چي..
-طبعاً چي نه پوهیږي!
نو خود، به ژوند ورته د پلار په کور کي د کورنۍ د غړو د کالو خیري مینځل، د دوئ د خړیو لپاره غرمنۍ – ماښامنۍ تیارول.. او د مېړه په کور کي د مېړه او نوري کورنۍ لت و کوب، د حیوان په شان ورڅخه کار اخیستل… ایسي! او دا بې زبانه به د واقعیت او یوې رښتیني دُنیا څخه ډېره لېري، په دې هرڅه راضي هم وي، ولي چي دا هرڅه به د تقدیر او آزل لیکلي کرښي ګڼي؛ خو په اصل کي به داسي نه وي! او ددې پوښتنه به ئې په ورځ د آخرت د څلورو کسانو، پلار، زوی، ورور او مېړه څخه کیږي!
پایله
بناً؛ هغه ښځه چي په پخوانیو تمدنونو کي دیوه خیرن ټوکره غوندي استعمالېده، خو اسلام په خپل ظهور سره ښځه، ښځه کړه او د کور( ټولني) ډېوه ئې وګرځوله. نو؛ که د اسلام د روح او روان سره سم رفتار وسي، ښځي ته باید د اسلام د دین سره سم د هغې د میراث حقوق ورکړل شي، د یوه حُر او آزاد بنده په حیث انساني چلند ورسره وسي او په سپکه او حقیره سترګه ورته و نه کتل سي. ښځه په یوه ټولنه کي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي( د تعلیم) حقوق لري، چي باید ورکړل سي.
ځکه اسلام د عدل او انصاف دین دئ، د ظلم دین نه دئ. په اسلام کي د انسان( نارینه/ښځینه) حقوق خو څه، چي د مرغانو او حیواناتو د حقوقو په اړه لا ارشادات او احکام شته دي. خو پر دې هرڅه د پوهېدلو لپاره تر هرڅه مخکي موږ، انسانانو او بیا په ځانګړې توګه مسلمانانو او بیا خاصتاً موږ، افغانانو ته پر دین پوره-پوره پوهېدل، سر په خلاصول او بیا په بشپړ ډول په ژوند کي عملي کول په کار دي.
نو څه کوو؟
- سر له دې اوس څخه د خپل رب سره د نبی کریم صلی الله علیه وسلم ددې مبارک حدیث سره سم چي وايي: طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة( د علم زده کړه پر هر نارینه او ښځینه باندي فرض ده) د علم حاصلولو تهد کوو. هو، همدا اوس، اوس دا کار کوو.
پای