لیکنه: معصوم جان معصومي
انسان په هر حالت کې نیمګړی دی یعنې که یو څوک ووایي چې زه په تول پوره یم او هیڅ کمی نلرم خو څوک یې ورسره نه مني او په ورځنیو چارو کې به ډیر له داسې ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شي چې د خپل ورور، پلار، دوست، ټولګیوال او یا…څخه به مرسته وغواړي مقصد مې دا دې چې هیڅوک په دې نړۍ کې داسې نه دي پیدا شوي چې هر څه پخپله وکړي یا د یو کار لپاره خواري او زحمت ونه ګالي ځکه انسان که الله تعالی د عبادت لپاره پیدا کړی دی او په څنګ یې د ژوند کولو بې ساري امکانات برابر او زیات نعمتونه یې پرې لورولي دي دا ددې لپاره چې بني ادم یو ټولنیز مخلوق دی او ددې ټولنیز والي یو لامل یې دا دې چې انسان د هرې ورځې او شپې په جریان کې انرژۍ ته اړتیا لري، باید خوراک او څښاک وکړي او دا د انسان د ژوند تر پای پورې یو دوامداره عمل دی ددې عمل د پایښت لپاره په ټولنه کې نر او ښځه مکلف دي چې کار وکړي، زحمت وګالي تر څو ددغه کار او زحمت مثبته پایله لاس ته راوړي.
موږ او تاسې په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د نړۍ نورو ټولنو ته نسبت له پرمختګ څخه شاته پاتې یوو او دا شاته پاتې والی په دې مانا نه دې چې موږ د نورې نړۍ د انسانانو څخه په مټو، د بدن په نورو اندامونو کې کم یو بلکې لامل یې زموږ زیاتې خپل منځي جګړې او شخړې دي ځکه موږ لومړۍ د یو موقف او قدرت په لټه کې شوي یوو، چې ددې موقف او قدرت څخه زموږ دوښمن مثبته ګټه اخیستې ده خو داسې هم نه ده چې موږ د موقف او قدرت پسې ونه ګرځو مګر که د نړۍ هیوادونو ته فکر وکړو هغوی هم زموږ په څیر د ډیرو کورنیو او بهرنیو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شوي دي خو هغوی بیا دا درک کړیده چې څنګه له خپلو ترخو تجربو څخه ګټه واخلي او د راتلونکې لپاره کومه لاره غوره کړي چې په واسطه یې د خپل هیواد او ولس لپاره یو قوي بنسټ کیږدي؟ او موږ هم د خپلو ترخو تجربو څخه ګټه نه ده اخیستې بلکې تر نن پورې له لویې بدبختۍ سره مخامخ شوي یو خو داسې هم نه ده چې موږ د تل ترتله بدبخته واوسو! د ژوند وروستۍ نیټه نه ده معلومه؛ چې ناست تر زنې کینو، څو چې دا دنیا وي او ژوند به هم همداسې روان وي نو د ژوند د پایښت لپاره پکار ده چې د کار او عمل لپاره سر له نن څخه بیا تصمیم ونیسو ، تکل وکړو او په عمل کې یې هم ثابته کړو خو څنګه کار او عمل؟ ځواب ډیر ساده او اسانه دی…ساده او اسان پدې دی چې موږ خپله خاوره او وطن لرو بیا دولت او حکومت لرو او دا حکومت د خلکو څخه جوړ دی او د خلکو لپاره جوړ دی د خلکو لپاره پدې مقصد جوړ دې چې خلکو ته به کار او خدمت کوي نو بناءً اوسنی یا راتلونکي حکومتونه دې د دولت او ولس تر منځ د بشپړه همغږي او همکاري ایجاد کړي، دولتي چارواکي د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره هر سهار د فتر ته نه راځي بلکې یو ملي مسؤلیت د درک کړي، د خلکو او وطن حق د وپیژني، په صداقت او ریښتینولی سره د کار وکړي او په عمل کې یې ثابته کړي چې څومره ښه کارونه او اجرات یې ټولنې ته وړاندې کړیدي، همدا راز فساد د ختم کړل شي، سیاست او اقتصاد کې د له صداقت او وطن دوستۍ څخه د کار واخیستل شي، په پوځي برخه کې له لوړ پوړو چارواکو څخه نیولې تر سرتیري او عسکر پورې د هیواد، ولس او خدای لپاره د خپلې دندې اجرا کړي، دولت د خلکو سره په اړیکه کې شي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، خلکو ته د تعلیم او زده کړې زمینه برابره کړي، کوچنۍ او لویې پرمختیایي پروژې د تطبیق لاندې ونیول شي تر څو زیات خلک په کار بوخت شي او ولس د هم پرته له شخصي موخو څخه له دولت سره همکار شي داسې همکار چې امنیت راشي، د جنګ ګراف را کم شي او په دولت کې د فاسدو چارواکو خلاف خپل غږ پورته کړي د هغوی د ملګرتیا په ځای د ورسره دوښمني وکړي تر څو فاسدین کمزوري شي او له منځه ولاړ شي، د دولت ښه کارونه د وستایل شي او بدو کارونو اړوند د اصلاح غوښتنه وشي او هغه د وغندل شي او داسې نور…
له پورته یادونو څخه چې را لنډې مو کړې خو که زموږ سیستم له ولس څخه تر دولت او حکومت پورې؛ له دولت او حکومت څخه تر ولس پورې منظم او همغږی نه شي او پوره باور او ریښتینولي پکې رامنځته نه شي نو پرته له شکه موږ به له موجوده حالت څخه بد حالت ته ځو نو ددې لپاره چې موږ د نورې نړۍ په څیر پرمختګ وکړو په کار ده چې هر څوک خپل مسؤلیت وپیژني او د خپل مسؤلیت له مخې د ملي مسؤلیت او احساس له مخې کار وکړي او د ډیرو خبرو په ځای عمل وکړي ځکه ژوند ټول عمر په مفتو کې نه دی او نه ژوند تل درڅخه سوالګري غواړي، ژوند له هرې ژوندۍ ساه څخه کار، زحمت، خولو تویول او ستونزې په ځان ګالل غواړي او داسې خواري او زحمتونه چې پایله یې د ترقۍ، د ښیرازۍ او د ښې راتلونکې په مقصد وي نه د جنګ او وژنو په مقصد او بس.
تاریخ: ۱۳۹۵/۷/۲۸