راټولونه او ترتیب : روح الله وسیم
څلورمه برخه
1. ښځې چا مرکو ته نۀ دي بيولې .
2. ښځې لپاره کور یا ګور
3. ښځې وايې مېړه د خوړ کاڼی دی یو اچوه بل اخله
4. کور په ښځه جوړېږي
5. کور په ښځه هم وران دی هم ودان
6. له پلیتې ښځې او له لیوني سپي نه و ډار شه
7. له سپې وفا له ښځې حیا
8. له ماټ پاڼ او له بې حیا ښځې وډار شه
9. مکر له ښځو زده کیږي
10. مور یی رنګ ګوري ښځه یی څنګ ګوري
11. میړونه غرونه ښځې اړمونه
12. نا فرمانه ښځه دوښمن دی
13. ناسته ښځه کار کوي ولاړه څار کوی
14. نوم یی مه اخله د ښځې نوم یی واخله
15. هر څه خپل ښه دی ښځه د بل ښه ده
16. هره ښځه چې حیا نه لري بې مالګې خواړه دی چې مزه نه لري
17. یا د چاودې پښې ژړا ده یا د کونډې ښځې
- د کال مې له سختۍ وساتې د ښځې مې له بې شرمی
- د کم اصلې ښځې نه جّره کور ښه دی
- د لیلا مجنون کیسه خلاصه شوه وېل يې لیلا نر وه که ښځه
- د مېړه لوظ ګوره د ځمکې فصل د ښځې ښایست
- دخرې څټه وركه شه دښځې ګټه وركه شه .
- دښځو زده د شیطان نه دي زده
- ړانده ښځه په خدای (ج) سپارلې
- زړه ښځه په تګ مالومه وي
- سړی پادشا وي ښځه وزیر وي
- سړی غر وي ښځه اړم
- ښځه بخت نه ګوري تخت نه ګوري د سړي مخ ګوري
- ښځه په کالیو نه درنيږي نر په وسله
- ښځه په کور ښه ښکاریږي ژرنده په شور
- ښځه په هر کور کې بي بي په یوه یوه کور کې
- ښځه چې زړه شی خوله يې پسته شي