سنډبلسټنګ هغه میتود دی چې د کانکریټو له ښکاره سطحو څخه د رنګ یا ښکاره ډکوونکو موادو په رالرې کولو سره دیوالونو ،پایو او فرشونو د سخت شوو کانکریټو د سطحې د هوارولو لپاره کاریږي.د سنډ بلسټنګ رنج له منځلو نیولي تر ژور پرې کولو (deep cutting) پورې نیول کیږي چې تر 2 cm پورې ډکوونکي مواد راښکاره شي.
د کانکریټو د سنډ بسلټنګ وسایل .Concrete Sandblasting Equipment
د بلسټنګ لپاره غوښتل شوي وسایل کیدای شي نظر مشخص شوي پرې کولو ژوروالي ته سره فرق ولري.
که ضرورت وي چې سطحه معمولې رالرې شي نو بیا کیدای شي سنډبلسټنګ په ډول وسایلوترسره شي .
خو سره له دې هم ،که غوښتل شوې سطحه نسبتا ژور پرې کول غواړي ،نو بیا د د سنډبلسټنګ کولو لپاره د وسایلو ظرفیت ډير مهم دی .
د سنډبلسټنګ لپاره د غوره شوي هوا کمپریسور په لاندې ډول دی .
1) د هوا د کمپریسور د نوزل ظرفیت لپآره مشخص شوې اندازه . 8.5 m3/min
2) د هوا د کمپریسور په نوزل کې ترټولو کم فشار لپاره مشخص شوې اندازه 0.62 MPa
3) د هوا د کمپریسور د نوزل دننې قطر لپآره مشخص شوې اندازه 9.52mm
4) د هوا د کمپریسور د د نوزل دباندني قطر لپآره مشخص شوې اندازه 38.1mm
د سنډ بلسټنګ لپاره مناسب وخت . Suitable Time for Sandblasting
د کانکریټو د سطحې بلسټنګ لپاره مناسب وخت یوه اقتصادي پوښتنه ده .خو ښکاره ده چې د کانکریټو له اچولو وروسته له 24 تر 72 ساعتونو په موده کې د کانکریټو د سطحې پرې کول اسانه وي .
د کانکریټو د سنډبلسټنګ لپاره پروسیجر .Procedure of Sandblasting Concrete
1) ددې لپاره چې د سنډبلسټنګ د عمل د اجرا کولو پروخت د د زیان مخه ونیول شي یوشمیر تدابیرو ته ضروت دی .د بیلګې په ډول ټول هغه اجسام د کانکریټو له سطحې رالرې شي کوم چې لرې کیږي ،کوم اجسام چې نه رالرې کیږي هغه ته پوخ ورکول شي او همدارنګه د فعالیت ساحې ته نژدې سطحې ،کړکۍ او او دروازو ته پوخ ورواغوستل شي څو وساتل شي او پاک پاتې شي.
2) که چیرې سنډبلسټنګ په سرپټي ځای کې لکه ګراج کې ترسره کیږي نو باید پوره تهویه په پام کې ونیول شي.
3) کارکونکی باید د شخصي خوندیتوب وسایل لکه عینکي ،جاکټ او د تنفس ماسک وکاروي نو د ګرد له تنفس کولو مخه ونیول شي.
1. .
4) د Stencils په نوم رهنما کوونکي کندې نصب شي څو د سطحې هوارولو او صافولو اندازه مالومه شي دا سټنسلونه د سنډبلسټنګ له پروسو وړاندې نصب کیږي.
5) د سنډبلسټنک ماشین ټول والونه وتړل شي او د ماشین ټآنکۍ له شګې او داسې نورو موادو څخه لکه سوډا ،سلیکان او یا سلیکان ډای اکساید، ښیښه دانو او داسې نورو څخه ډکه شي.
6) کمپریسور په پیل کې په ټیټ فشار سره چالان شي چې کیدای شي له 0. 275 MPa څخه تر 0.689 MPa. پورې .
7) د ماشین نوزل کانکریټو ته مخامخ شي،مګر دا باید له کانکریټو څخه له 20cm تر 40cm واټن ولري.
8) وروسته له دې ،د کانکریټو سنډ بلسټنګ له بره څخه لاندې طرف ته پیل شي .نوزل باید له سطحې څخه ترهغې په 30.5cm واټن کې وساتل شي څو چې کانکریټو پاک شي او غوښتل شوې صاف والی ترلاسه شي.مسلکي کس کولی شي دا اندازه په اسانه مالومه کړي.
2. کومه سطحه چې سخته وي د شږې اندازه لږه ورزیاته کړای شي .
3. کله چې کار ختم شو ساحه د کمپریسور په واسطه پاک شي .
د سنډ بلسټنګ ګټې . Advantages of Sandblasting
سنډ بلسټنګ ډیری ګټې لرې چې یو شمیر یې په لاندې ډول دي .
a) ارزانه دی .
b) موثر دی.
c) د نورو میتودونو په پرتله ښه نتیجه ورکوي .
d) کا ر یی چټک دی .