لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
ښځې رنګونو سره ډېر تړاو لري، دا به هم مبالغه نه وي چې د ښځې ژوند په بشپړ ډول په رنګونو پورې تړلي دي. د ښځو پر مخونو د ډول ډول رنګونو ځلا ، دهغوي د جامو ښکلي او بېلا بېل رنګونه ، دهغوي په کور کې د دېوالونو او د کور د لوزامو ښکلي ښکلي رنګونه، دهغوي پر دسترخوان مختلف خواړه او رنګا رنګ مېوې … دا ټول هغه څه دي چې ښځه ورسره ډېر سروکار لري او ورته خوښي وربخښي ، نوځکه ويلي شو چې رنګ د ښځو د ژوند نه جلا کېدونکې برخه ده .
د ښځو اړيکې له له رنګونو سره تردې هم زياتې دي ، دا په دې مانا چې رنګونه د ښځې په روغتيايي او اروايي حالت ډېرې اغېزې لري، پوهان وايې ، کله چې هررنګ ځانته جلا غبرګون او څپې لري نو ځکه رنګونه د ناروغيو ددرملنې غوره وسيله ده .
پوهان په دې باور دي چې په بدن کې ټولې حجرې غبرګون لرونکې وي ، کله چې انسان د ښه او روغ صحت خاوند وي نو دا غبرګون په ډېر پياوړي او مثبت ډول له دې حجرو راوځي ، خو کله چې انسان په کومه ناروغۍ اخته وي نو بيا دا غبرګون غير متوازن وي .
دا په داسې حال کې ده چې يوه بله نظريه بيا وايې چې د بدن مختلفې برخې او د ناروغۍ بېلا بېل حالات او د انسان عاطفي وضعيت له هغه سره مرسته کي چې په ښه توګه مختلف رنګونه ځان ته راجلب کړي ، اغېز پرې وکړي او ګټه ترې واخلي . او کله چې کوم بدن توازن له لاسه ورکړي وي نو په طبيعي توګه د هغه رنګونو په لټه کې وي چې ورته اړتيا لري .
رنګونه د موسيقي په څېر دانسان پر اروا اغېزه کوي، رنګونو دداسې يو ځواک تعبير کوي چې د انسان په ژوندانه کې ډېر اغېز لري، خو هغه احساس چې الله جل جلاله د رنګونو په وړاندې په ښځو کې پيدا کړي ، تر ټولو پياوړي او ستر احساس ګڼل کيږي . همدا لامل دي چې د اورپا ځينو پوهانو دې ټکي ته پام کړي او د څېړنو په پايلو کې يې دا ښودلې چې رنګونه پر ښځو تر بل هر چا ډېره اغېزه لري . همدا راز ارواپوهانو دا هم ثابته کړې چې رنګونه د انسان د اروا او نفس سره ډېرې ژورې او نه بېلېدونکې اړيکې لري ، نو ځکه يې پرې اغېزې هم ښکاره دي .
ډاکترګريګوري کونوي وايې :
ګڼو څېړنو او تجربو په ښځه باندې د رنګونو اغېز په لاندې ټکو کې په ګوته کړي :
رنګونه د ښځې په توليد، کار او دهغې پر ذهني او اروايي حالت باندې ډېره اغېزه کوي ، يا په بله وينا ، رنګونه د ښځو د نوښت وړتيا زياتوي.
رنګونه د ښځې په روغتيا اغېزه لري ، او د ناروغيو په درملنه کې يې مهم رول لوبوي، رنګونه د ښځې په مزاج، روغتيا او په فعاليت تاثير کوي .
ځينې رنګونه په ښځه کې مينه او ځينې ورکې نفرت پيدا کوي ، او ځينې رنګونه ښځه له مادي نړۍ روحاني نړۍ بيايي .
ځينې رنګونه ښځې ته خوشالي ورکوي او ځينې ورته بيا د دردونو لامل ګرځي ، او ځينې نور يې بيا ورته د هيلو د پيداکېدو الهام ورکوي .
ځينې رنګونه د ښځې ارادې پياوړې کوي ، او ځينې يې بيا ژوندۍ او پياوړې ارادې وژني .
طبيعي رنګونه د نړۍ ستر توليد ګڼل کيږي او د ښځې پر ژوندانه ډېر اغېز لري ، ښځه په خپل چاپيريال کې تل د رنګونو په ننداره وي ، کله چې ښځه خپلې سترګې راوغړوي او پر شين آسمان يې سترګې نښلي ،او کله چې په خپل چاپيريال کې ډول ډول بوټي او رنګارنګ ګلان ګوري دهغې په اروا کې ځانګړي احساس راپيدا کوي ، همدا احساس پرې تاثير کوي او بالآخره يې اروايي ناروغۍ له منځه ځي .
رولاند بلاک د رنګونو په اړه وايې :
شين يا زرغون رنګ له ښځې سره په ذهني آرامتيا او سکون کې مرسته کوي ، شين رنګ د کمان رستم د اوو رنګونو په منځ کې ځاي لري . دا رنګ چې د نورو رنګونو په پرتله طبيعي رنګ بلل کيږي الله جل جلاله د ونو د پاڼو ، باغونو او شنو دښتو لپاره ټاکلي ، دا هغه رنګ دي چې انسان ته خوښي ورکوي او عصبي سيستم يې آراموي . کله چې انسان له ستړو کارونو راوګرځي، شوريې ذهن ورګډ کړي ، نو الله جل جلاله ورته د ذهني سکون او د دمې لپاره شين رنګ په ډالۍ کې ورکړي .
ژېړ رنګ د ښځې ذهن تېزوي .
سور رنګ د وينې په جريان کې د ادرينالين د مادې د افراز لپاره غدې راپاروي، او د زړه ټکان او د ويني جريان پياوړي کوي .
آسماني رنګ د انسان ستړيا سره مبارزه کوي او هغه ته آرام ورکوي. هغه څوک چې د رنګونو په مانا او اغېز پوهيږي، نو هغه په دې هم پوهيږي چې د آسمان او د سمندر د اوبو شينوالي انسان ته څومره آرام او دمه ورکوي .
بنفشه يي رنګ انسان ته د نوښت وړتيا ورکوي ، دا رنګ د مغزو د پاسنۍ برخې حجرو ته خواړه، آرامتيا او سکون وربخښي، همدا راز دا رنګ دانسان وجدان او احساسات لوړ بيايي ، نو ځکه ويلي شو چې دا رنګ د ادب ، شعر ، موسيقي او هنري برخو کې له انسان سره ډېره مرسته کوي.
دا چې رنګونه دانسان پر اروا څومره اغېزه لري ، په دې اړه د اروا پوهنې استاذه ډاکتره ناديه عبدالقادر وايې :
(( رنګونه په نړۍ کې يو ستر ځواک ګڼل کيږي او د ښځې پر ژوندانه ډېره اغېزه لري، ښځه چې هر لور ته مخ اړوي نو پر رنګونو يې سترګې لګيږي ، خو په اړه يې ژور پکر نه دي کړي ، او نه دې ته پام شوي چې بايد د رنګونو له رازونو ځان خبر کړي او په ارزښت يې ځان پوه کړي . ))
نوموړې زياتوي :
(( دا چې رنګونه په ښځه څومره اغېزې لري او پر وړاندې يې ځينې وختونه کوم غبرګون ښايې، غواړم په دې اړه د يوې هټۍ کيسه بيان کړم (( په شيکاګو کې د غوښې يوې هټۍ ته پيريدونکي (مشتريان ) ډېر کم راتلل ،دغوښې پلورونکي له دې حالته شکايت درلود او هر وخت به يې تاوان کاوه . او لامل يې هم دا وو چې د هټۍ دېوالونه او چت په ژېړ رنګ باندې رنګ وو ، د هټۍ مالک په دې نه پوهېده چې ژېړ رنګ غوښه داسې ښايې لکه خوسا چې وي ، نو ځکه ورته مېرمنو ډېره مراجعه نه کوله ، د رنګونو يوه متخصص نوموړي دې ټکي ته متوجې کړ او ورته يې وويل چې د هټۍ رنګ بدل کړي ،هټيوال ژېړ رنګ ليرې کړ او هټۍ يې آسماني رنګ ته نږدې په يوه بل رنګ باندې رنګ کړه،کله چې نوموړي د هټۍ رنګ بدل کړي نو غوښې پيريدونکو ته سور رنګه ښکارېدې او هډوکي يې تک سپين مالومېدل ، خلکو به داسې فکر کاوه چې ګويا بيخي تازه دي ، په دې کار سره پيريدونکي او په ځانګړې توګه زياتې مېرمنې د غوښې اخيستلو لپاره ورتللې .))
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.