ژباړه: نصيراحمد شګيوال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوسنی وخت د ژوند لپاره ډير چمتو دی. ځکه پخوا د هدف رسيدو لپاره داسې اسانتياوو شتون نه درلود، خو کيدای شي د بشر د تاريخ په لړ کې هم د اړتيا او کره هدف لپاره انسانانو هڅه نه کوله. اوس کارونه او هدفونه ډير او په زړه پورې دي؛ چې په ټاکنه او ترسره کولو سره يې ژوند روښانه کيږي.
که تاسو هم د نورو خلکو په څير پدې موده کې و اوسئ ډير کارونه پر وړاندې لرئ؛ چې وخت هم درسره ياري نه کوي، يو به مو پای ته نه وي رسولی؛ چې بل نوي سره مخامخ کيږئ، نو ځکه له کارونو څخه مخ اړوئ، نظم مو بدلون مومي او له برنامې څخه وروسته پاتې کيږئ.
له دې سره به په هر ذ وخت کې، تاسې و توانيږئ چې د کارونو د سرته رسولو لپاره بيړنی فکر وکړئ تر څو ژر تر ژره يې پای ته ورسوئ او ستونزه مو حل شي، همدا کړنه ستاسو د برياليتوب لامل دی.
که يو انسان وکولای شي، دا عادت په ځان کې را پيدا کړي؛ چې اړين کارونو ته لومړيتوب ورکړي او ترسره يې کړي، نو د هغه مهندس څخه به هم يو ګام بری وي؛ چې نقشه جوړوي او بيا يې عملي کوي.
لک څنګه؛ چې وايي: که مو توان وي کار په سهار کې پای ته رسوئ، ځکه د نن ورځې کار سبا ته پريښودل په تاسې کې تنبلي منځ ته راوړي او اسان کار ته به مو زړه نه کيږي، له ژوند څخه به ستومانه ياست او بری به نه مومئ.
په اصل کې به ستاسو کار په خپل وخت کې ترسره کيږي نور کارونه به مو په تمه وي ژوند به مو تاثيرناک او خنډ به پکې کم وي.
پخوانی متل دی چې وايي:
لومړی هغه کار تر سره کړه چې ډير ستونزمن وي! .
يو سړی په دښته کې روان وه، منزل او مزل يې ډير اوږد وه، په يو ځای کې ستړی شو د ستړيا له منځه وړلو لپاره ديوې تيږي تر څنګ کيناست، سر يې په تيږه کيښوده ناڅاپه پرې خوب تيری وکړ او سترګې يې پتې شوې خپل اوږد منزل ته د نه رسيدو او کمزورۍ خوب يې وليد سمدواره راويښ شو او په سوچ کې لاړ، خو په اند کې يې د ټينګ هوډ او مپبت اړخ په لرلو سره خپل هدف ته دوام ورکړ او له کړاوونو وروسته يې هدف ته ځان ورساوه.
هر کار هوډ او ارادې پورې تړلی دی. هر کار له ځانه سره پټ اړخيز مسايل را نغاړي. هغه څوک بريالی دی؛ چې د کار هر اړخ تر څيړنې لاندې ونيسي او بيا يې معتبره او اړينه برخه را برسيره کړي.
هغه کار ښې پايلې درلودلای شي؛ چې په تجربو او غور سره تر سره شي.