راپور: محبالله شريفزوی
کابل ادبي بنډار خپله ۷۳مه غونډه د وردګو پوهتون د کتابتون له پاره د کتابونو د راټولولو کمپاين ته بېله کړې وه چې د غونډې کسانو له ياد پوهنتون سره د ۳۷۰ ټوکه کتابونو مرسته وکړه.
ياده غونډه د ۱۳۹۵لمريز کال د غويي د مياشتې په ۳۱مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ په غازي محمد جانخان منځني ښوونځي کې وشوه.
په دې غونډه کې د شاعرانو، ليکوالو او مشرانو په ګډون لسګونو کسانو برخه اخيستې وه، د یادې غونډې مشر د وردګو پوهنتون رییس عنايتالرحمن مايار او مېلمانه يې محمد خالد شنيزی او حکمتالله درانی وو. غونډه د ابوبکر له خوا د قرآن عظيم الشان په سپېڅلو ایتونو سره پيل شوه. ورپسې غونډې ته راغلو ماشومانو په خپل خواږه اواز کې د هېواد ملي سرود وړاندې کړ.
له ملي سرود څخه وروسته د غونډې وياند شبیراحمد حليمي حبيب وقار ته بلنه ورکړه چې د تېرې غونډې راپور د مطيعالله همدرد په ځای چې هغه ناسوب و وړاندې کړي. وقار د غونډې له ګډونوالو څخه هيله وکړه چې همدا ډول هرې غونډې ته راشي او خپل ملګري هم راوبولي چې د ليکنو، شعرونو او نورو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه له يو بل سره شريک کړي. هغه زیاته کړه چې غونډې زموږ او ستاسې په راتلو سره ښايسته کېږي او کولای شو د يوې موضوع په اړه ډېر نظرونه را ټول او خلکو ته يې وړاندې کړو.
د راپور له وړاندې کولو وروسته د غونډې ګډونوالو په راپور کره کتنه وکړه، عبدالحق سلامزي وویل، په راپور کې بایدله اوږدو کلماتو څخه ډډه وکړو هغه د بېلګې په توګه زیاته کړه: ((باید چې د (ترڅو) په ځای یوازې (چې) راوړل کافي دي او د کسانو له پاره له ستاینومونو او صفتې الفاظو تېر شو، يو چا ته نه بايد ووايو تکړه کيسه ليکوال يا تکړه خبريال ووایو.))
مجیبالرحمن محمودي هم د راپور په اړه خبرې وکړې هغه زیاته کړه: ((په ادبي راپورونو کې راپور ليکونکی د څېړونکي رول لري او کولای شي د یو چا ستاینه او هڅونه وکړي، په ادبې راپور کې د خبري راپور په پرتله راپور ليکونکی خلاص لاس لري.)) د محمودي په وينا ادبي راپورونه بايد په ښکلو کلمو سره ښکلي وليکل شي، نوموړي زياته کړه که راپور ليکونکی د غونډې غږ ثبت کړي، وبه کولای شي راپور بشپړ او په ښه ډول وليکي.
د راپور وړاندې کوونکي حبیب وقار وويل چې په راپور کې نه بايد تکراري کلمې راشي او د ترڅو او چې په اړه يې وويل: ((موږ بايد تر وسه هڅه وکړو چې د (ترڅو او څو په ځای چې) وکاروو خو کله چې په يوه جمله کې (چې) دوه ځله راځي او د کمېدو شونتيا يې نه وي؛ نو بيا کولای شو (څو يا ترڅو) وکاروو، داسې نه ده چې (څو او ترڅو) هېڅ په پښتو متن کې نشته، خو باید له اړتیا سره سم لږ وکارول شي.))
له راپور وروسته د وردګو پوهنتون رییس او د دې غونډې مشر عیانت الرحمن مایار ته د خبرو له پاره بلنه ورکړل شوه. مایار د پوهنتون په اړه خبرې وکړې زیاته يې کړه پوهنتون له هغه وضعیت چې ورسره لاس او ګرېوان و تر ډېره ژغورل شوی دی چې تر ډېره د ولایت عامو وګړو مرسته کړې: ((د وردګو ولایت د خلکو ملاتړ له دې پوهنتون سره په هېواد کې بې کچې دی او هېڅ بېلګه يې نه تر سترګو کېږي د ۱۳۹۵لمريز کال او راتلونکو کلونو له پاره يې تياری څرګند کړ چې په خبره يې ياد پوهنتون ته ودانۍ جوړه شوې او د یوې بلې لويې دوه پوړه ودانۍ پلان حکومت ته ورکړل شوی دی چې په راتلونکي کلونو کې به د دولت له خوا جوړېږي.))
مایار زیاته کړه چې د پوهنتون د چاپېریال زرغون ساتلو له پاره ۳ زره نیالګي اېښودل شوي دي چې ټول د ولايت اوسېدونکو مرسته کړې: ((همدا اوس د ژور څاه د کيندلو کار روان دی چې لګښت يې د سيمې يو اوسېدونکی ورکوي، که ژور څا ونه کيندل شي موږ نه شو کولای چې نيالګي وساتو او اوبه ورکړو. بله مهمه خبره دا ده چې د محصلينو د ستونزو د اواري له پاره به په پوهنتون کې د کمپيوټر يو مرکز جوړېږي.))
مایار له هغو کسانو مننه وکړه چې د پوهنتون له کتابتون سره يې مرسته کړې، هغه د کتاب په اړه وويل چې موږ نور باید د کتاب بندي ساتلو فرهنګ له منځه یوسو، کتاب ورکول صدقه او د ژغورنې لار ده د کتاب د لوستلو حق باید ادا شي.
نوموړي د کابل ادبي بنډار په څېر غونډې ګټورې وبللې، په وینا يې دا ډول غونډې د ماشومانو او ځوانانو عامه پوهاوی ډېروي، روزي يې او د ځوانانو او ماشومانو له پاره لوی درس په کې پروت دی. د مایار په خبره ماشومان باید وهڅول شي او همکاري ورسره وشي. د کوچنیو ماشومانو تر څنګ دریځ ته د کوچنۍ خاطرې راتګ يې ډېر وستایه خوښي يې څرګنده کړه چې نجونې هم په داسې ادبي بنډارونو کې برخه اخلي له ځوانانو يې غوښتنه وکړه چې په داسې ادبي غونډو او بنډارونو کې پراخ ګډون وکړي د مایک تر شا ودرېږي او خپل حق غږ پورته کړي.
مایار د خپلو خبرو په پای کې وويل چې يو کتاب هم دوی ته ارزښت لري او له ټولو يې وغوښتل چې د وردګو د پوهنتون له کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړي.
د غونډې بل ګډونوال ګل آغا احمدي و، هغه له ټولو مننه وکړه چې غونډې ته راغلي، زیاته يې کړه چې د وردګو پوهنتون ته د کتابونو د راټولو په کمپاين کې بايد ټول مرسته وکړي او له ښاغلي محمودي څخه يې هيله وکړه چې تر دې وړاندې يې شپږ عامه کتابتونونه جوړ کړي څو د کتاب راټولولو له پاره، د خپلې تجربې په مټ چې د کتابونو په راټولولو کې يې لري، د پوهنتون له عامه کتابتون سره هم مرسته وکړي.
احمدي وويل چې د خپلو ليکل شوو کتابونو له ډلې به د پوهنتون له عامه کتابتون سره د ۲۰۰ ټوکه کتابونو مرسته وکړي او سل ټوکه بېلابېل کتابونه به هم په راتلونکي کې ورکړي. احمدي همداراز له ياد پوهنتون سره ۵زره افغانۍ نغده مرسته هم وکړه چې ۵زره افغانۍ به هم په راتلونکي کې ورکړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه موږ ټول مسئولیت لرو چې پوهنتون ته کار وکړو په نيالګیو او ودانيو يې ښکلی کړو: ((له خپلې ژمنې سره سم په وردګو پوهنتون کې د احمدي په نامه علمي، څېړنیز او ښوونيز مرکز جوړوم له نورو خلکو هم هيله لرم چې هلته يو څه جوړ کړي که يې په خپل نوم جوړوي او که په بل نوم خو چې کار وکړي.))
حبيب وقار هم له مایار سره د پوهنتون د کتابتون له پاره د شل ټوکه کتابونو د مرستې وويل چې ژر به يې مایار ته تسليم کړي. د غونډې بل ګډونوال مجيبالرحمن محمودي هم وويل چې د پوهنتون عامه کتابتون ته به دېرش ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړي او ژمنه يې وکړه چې د سيداباد او جغتو د کتابتونو تر پيل کېدو وروسته به پوهنتون د عامه کتابتون له پاره پراخ کمپاين وکړي.
بنډار ته راغلي مېلمه محمد خالد شنیزي وويل، ټولنه داسې کسانو اړتیا لري چې ځوان وي، ځوان او غښتلی احساس ولري په خپلو خبرې کې يې وويل چې دوی د پوهنتون د کتابتون له پاره څو ولايتونو ته تللی او د پوهنتون له پاره يې کتابونه راټول کړي دي. نوموړي هم وويل چې پوهنتون له عامه کتابتون سره به د شل ټوکه کتابونو مرسته وکړي.
په پای کې د غونډې وياند په لاندې ښکلي بیت سره مشاعره پيل کړه
که وطن مې په وژنو ازادېږي
اول ما دی ځان منلی ما دې مړ کړي
په مشاعره د ځوانو شاعرانو په ګډون ماشومانو او نجونو هم برخه اخيستې وه چې غونډې ته يې لا ښکلا ورکړه. د يادونې وړ ده چې د غونډې په ګډون والو د محمودي له خوا ژباړل شوی کتاب چې نوی چاپ شوی (د ژوند وړوکي ټکي) ووېشل شو او دا چې په تېره غونډه کې پتييل شوې وه چې ځلاند وردګ به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي، خو د هغه د ناسوبتيا له کبله کره کتنه ونه شوه او ځوان شاعر شبيراحمد حليمي ژمنه وکړه چې راتلونکې غونډې ته به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړي.