لیکنه: سید اصغر هاشمي
ښکلا که د نړۍ هر چېرې وي ښکلا ده، ښکلا جامع، مانع، کوټلی، منلی او ټولنمنلې پېژندنه نه لري.
دا چې د انسانانو خارجي او داخلي جوړښتونه سره توپير لري، نو په همدې اساس د یو شخص داخلي جوړښت (احساسات، عواطف، تخیلات او داسې نور) د ښکلا د ارزښت په ټاکلو کې سره توپیرلري.
په افریقې، روسیې، افغانستان او داسې نورو ملکونو کې د ښکلا معیارونه سره فرق لري.
دا چې د یوې ټولنې کلتورونه، ارزښتونه او نور سره توپیر لري، د ښکلا ټاکلو معیارونه هم فرق کوي.
په هر انسان کې بایدد صورت او سیرت ښکلا موجود وي، خو د صورت نه سیرت ډېر مهم دی او هر انسان بایدله صورته سیرت ته ډېر ارزښت ورکړي.
سید ګل پاچا الفت وایي:
رنګ شکل ته مه ګوره معنی نیسه نظر کې
ظاهر کې لکه غڼی ښکارېږي غنډلان
الفت صاحب هم له صورته سیرت ته ډېر ارزښت ورکړی دی او تاکید کوي، چې د انسان شکل ته مه ګورئ، بلکې معنی ته یې پام وکړئ.
هر کال په نړۍ کې د نبي علیه السلام پر نامه د سیرت النبي سیالي جوړیږي او د دې پر خوی، عاداتو او اخلاقو پکې مفصل بحث کېږي، سره د دې چې نبي علیه السلام ته الله تعالی د ټولې نړۍ د خلکو نه پوره ښکلا ورکړې وه، خو بیا هم د دې پر نامه د صورت النبي کومه سیالي تر اوس نه ده جوړه شوې.
نبي علیه السلام تر ټولې نړۍ ښکلی و، سپین مخ او ځلیدونکې څېره یې درلوده، برابر قد، رنګ مبارک یې نه ډېر سپین اونه ډېر غنم رنګی و، دسر ویښتان مبارک یې نه ډېر نېغ او نه ډېر ول ول وو، مخامخ غاښونه مبارک یې سره بېل بېل وو، چې د خبرو پر وخت به یې د بریښنا په ډول رڼا کوله، سترګې مبارکې یې تورې او باڼه یې اوږده وو، سترګې یې پر رنجو تورې ښکاره کېدې، خو په حقیقت کې یې رانجه نه و کړي، د سترګو په سپینو کې یې سرې کرښې وې، رسول الله ( ص) به په تیاره شپه کې هم داسې لیدل کول، لکه په رڼا کې، وروځې مبارکې یې سره بېلې وې، مخ مبارک یې غوښن و، پوزه مبارکه یې نرۍ لوړه و، سر مبارک یې هم برابر لږ غټ و، ږیره مبارکه یې دومره ګڼه وه، چې سینه یې پرې ډکېده(پټيده)، غاړه مبارکه یې تر ټولو خلکو ښایسته وه، بدن مبارک یې نه ډېر ډنګر او نه ډېر غټ و، برابر وجود یې درلود، له ټټره تر نامه پورې یې د ویښتانو یوه کرښه وه، په نور بدن یې ډېر ویښتان نه وو، د اوږومنځ اوسینه یې پراخه وه، سینه او ګیډه مبارک یې سره برابر (اوار) وو، د بدن بندونه مبارک یې غټ او مضبوط وو، د لاسونو تلي (ورغوي) مبارک یې غوښن وو، لاسونه یې تر واورو یخ او تر مشکو زیات خوږبویه وو، نبي علیه السلام به چې له چا سره ستړي مه شي وکړل، د هغه شخص له لاسونو به ټوله ورځ خوږبویي تله او که د کوم ماشوم پر سر به یې لاس کېښود، هغه به د ماشومانو په منځ کې پېژندل کېده ، ځکه چې د هغه ماشوم له سر څخه به خوږبویي راتله، پوندې مبارکې یې پستې وې او له مسکا نه لوړه خندا به یې نه کوله.
د نبي علیه السلام د دومره ښکلا سره سره ، بیا هم د دې پر سیرت ډېر اثار لیکل شوي دي.رسول الله ( ص) ډېر کفار د خپلو اخلاقو پواسطه مسلمان کړي دي.
ډېر شیان دي، چې ډېر ژر زړونه فتح کوي او ځوانان تر خپل تاثیر لاندې راوړي، په ځوانۍ کې جذبات او احساسات پر هر انسان غالبه وي او ډېر وخت د ژوند لپاره ښه تصمیم نه شي نیولی.
دوی په داسې ښکلا زړونه بایلي، چې له عاداتو یې خبر نه وي.
که چېرې یوه هندواڼه ډېره غټه وي، خو منځ یې خام وي، د داسې هندواڼې اخیستل بې ګټې وي،خوند یې بې خونده وي او رنګ یې بې رنګه وي.
له ډېرو غټو او لوړو بې میوه دارو ونو نه، وړې میوه دارې ونې بهتره دي.
زموږ لپاره د ونو میوې مهمې دي، نه قد او لوړوالی، سره له دې، چې د غټو ونو نه د لرګیو او یانوره استفاده کولای شو، خو د یوې ونې د میوو نه چې څه ډول استفاده کېږي، هغه له هر څه بهتره ده.
که یو غر په نظر کې ونیسود هغه لوړوالی او نور ظاهري ښکلا يې د صورت ښایست دی، خو په همدې غره کې قیمتي کاڼي یې داخلي ښکلا ده. یا د یو بحر لویوالی اود اوبو شفافوالی یې د صورت ښکلا ده او په همدې بحر کې د طبیعي زیرمو موجویت یې داخلي ښکلا ده.
د غرونو او بحرونو په داخلي ښکلا او صورت کې هم ډېر توپیر لیدل کېږي.
ډېرې غټې غټې سترګې مې ولیدلې، چې د خپل یار نه بغیر د نورو د کتلو لپاره لیواله دي، په مقابل کې مې ډېرې با حیا سترګې ولیدلې، چې یوازې د یو یار دیدن لپاره پیدا شوي دي، چې دغه سترګې د هغو غټو سترګو نه ډېر بهتره دي، چې د خلکو زړونه ښکار کوي.
که موږ د یو انسان د بدن د هرې اعضاويي د ښکلا په اړه فکر وکړو، د انسان د بدن اعضاویي د روا کارونو لپاره پیدا شوي دي، خو دوی پرې ناروا کارونه کوي.
داسې بداخلاقه ښایسته ښځې پیدا کېږي، چې د مینې کولو نه بلکې د نفرت کولو لیاقت هم نه لري.
د نبي علیه السلام د وینامفهوم دی، چې ښځې د څلورو مهمو خصوصیاتو او ځانګړنوپه نظر کې نیولو سره په نکاح کړئ، خو له دې څلورو خصوصیاتو نه دین داره ښځه بهتره وي.کومه ښځه چې دین داره وي، د هغه سره به خامخا د سیر ت ښکلا ملګری وي.
هو! د هر انسان لپاره د صورت د ښکلا نه د سیرت ښکلامهمه ده، په حقیقت کې د هر شي ښکلا په سیرت کې ده، نه په صورت کې.
یو شاعر وایي:
خپلوي د سیرت ښه ده خپلوي نه د صورت
څېره کې خو پردي هم ښکاري کله یو شان