راپور: حبیب وقار
کابل ادبي بنډار بیا هم د تېر په څېر خپله دوه اونيزه غونډه چې پرله پسې ۷۴يمه غونډه کېږي، قرغې ته څېرمه په غازي محمد جانخان منځني ښوونځي کې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۷مه جوړه کړه.
غونډه د مجيبالرحمن محمودي له خوا د سپېڅلي کلام په مبارکو ایتونو او د ماشومانو په ښايسته غږ کې په ملي سرود سره پيل شوه. د دې غونډې مشر انجنير محمدعارف رسولي او مېلمانه يې انجنير حسنالله حسن او سيفالرحمن سليمي وو.
ورپسې د غونډې د راپور ليکونکي مطيع الله همدرد د ناسوبتيا له کبله نصرتالله زيارمل ته بلنه ورکړل شوه چې د تېرې غونډې راپور وړاندې کړي. په تېره غونډه کې پتېيل شوې وه چې په هند کې د کرنې پوهنځي محصل محمدناصر بازون به د افغانستان او هند د وچو مېوو د توپیر او په هند کې د افغانستان د وچو مېوو د ارزښت په اړه معلوماتي پرېزېنتېشن وړاندې کړي.
ناصر بازون د افغانستان د کرنې، د کرنې د ارزښتونو، په هېواد کې د کرنې د سرچينو، د کرنې په برخه کې د هېواد لاسته راوړنې او د کرنې په برخه کې د خنډونو او ستونزو په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړل.
له معلوماتي پرېزېنتېشن وروسته ګل اغا احمدي ته د خبرو بلنه ورکړل شوه، هغه له بازون مننه وکړه چې ښکلی او له معلوماتو ډک پرېزېنتېشن يې وړاندې کړ، نور ځوانان يې هم وهڅول چې تحقیق وکړي او د بازون په څېر په زړه پورې معلومات راټول کړي.
احمدي همداراز زياته کړه چې کابل ادبي بنډار يوازې د شعر، شاعرۍ او نثر په اړه غونډې نه جوړوي هغه وويل: ((کابل ادبي بنډار، تل له خلکو سره د ټولنیزو ستونزو په اوارولو، د ښوونځيو د زده کوونکو هڅونه، د کتابتونو له پاره د کتابونو راټولول او داسې نورو برخو کې هم خپلې هڅې نه دي سپمولې.)) احمدي زياته کړه چې ژمنه کړل آسانه خو پوره کول يې هم لازمي دي چې له بده مرغه ډېری کسان يې نه پوره کوي، وړاندې يې وويل: ((له موږ سره په تېرو غونډو کې د وردګو د پوهنتون د کتابتون په اړه ډېرو کسانو د کتابونو د راوړو ژمنه کړې وه چې له نېکه مرغه يو شمېر کسانو خپله ژمنه پوره کړه او يو شمېر نورو بيا خپله ژمنه لا تر اوسه پوره کړې نه ده.))
احمدي له هغو کسانو چې د وردګو له پوهنتون سره يې د کتابونو د مرستې ژمنه کړې او ځای ته يې رسوی نه شي وغوښتل چې کتابونه کابل ادبي بنډار ته تسليم کړي زیاته يې کړه: ((کابل ادبي بنډار به په پوره امانت دارۍ سره ستاسې راوړل شوي کتابونه د وردګو پوهنتون ته ورسوي.))
ورپسې وريناوال د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد سميعالله حکيمي و. استاد حکيمي وويل، دا د وياړ ځای دی چې د پوهنتونونو زدهکوونکي مو دومره معلومات ټولوي او له خلکو سره يې شريکوي زیاته يې کړه: ((د بازون معلومات په زړه پورې وو، خو بايد چې ډېره خواري يې کړې وای او معلومات يې بشپړ کړي وای ځکه چې ځينې معلومات نيمګړي وو لکه، د کرنې پوهنځي استادان چې موږ اوس په دې پوهنځي کې ۹۰ استادان لرو او اوس مهال په دې پوهنځي کې يوولس سوه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.))
استاد حکيمي له کابل ادبي بنډار مننه وکړه چې د پوهنې د پياوړتيا له پاره کار کوي او نن يې د وردګو پوهنتون له پاره په سلګونو کتابونه راټول کړي دي. ژمنه يې وکړه چې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي هره مياشت خپرېدونکې مجله به هره مياشت سل ګڼې د وردګو پوهنتون کتابتون ته ورکوي.
له احمدي وروسته حبیب وقار د پرېزېنتېشن په اړه خبرې وکړې، له ناصر بازون يې مننه وکړه چې د هېواد د کرنې په اړه يې تر ټولو ښه او ګټور معلومات دوی ته وړاندې کړل هغه وويل: ((تر اوسه مې د هېواد د کرنې په اړه دومره په زړه پورې معلومات نه وو اورېدلي، دغه معلومات زموږ له پاره ډېر ګټور وو.)) وقار زياته کړه سره له دې چې پرېزنېتېشن ښه معلومات لرل خو هغه څه چې دوی ورته انتظار وو چې هغه د افغانستان او هند د وچو مېوو پرتله او په هند کې د افغانستان د وچو مېوو د ارزښت په اړه وو، په دې معلوماتو کې څه نه وو، يعنې په بشپړه توګه يوه بله موضوع وړاندې شوه هغه زياته کړه: ((له بلې خوا موږ بايد د پرېزېنتېشن او تحقيقي مقالې فرق وکړو. موږ په پرېزېنتېشن کې يوازې سرخط يا عنوان راوړو، نور ټوله موضوع خپله تشريح کوو او په اړه يې خبرې کوو خو دلته بازون، ټول معلومات د يوې تحقيقي مقالې په توګه وړاندې کړل چې زه دې ته يوه تحقيقي مقاله وایم.))
وقار همداراز وويل چې ځينې نومونه بايد سم وويل شي لکه په معلوماتي پرېزېنتېشن کې چې د پوهنځي نوم ((پوهنځۍ)) اخيستل کېده، نوموړي زياته کړه چې پوهنځی (د پوهنې له ځای) څخه اخيستل شوی او نارينه نوم دی نو بايد چې ((پوهنځی)) وويل شي.
انجنیر محمد عارف رسولي هم د بازون د پرېزېتېشن ستاينه وکړه، زیاته يې کړه چې پرېزېنتېشن له پروجکټور پرته يو لړ ستونزې لري: ((که چېرې نن پروجکټور وای دا پرېزېنتېشن به ډېر ښه وړاندې شوی وای؛ نو د کابل ادبي بنډار له پاره بايد يو پروجکټور هم واخيستل شي، زه خپله د پروجکټور له پاره سل ډالره مرسته کوم.)) رسولي زیاته کړه چې په معلوماتي پرېزېنتېشن کې د هېواد کرنه ښه تعریف شوې وه او رسولي د هېواد د کرنې اوسنۍ لويه ستونزه د اقلیم بدلون په ګوته کړ هغه وايي: ((په اوس وخت کې د هېواد د کرنې په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه د اقليم بدلون دی، اوبه د هوا د تودېدو له کبله چې واوره ژر ويلې کېږي کال په کال کمېږي.))
محمد عارف رسولي همداراز له کابل ادبي بنډار مننه وکړه چې نن يې دلته د وردګو پوهنتون له پاره د سلګونو کتابونو د راټولولو زمينه برابره کړې ده، هغه وويل چې له وردګ پوهنتون څخه بايد يو مرکزيت جوړ کړو، هلته علمي سيمينارونه او لويې غونډې ولرو.
په هند کې د ال انډيا راډيو د پښتو څانګې مسول سيد مخلص مخلص خوښي څرګنده کړه چې په داسې يوه غونډه کې برخه اخلي چې په هغې کې د کتاب ټولولو کمپاين روان دی مخلص زياته کړه: ((له اندازې ډېر خوشاله يم چې نن د وردګو ولایت پوهنتون لري او کابل ادبي بنډار د ياد پوهنتون له پاره د کتاب ټولولو کمپاين پیل کړی.))
د غونډې مشر انجنير محمدعارف رسولي د غونډې ارزولو له پاره دريځ ته وبلل شو. غونډه يې ډېره ګټوره وبلله، له شاعرانو يې وغوښتل چې د شعر تر څنګ نثر ته هم مخه کړي: ((زموږ ژبه اوس وخت کې نثر ته ډېره اړتيا لري، ځوانان بايد ډېر کار وکړي چې ژبه مو د نورو ژبو سياله شي.))
ورپسې مشاعره پيل شوه چې د ماشومانو په ګډون په کې ډېرو کسانو شعرونه واورول، د غونډې له ګډونوالو سيد مخلص مخلص ژمنه وکړه چې راتلونکې غونډې ته به خپله لنډه کيسه د کره کتنې له پاره وړاندې کړي.
ورپسې د وردګ پوهنتون رييس عنايتالرحمن مایار له کابل ادبي بنډار او ټولو هغو کسانو چې د پوهنتون له پاره يې کتابونه راوړي وو مننه وکړه، نوموړي زياته کړه چې پوهنتون اوس مسلکي کتابونو ته ډېره اړتيا لري چې ملګري يې بايد په اخستلو کې له پوهنتون سره مرسته وکړي.
له مايار وروسته مجيبالرحمن محمودي هم وويل چې د پوهنتون د کتاب ټولولو له پاره بايد په هره سيمه کې يو استازی ولرو، که څوک غواړي چې کتابونه ډالۍ کړي بايد په خپله سيمه کې يې د پوهنتون استازي ته وسپاري.
په پای کې راټول شوي شاوخوا ۷سوه بېلابېل کتابونه د وردګ پوهنتون ريیس مايار ته وسپارل شول چې لاندې کسانو راوړي وو: انجنير محمد عارف رسولي۴۵ ټوکه، ګل اغا احمدي چې تر دې وړاندې يې هم ۱۰۰ ټوکه کتابونه پوهنتون ته سپارلي وو، ۵۰ ټوکه کتابونه او ۲۵۰ټوکه بېلابېلې مجلې، حبیب وقار ۲۰ټوکه، عبدالله ۲ټوکه، امين الله عادل ۳۴ټوکه، محمودې تقوا ۵۷ټوکه، انجنير حسنالله حسن ۱۸ټوکه، د کرنې پوهنځي استاد سميعالله حکيمي ۱۰۰ټوکه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي مجلې وسپارلې.
همداراز لاندې کسانو ژمنه وکړه چې پوهنتون ته به راتلونکې غونډه کې کتابونه راوړي: شفيق جوهر ۲۰ټوکه، انجنير حسنالله حسن ۱۰ټوکه، سيفالرحمن سليمي ۱۰ټوکه، ګل آغا احمدي ۱۰۰ټوکه، نصرتالله زيارمل ۱۰ټوکه، د کليد مجلې مسول مدير لعل اقا شيرين هم غونډې ته احوال رالېږلی و چې د پوهنتون کتابتون ته به يو څه کتابونه ډالي کړي.
ياد پوهنتون ته تر دې وړاندې هم ۳۱۵۰ټوکه کتابونه لاندې کسانو ورکړي دي: انجنير نورحمن ۱۵ټوکه، خليلالرحمن حنيف ۲۰ټوکه، نجيبالله حسنزي ۲۰ټوکه، محمدنافع همت ۵۰۰ټوکه د کرنې پوهنځي مجلې، استاد مسعود حسنزي ۴۰۰ټوکه، نیک محمد محبي ۱۵۰ټوکه، ډاکټرمحبي ۱۰۰۰ټوکه او انجنير داوود هم ۱۰۰۰ټوکه ورته سپارلي دي.
غونډه د يوې لنډې دعايې په ويلو سره پای ته ورسېده.