شفیق امیرزی
ارواپوهنې په دې وروستیو کې ډیر پرمختګ وکړ، خو له دې پرمختګه ځينو ښه ګټه ترې پورته کړه ځينو منفي ګټه ترې واخیسته، د ارواپوهنې له ښو نظریو یا تیوریو داسې کار واخیست چې لاره یې روکړه کړه او دومره یې پر ځان عملي کړل چې خپله رښتنې څیره یې ترې هیره شوه.
هغوی داسې کسان وو چې د قدرت په لټه کې وو، دوی غوښتل چې له نورو بیل شخصیت او وړتیا ولري خو دوی به په رښتنې نړۍ کې داسې کوم کار نه شوی کولی نو ځکه یې د خیال نړۍ ته پناه یوړه او په خپلو خیالونو کې یې ځان ته داسې شخصیت جوړ کړ څنګه یې چې زړه غوښت، د ارواپوهنې ډیرې مطالعې په ډیرو خلکو بیلې اغېزې وکړې، له هر چا یې یو څه جوړ کړل هغه کسان چې پر ځان یې باور نه لاره ځان ورته هیڅ ښکارېده خو اوس په یو څه پوه دي او پوهېږي چې کولی شي یو کار وکړي، په پوره ډاډ او وړتیا خپلو دندو ته ادامه ورکوي، خو سره له ښو ګټو ځینو له ارواپوهنې دومره ګټه واخیسته چې خپله اصلي څيره یې له ځينو هنرونو په استفادې پټه کړه، د سمو او کوټو زرو تر منځ د بیلتونه کرښه یې پيکه کړه او خلک یې اړه کړل چې په مسو هم د زرو ګمان وکړي.
پخوا چې زموږ ټولنه له علم او فن سره هومره آشنا نه وه، نو شخصیتونو به په نورماله وده کوله هر چا به کوښښ کاوه چې د ټولنې له حالاتو سره سم خپل شخصیت ته وده ورکړې، او له بلې خوا هغه کس چې به په نورماله توګه له ټولنې ښېګڼې واخیستې ټولنې ته به ښکاره وو او په ټولنه کې به یې خپل ځای لاره، خو اوس داسې نه دي یو کس پرون ډیر بې باوره او د ټیټ شخصیت خاوند وي خو نن ځان داسې ښایې لکه پاکه پرښته، هیڅ ګومان به و نه کړې چې دا کس به داسې یو منفي خوی ولري او یا یې لاره، ځکه دی د ارواپوهنې د وړتیاوو په کارولو توانېدلی چې خپلې نیمګړتیاوې ډيرې په سپین سترګۍ پټې کړې، ډېرو به لیدلي وي چې په دفترونو او نورو ادارو کې داسې کسان وشته چې په لومړي ځل لیدو یې په بې سوادۍ او کم پوهۍ پوهیږو خو بیا هم هغه لویو دندو او منسبونو ته رسېدلي دي، کیدای شي موږ ته پوښتنه پیدا شي چې دا زه خو تر هغې پوه او وړ کس یم یا پلانی تر دې وړ کس دی نو ولې بیا داسې موقف ته هغه رسېدلی او موږ نه، هغه ځکه چې ده یو هنر یې کارولی دی، له تکړه کسانو یې تقلید کړی د لویو خلکو خبرې یې زده کړې دي، او خلکو د غولولو په چل ښه پوهیږي، داسې کسان کولی شي په خپلو خبرو کې ډیر تیز او تکړه وي خو په عمل کې بیا هومره خوندور نه وي.
د دې کسانو دوه زیانه دي په ټولنه کې، یو زیان یې ځان ته دی او یو زیان یې نورو ته دی، ځان ته یې دا زیان دی چې دا کس په خپل وجود کې له ځينو کشمکشونو سره مخ دی لکه دا چې هر ځای پخپل کاذب شخصیت ټنګ ولاړ وي کله چې یوازې شي نو د خجالت او دروغجنۍ احساس کوي، دوی په ظاهره په ځان ښه ډاډه دي خو په زړه کې پوهیږي چې زه څومره یم.
ارواپوهان وايي چې داسې کسان ډیری وخت ځان وژنه کوي، هیره دې نه وي چې ځينې ارواپوهان هم همدا ځانګړنه لري، دوی له ارواپوهنې په ګټه اخیستو د دې وړتیا لري چې ځینې خپل نني(داخلي) کمزورتیاوې او ځينې خپلې ناوړه کړنې پټې کړي. دا کېدای شي اخلاقي کمزورتیاوې وي یا نور څه خو ډیر خلک شته چې خپلې کمزورتیاوې پټولی شي.
خو نورو ته د دې خلکو زیان دا دی چې په ټولنه کې رښتني استعدادونه نه ښکاره کېږي، داسې هم ویلی شو چې د استعدادونو د مړینې سبب کېږي، آن تر ډيره داسې کېږي چې رښتني شخصیتونه له منځه ځي او یا د ذهني فشارونو له امله خپلې وړتیاوې و بایلي، بله دا چې کارونه نا اهلو ته سپارل کېږي. وړ کسان چې کله ټیټ کسان تر ځان پورته وویني هغوی دا فکر کوي چې ګواکې په ټولنه کې دوی کوم ځای نه لري، د وړ کسانو پيژندل او پيدا کول په داسې ټولنو کې ډير ستونزمن وي، دې کسانو د وړ کسانو ځای نیولی دی نو په دې توګه کارونه په سمه توګه مخ ته نه ځي.
د کاذبو شخصیتونو پر مخ د دروغو یو نقاب خور دی هغوی خپله رښتنې څيره پټه کړې ده، نو پر دوی هومره باور نه دی په کار له هغوی باید دومره توقع نه لرو، هغوی د غوړه مالۍ په زور ځینې کارونه کوي خو کړنې یې تل پاتې نه دي یوازې مهالني فعالیتونه کوي چې ګټې یې خوندي وي.
کاذب شخیتونه لکه څومره چې ځان متمدن او پوه ښیي هومره نه وي، د بېلګې په توګه په وړو خبرو پسې ګرځي تر معنی کلمات ډير ورته مهم وي، هغوی مستقل فکر نه لري، هر ځای خپل فکر هغو کسانو ته سپاري چې د دوی ګټې ورسره خوندي دي، او تر هغه پورې د هغوی په چوپړ کې وي څو یې چې نوې سر چینه نه ده پیدا کړې.
د کاذب شخصیت د پیدا کېدو یو عامل کېدای شي له حقارت وروسته جبران هم وي، ځکه دوی له دې مخکې تر سخت فشار لاندې دي هر چا توهین کړي خو اوس غواړي خپل دا دا غچ له ټولنې واخلي، په ادارو کې د استخدام د برخې یوه دنده دا ده چې د خپلو نوو کارکوونکو رواني اړخ وڅېړې چې رښتیا د هغوی شخصیت دی داسې او که یې ښيي داسې.
هله به مو ټولنې ته دوه ګټه رسولې وي، یو دا چې رښتنې استعدادونه به مو نمانځلي وي وده به مو ورکړې وي، او بله دا چې د کارونو د ښه پر مخ بېولو لپاره به مو لاره هواره کړې وي.
[review]
You also might be interested in
ژباړن: حامد احمدزی یو ستړی مسافر چې ډیر ستړي مزلونه[...]
ژباړن: حمیدالله حمیدي ۱- د خلکو په کارونو کې ځان[...]
د نړۍ په ټولو ژبو کې کوښښ شوی چې د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی