راپور ليکونکی: خورشيد احمد فطرت
کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۵لمريز کال د چنګاښ د مياشتې په ۲۵مه د جمعې په ورځ خپله ۷۶يمه دوه اونيزه غونډه وکړه. غونډه د تېر په څېر قرغې ته څېرمه د غازي محمد جانخان مېنې په غازي محمد جانخان منځني ښوونځي کې وه. دا غونډه د شفا پوهنتون د استاد ښاغلي محمدالله جهيد په مشرۍ وشوه چې مېلمانه يې ښاغلی ګلاب الدين شریفي او د شفا پوهنتون استاد احمدشاه مایار وو.
جلال الدين اميد د الهی کلام په سپېڅلو ایتونو سره غونډه پيل کړه چې ورپسې ماشومانو په ښکلي غږ کې ملي سرود وړاندې کړ.
د احمد پتيال د ناسوبتيا له امله د تېرې غونډې راپور نصرتالله زيارمل وړاندې کړ. په راپور حبیبوقار خپل نظر وړاندې کړ هغه وويل چې پتيال نوی راپور ليکونکی دی او دوی تمه ترې لري چې يوه ورځ به تر ټولو ښه راپور وليکی شي. وقار زياته کړه چې راپور او بله هره ليکنه بايد يو ښه عنوان ولري، ليکدود ته يې ډېر پام وشي، ليک نښې په کې مراعات شي وقار وړاندې وويل: “پتيال په راپور کې پاراګرافونه په سمه توګه نه و پرې کړي، په داسې توګه چې يو ځای کې به کامه راغلې وه هلته به پاراګراف پرې شوی او سرخط به پيل شوی و. بله دا چې پتيال د کسانو د خبرو مهم ټکي نه و را اخيستي ان دا چې د ډېرو کسانو د خبرو يې هېڅ يادونه هم نه وه کړې.”
وقار وايي چې موږ تل بايد هڅه وکړو چې د نورو ژبو کلمات هغه وخت وکاروو چې خپل نه لرو، کله چې خپله کلمه لرو حق نه لرو چې د بلې ژبې کلمه را واخلو. هغه د بېلګې په توګه (بخش) ياد کړ چې په راپور کې خورا ډېر کارېدلی و وقار وايي: “که د (بخش) په ځای برخه او يا هم څانګه وکارول شي ډېر ښه دي ځکه چې دا مو خپلې کلمې دي او د بلې ژبې کلمې هغه وخت را اخلو چې خپل نه لرو.”
د غونډې بل ګډونوال نصرتالله زيارمل هم د راپور په اړه خبرې وکړې هغه ځينې وړاندیزونه لرل ويې ويل: “که د غونډې راپور ليکونکی داسې يو څوک وي چې هرې غونډې ته راشي، ناسوب نه وي او خپل مسوليت پوره کړای شي ډېره به ښه وي. بله دا چې که راپور داسې يو څوک وليکي چې يو څه په راپور ليکلو کې وړتيا ولري، په ادبياتو پوه شي، دا به زما په نظر ډېر ګټور وي.”
د زيارمل د وړانديزونه په اړه وقار وويل چې کابل ادبي بنډار تل هڅه کړي راپور په نويو کسانو وليکي، ځکه چې نوي کسان بايد يو څه زده کړي که يو ځل يې خراب کړي بل ځل يې خامخا سم ليکي.
د راپور په اړه جلال اميد هم خپل نظر وړاندې کړ، اميد وويل، له مشرانو ليکوالو ګيله لري، په دې چې دوی د خپلې ژبې له پاره کار نه کړي هغه زياته کړه: “که زموږ مشرانو د ژبې له پاره کار کولای نو اوس به مو ژبه ډېر مخکې وه، ځکه چې زه ډېر پېژندل شوي لیکوال او څېړونکي وينم چې په لوړو پوستونو کار کوي خو مکتوب او اداري کارونه په خپله ژبه نه کړي.” هغه وړاندې وويل چې د کابل ادبي بنډار غونډې راپور په چاپي مطبوعاتو او وېبپاڼو کې هم خپرېږي نو بايد داسې يو کس يې وليکي چې د دې بنډار وړتيا هم تر پوښتنې لاندې نه وي راغلې اميد وايي: “دا تېر راپور په ښه ډول نه و ليکل شوی، زه فکر کوم څنګه یې چې لنډ نوټ په کتابچه کې اخيستی و همغه يې کمپيوټر ته رسولی و او بس.”
دا چې په تېره غونډه کې ذبيحالله ايمان ژمنه کړې وه چې د کره کتنې له پاره به غزل راوړي خو د هغه د ناسوبتيا له کبله کره کتنه ونه شوه او په راپور پسې د غونډې وياند خورشيداحمد فطرت په يوې ښکلې څلوريزې سره مشاعره پيل کړه چې د تنکيو ماشومانو په ګډون ډېرو کسانو خپل شعرونه وړاندې کړل.
په پای کې د غونډې مشر استاد محمدالله جهيد غوڼده و ارزوله. دا ډول غونډې يې ګټورې وبللې زیاته يې کړه چې که د غونډې موقعيت لږ په مرکزي سيمه کې وای نو دوی به هر وخت په غونډه کې ګډون کړی وای هغه وړاندې وويل: “انسان يو اجتماعي مخلوق دی، موږ په اجتماع کې اوسېږو نو؛ بايد چې په داسې غونډې کې برخه ولرو، له يو بل سره همکار و اوسو او تل يو بل ته لاس ورکړو.” جهيد د وردګ پوهنتون د کتابتون له پاره د کابل ادبي بنډار د کتابونو کمپاين وستايه او ژمنه يې وکړه چې بلې غونډې ته به د وردګ پوهنتون له پاره له خپل توان سره سم کتابونه راوړي. په پای کې ګل اغا احمدي ژمنه وکړه چې راتلونکې غونډې ته به خپله لنډه کيسه د کره کتنې له پاره راوړي او له ټولو هغو کسانو يې د کتابونو د راوړو او خپلې ژمنې د پوره کېدو هيله وکړه چې له وردګو پوهنتون سره د کتابونو ژمنه کړې وه، غونډه په يوې لنډې دعايې سره پای ته ورسېده.