لیکنه: قسیم حمیدزی
د اوبو جوړاړي،د مرغو خوږو نغمو او ترانو،د شمال عطرینې غېږې او د پسرلي پوو کړو ګلانو،محیط او فضا ته عجیبه ښکلا وړکړی وه؛د هر ژوندي موجود په بدن کې د مینې او عاطفې احساسات تر سترګو کېدل;
انځر ګل هم قرار بې غمه یوه پښه په بله اړولې وه،او په پلستیکي درۍ د دېرې په هغه بره کونج کې بالښت ته ډډه وهلې وه،د تروو پياله به یې لا نیمایي کړې نه وه چې،لمسي به یي بیا پياله تر خولې ډکه کړه،انځر ګل به د تروو یو اوږد شوړ وویست بیا به مسک شو،ياره لقمانه بچیه نن دې ادې د تمې خلاف تروې جوړې کړي،افرین شه،خو نه پوهېږم چې کمال د نانا دی که د ادې دې…
بابا هغه پنجره کې مرغۍ ډېرې چغې وهي،لکه چې وږې ده،دا ډوډۍ ورته واچوم؟
نا کم عقله بیا ترانې نه وایي،ټوله دېره خو د همدې مرغۍ اوازونو رنګینه ګړی؛
بابا ته پوهېږې چې هغه ترانې وایي؟
هو کنه، دا د الله ج داسې مخلوق دی چې خپګان نه کوي،همېش خوشحاله وي
ولې بابا زړه نه لري؟
زړه لري خو خپه کېږي نه
بابا کله چې مرغۍ ژاړي ته پوهېږی؟
مرغۍ ژاړي نه،خو کله چې ناروغه وي بیا ترانې نه وایي
بابا جانه پدې هم پوهېږې چې مرغۍ خوشحاله ده او مونږ ته خېرا نه کوي؟
ای ساده ګله پوښتنو کې دی ټول پلار ته ورته یي،داسې پوښتنې کوې چې سړی درته څه ووایي،خېرا به ولې کوي ګوره د ټپوس او باښې وېره ورسره نشته،همدارنګه باران او نورو ستونزو نه هم په امان کې ده، ولې به خوشحاله نه وي،ته وګوره څه رنګینه ځونډیداره پنجره مې ورته جوړه کړی،د ادې دې چې واده وه،هم داسې ځونډيداره ټیکری نه درلوده؛
پلاره هغه متل دې د یاده وتلې چې وایي:
که چاړه د سروزرو هم شي کنه څوک یي په زړه کې نه ټومبي؛
څنګه د خبرې لاندې او باندې ادې ادې کوې،کله دی د دې مرغۍ په اړه فکر کړی؟چې دا بې ژبې موجود به ځانته خوشحاله وي،که خپل همجنس سره،چې جوړه ژوند وکړي؛بله دا که تاته یو څوک ووايي چې هلته مې درته د طلا څخه کوټه جوړه کړی،غېر د ادې هلته دوه میاشتې تېرې کړه منې یې؟!
ځه ځه ورک شه،ځان نه دې راته پلار جوړ کړی،ماته نصیحت کوی،زه په خپلو کارونو ښه پوهېږم؛
راځه لقمانه مازیګری نژدې دی،څو چې جال او دامونه جوړو وخت ډېر تېرېږي،هله نو اوس هم سېلونه تېر شول؛
لقمان پوزه په لستوڼي پاکه کړه،نېغ جګ شو د معمول سره سم یې ځونډيداره پنجره واخیسته او بابا پسې روان شو…
زر زر یې دامونه جوړ کړل او ځونډیداره پنجره یې ورته په منځ کې کېښودله نور ترې بابا او لقمان ولاړل…
په پنجره کې بندې مرغۍ به چې سېلونه ولیدل نو ورته به یې فریادونه شروع کړل،څو وارې یې سېلونو ته دردونکې چغې ووهلې،خو د سېل مرغو به چې دهغې دردونکی اواز واورېد،ټولې به ووېرېدې او خپل مزل به یې لا پسې تېز کړ؛
یو سېل مرغو چې د هغې اوازونه یې اورېدلي وو،خپلو کې تر ډېره مزله پورې خبرې نه کولې،ورورسته سر لارې مرغۍ وویل:
ما درته نه ویل چې پدې لار نه ځو،ولې خپل چکر بې خونده کوئ،دلته د انسان قدر نشته پاتې خو یې لا مونږ او تاسې،تاسو د هغه تور کارغه خبرو ته غوږ نه وئ؟چې ویې ویل توبه خدایه د انسانانو په سرونو فوټبال کوي،د انسانانو سرونه په تیږو د فخر لپاره کېښودل کېږي،انسانان ژوندي په بمونو کېنول کېږي، اوس تاسې فکر وکړئ چې په یوه خاوره کې داسې کړنې روانې وي څه کول په کار دي؛مونږ او تاسو سره خو هېچ هم نشته که باران مو وزرې راته لمدې کړې یا اور راته وزرې وسوزولې بیا؟د دې خاورې انسانانو ته فقط د وژلو طریقې ور زده دي،د دې خاورې انسان خپله خندا د بل انسان په ژړا کې ګوري او…د سېل اخیري مرغۍ غږ کړ،مشره زه لا اوس هم د هماغه انسانانو په خاوره کې یم،درځئ چې ځو…
پنجره کې ایساره مرغۍ نوره ناهیلې شوې وه،ځکه فریادونه یې چا نه وو اوریدلي،په یوه پښه فکر وړې ولاړه وه،چې یې د نورو مرغو اوازونه تر غوږو شول،زر یې خپله مرۍ تازه کړه،کوښښ یې کاوه چې ځان خوشحاله وښایي،وروسته یي شاوخواته د پرتو دانو صفتونه شروع کړل،دا د بادامو،چهارمغزو،ممپلو ښایسته تیارې مېده شوې دانې…دا به د کومې بختورې په قسمت کې وي،ارمان دې چې زه مړه یم،ځکه زما همدا خوراکه ده،چې یو شی څوک ډېر خوري زړه یي ترې تورېږي،دې لا صفت نه وه بس کړی چې یوه مرغۍ یې در څنګ کېناستله؛
مننه له تا،دا خو رېښتیا چې هر څه شته،ډېره وږې یم زه لا څه چې بچو مې دوه ورځې هېڅ شی نه دی خوړلی؛
دې چې څو ورته د انسانه ګیلې شروع کولې،د هغې یوه پښه او غاړه په لومه کې ګیر شو،مېده ګړي به یې لا معدې ته نه وه رسېدلې،چې سلګۍ یې شروع شوې؛په اخیري سلګۍ کې یې پنجره کې بندې مرغۍ ته وویل:دوکه مارې زما د بچو قاتله ته شوې!
ځونډیداره پنجره کې بندې مرغۍ چې ډېر غمونه یې پر زړه تېرول،لکه خپل بچي ور یادېدل،د همزولو سره ناسته پاست او…نورو فکرونو ترې زړه خوړلی وه،د بچو قاتلې جملې دومره احساساتي کړه،چې عصبي رګونه یې وشکېدل او د دې خاورې له انسانه شوې ګیلې یې خپل رب ته یوړې.