لومړی برخه
ژباړه: قاسم امیری
د کاریزما کلمه د یوناني (خاریسما) څخه اخېستل شوې چې د ذاتي جذابیت په مانا ده، د خارېسما لفظ په تيرو وختونو په تېره بیا شلمه پېړۍ کې لږ خو د دوه معینو معناګانولپاره کارول کيده: لومړی د هغو کسانو ظاهري جذابیت ترې مطلب وو چې د دنیوی خصلت او منشاء لرونکي وو او جذابیت یې هم تر ډیره کسبي بلل کيده، دوهمه مانا یې د موهبتي جذابیت او جلال څخه وو چې دوی ورته د خدايی ښکلا یا آسماني جذابیت په اطلاق متفق نظر وو چې منشاء یې تر ډیره فطری بلل کیده.
د شلمی پیړۍ له نیمایي را پدېخوا د (کاریزما) کلمه په ټولنیزو او سیاسي ادبیاتو کې په تېره بیا د سیاسي مطرحو څيرو په توصیف کې ډېره وکارېده، پدې موده کې د (کاریزما) کلمه په توصیفي ادبیاتو کې د هغو څېرو لپاره وکارول شوه چې جذابیت یې په خلکو کې ژورې ريښې غځولي وی پرته لدې چې د کرکټر بعد یې مثبت یا منفی وارزول شی.
آلماني حقوق پوه، سیاستوال، تاریخ پوه او ټولنپوه ښاغلي (ماکس وبر) د (کاریزماټیکي اقتدار) د طرح په جوړولو سره د دې کلمی ترویج لاپسې زیات کړ.
کاریزما تاسو ته څه ګټه رسولی شي؟
د یوې شېبې لپاره فکر وکړئ چې ستاسو ژوند به څنګه وي؟
کله چې تاسو یوې کوټې ته د ننه کیږئ، په کوټه کې ناست نور کسان بلافاصله ستاسو د خبرو د اورېدو لپاره میل پیدا کوی او غواړي تاسو د خپل ځان سره همغږي او په طبعه جوړ ومومي، دا د کاریزماټیک کسانو د ژوند سبک دی. کاریزما د دې سبب کیږي چې نور ستاسو ملګري اوسي، په تاسو باور وکړي او له تاسو وغواړي چې ستاسو تر رهبری او قیادت لاندې کار وکړي. همدا ځانګړتیاوې دي چې تاسو ته درښیي چې: آیا تاسو یو رهبر یاست که د نورو تر رهبریت لاندي؟ ستاسو هیلې حقیقت مومي که یواځې هیلې پاتې کیږي؟ یا دا چې ستاسو پروژه به په بریالیتوب سرته رسېږي که نه؟
مهمه نده چې تاسو ورسره خوښ یاست یا ناخوښ اما؛ همدا کاریزما ده چې د پرمختګ سبب کیږي، همدا کاریزما ده چې نور کسان د هغو چارو سرته رسولو ته اړ باسي چې تاسو یې تمه کوئ. په کاري چاپېریال کې هم د کاریزما درلودل ډېر مهم او حیاتي ګڼل کیږي. مثلا: که چېرې تاسو غواړئ پخپل کارنځی کې پرمختګ وکړی یا دا چې د یوې نوې دندې لپاره مو نوم لیکنه کړې وي او لاس ته راوړولو لپاره یې هڅه کوی. څیړنې او موندنې ښیي چې کاریزماټیک کسانو د خپلو دندو په درشل کې ښې نمرې او امتیازونه ګټلی او د خپلو مافوق او ماتحت مدیرانو لخوا اغیزمن کسان په ګوته شوي او ستایل شویدی.
کاریزماټیک کېدل د مطلق بریالیتوب یا شتمن توب په مانا ندی، همدارنګه کاریزماټیک د خپل مینځي اړیکو یا د چاپېریال تر پوښښ لاندې راوستلو خاص طرز هم نلري بلکه کاریزماټیک کېدل یو لړ خاص ځانګړتیاوې دي.
ځینې کسان پخپلو کړنو سره زمونږ په زړونو کې د مهم والی احساس راټوکوي.
ځینې کسان پخپلو کړنو سره زمونږ په زړونو کې د خاص والی احساس راټوکوي.
ځینې کسان چې کله یوې ناستې یا مجلس ته د ننه کیږي، د ټولو پام ځانته وراړوي.
ځینې کسان په غیر شعوري ډول او د خپل عادت له مخې یو لړ داسې اعمال ترسره کوي، چې نورغواړي له دوی سره خپل وخت تېر کړي، د دوی د پام وړ وګرځي، له دوی سره خبرې وکړي او یا لږ تر لږه د دوی تر څنګ پاتې شي.
کاریزما څه ته وايي؟
کاریزما په اصطلاح کې هغو کسانو ته ویل کېږي چې د نورو په اند د رهبریت وړ وي، دا اصطلاح غالبا په سیاسي علومو او ټولنپوهنه کې کارول کیږي او په هغو کسانو اطلاق کیږي چې پخپلو شخصي وړتیاؤ سره پخپلو پلویانو کې ژور نفوذ کولی شي او پدې ترتیب سره ځان د دوی د پام وړ وګرځوي.
اما ښه خبر دا دی چې: کاریزما یوه ذاتی او اکتسابی خصیصه ده، که تاسو کاریزماټیکي ځانګړتیاوې لری؛ کولی شی هغه ځانګړتیاوې پیاوړې کړی او خپل کاریزماټیکی شخصیت ته لا ځواک ورپه برخه کړئ، خو که چېرې کاریزماټیک نه یاست؛ کولی شئ کاریزماټیک شی او هغه هم ډېر هوسا…
بریالي کسان یواځې بریالی عادتونه لري، همدارنګه کاریزماټیک کسان هم یواځې کاریزماټیکې ځانکړي عادتونه لري.
کاریزماټیک شخصیت هغو کرکټر ته ویل کېږي چې د ځینو خاصو ځانګړتیاؤ په لرلو سره د نورو لپاره بېلګې ګرځېدلي او حتی کولی شي د نورو لپاره الهام بښونکي اوسي. کاریزماټیکي کسان کولی شي پخپل قدرت سره نور جمیعت تر خپل اغېز لاندې راولي او دوی خپل ځانته ته جذب کړي.
وبر؛ کارېزما داسې تعریفوي: د یو رهبري شخصیت هغو ځانګړتیاؤ ته ویل کیږي چې په نورو کې نه تر سترګو کېږي. کاریزماټیک چې یو ډول استثنایي جاذبه بلل کېږي د رهبری یا مدیریت یو ډول دی، کاریزماټیک انسان پخپلو وړتیاؤ سره خپل پلویان ځانته رابولي، دا وړتیاوې تر ډېره فردي دی او په فرد پورې تړلې تعهد سره په نېغه اړیکه لري. پدې ډول د رهبری دا اړیکې له هر ډول مالي پاداش او فشار پرته پالل کیږي.
که تاسو د یوې ډلې رهبری په غاړه لری یا دا چې غواړئ رهبر شئ، نو په کاریزماټیکي ځانګړتیاؤ سنبالښت درته بې ارزښته ندی. څېړنو ښودلې چې د کارېزماټیک مدیر تر مدیریت لاندې کسانو کړنې د نورو په نسبت اغېزمنې او منظمې وې، دوی د هغو کسانو په نسبت ډېر بریالي وو چې د یو پیاوړي خو غیر کاریزماټیک مدیر تر مدیریت لاندې یې کار کاوه.
د وارټو پوهنتون پروفیسور (رابرت هوس) وایی: “د یو مدیر کاریزما د دې سبب کېږې چې د ده تر لاس لاندې کارکوونکې د نوموړي موخې جدي ونیسي او د لاس ته راوړلو لپاره یې کوټلې هڅې وکړې، د موخو د لاس ته راوړلو لپاره له تمې زیات زیار وباسي”
یو پلورونکی کولی شې د خپلو همکارانو په پرتله ۵ برابره زیات جنس وپلوري، چې دا یواځې د کاریزما په مټ امکان لري، دا کاریزما ده چې په لږه موده کې سترو موخو ته لاره هواروي.
د کاریزماټیک شخصیت درلودل د بریالی مدیرکېدو سره مرسته کولی شي، خو د کارېزماټیک شخصیت درلودلو لپاره د ځینو ځانګړتیاؤ شتون ته اړتیا شته چې په لاندې شرح بیان شویدي.
۱: غږ
ښایي درته حیرانوونکې وي اما ستاسو غږ په تېره بیا په لومړي ځل ستاسو په مخاطب اغيز پریږدي، او تر یوې کچې ورسره مرسته کوي چې ستاسو مخاطب ستاسو د شخصیت او کرکټر په اړه مقدماتي پېژندګلوی ترلاسه کړي. قاطع او صلابت لرونکی غږ ستاسو په کاریزماټیک والي دلالت کوي. ستاسو د خبرو لحن او ستاسو په غږ کې پروت ریتم او موج په اورېدونکې اغېز کوي چې تاسو جذب یا دفع کړي. نو چې هر څومره د متکلم غږ ښایسته او جذاب وي؛ هغومره به اورېدونکي ځانته جذبوي، چې هر څومره قاطع وي؛ هغومره به په مقابل لوري د حاکمیت اغېز کوي او چې هرڅومره ملایم وي؛ هغومره به مقابل اړخ ته د متقابلې مفاهېمې لپاره هيله ورکوي، بالآخره چې هر څومره خشن او مغضب وی؛ هغومره به مخاطب ترې بېزاره کېږي.
۲: تجسم
د انځورګری او تصویر جوړونې وړتیا تاسو سره مرسته کوي چې پخپلو پلان شویو کارونو کې بریالی اوسئ. په نهایت کې همدا ځانګړتیا ستاسو په کاریزماټیکي شخصیت دلالت کوي. د هغو کارونو په اړه تصور او تجسم چې په راتلونکې کې یې د اجراء هوډ لری؛ تاسو سره مرسته کوي چې په بشپړ دقت او درایت سره ورته پلانګذاری وکړئ او د ممکنه ننګونو د مخنیوي لپاره یې وار له مخې لازمې تابیاوې ونیسئ.
۳: کاریزماټیکي ثبات
کاریزماټیک کسان پخپلو پریکړو کې ثابت قدمی ساتي او د ستونزو په وړاندې په پوره مېړانه درېږي، دوی پخپلو بریاؤ باور لري او بریا ته د رسېدو لپاره د موانعو په وړاندې مبارزه موخو ته درسېدو یواځینۍ لاره بولي. دوی له یو ښاخ څخه بل ښاخ ته الوتل نه خوښوی بلکه پخپلو هڅو کې ثبات خوښوی او د سختو لارو مزل د یو راتلونکی هوسا سفر پیلامه بولي.
۴: خلاقیت او فن آوري
کاریزماټيک کسان د پورته دری ګونو خصلتونو تر څنګ دا ځانګړتیا هم لري چې په خلاقیت باور لري او د پرمختګ لپاره هڅه کوي، کاریزماټیک کسان د نویو پرمختګونو په اړه ځان پوهوي او حتی الامکان هڅه کوي چې ترې اغيزمنه ګټه پورته کړي. کاریزماټیک کسان د نویو سهولتونو څخه د لا پرمختګ په هیله ګټه پورته کوي او پرمختګونه د انساني هڅو پایله بولي.
کاریزما کوډې او سحر ندی بلکه داسې لارې چارې دي چې زده کېږي او زده کړه یې هوسا ده.
د لومړۍ برخې پای – دوهمه برخه هم لري