ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
Methods for Repair of Small and Large Cracks in Concrete
د زیانمن شوو کانکریټي عناصرو د مداومت او مقاومت ساتلو لپاره باید د کانکریټي عناصرو واړه ،متوسط او غټ درزونه ترمیم شي .
په کانکریټو کې د وړو او متوسطو درزونو ترمیم. Repair of small and medium cracks in concrete
په اوسپنیزکانکریټي او معماري ساختمانونو کې د وړو او متوسطو درزونو شتون د هغو مقاومت راکموي څو ډيزاین بارونه وزغمي .نو دداسې درزونو ترمیم ډیر ضرور دی څو عناصر ورته ټاکل شوی مقاومت وساتلی شي.په کانکریټي عناصرو کې د بحراني زیانمنو شوو برخو په ګوته کولو سره واړه او متوسط سایز درزونه ترمیم کیږي .دا درزونه کیدای شي د کیمیاوي ګروت او د سیمنټي ګروت په پیچکاري کولو او یا د جاکټ په ورکولو سره ترمیم کیږي .هغه درزونه چې پلنوالی یې له 0.75mm کم وي د ایپوکسي فشاري پیچکاري کولو سره په اسانه ترمیم کیدای شي.د درز سره نژدې ساحه پاکه کړای شي .کمزوري او سست مواد رالرې شي او د عنصر د پیړوالي په اندازه انتروال کې پلاستیکي پیچکارۍ ځای په ځای شي .دا پیچکاري د عنصر دواړو خواو کې ځای د ایپوکسي سیل په مرسته په ځای شي .
کله چې ایپوکسي سیل سخت شي ،نو سلیښت ناکه ژاوله په د پچکارۍ په ځای کې ورپیچکاري کیږي .دا ژاوله مواد یا resin اچولو ته ترهغې دوام ورکول کیږي څو د عنصر په هغه بل مخ کې راښکاره شي.بیا بل ځای کې مواد ورپیچکاري کول ترسره کیږي .
1.
دې پروسو ته ترهغې دوام ورکول کیږي څو ټول درز ګروت شي .دا میتود کیدای شي د هرډول عناصرو لپاره لکه بیمونو ،پایو او دیوالونو لپاره وکارول شي.دا کیدای شي د وړو درزونو لپاره وکارول شي او هم کیدای شي دمسلسلو درزونو لپاره وکارول شي.
د کرش کانکریټو او غټو درزونو ترمیم .Repair of Large Cracks and Crushed Concrete:
1. د غټو درزونو (له 5mm غټ ) او کرش کانکریټو او معماري ساختمان ترمیم د فشاري پیچکاري کولو ګروت په واسطه نه کیږي.
2. د کرش کانکریټو او درزونو دترمیم لپاره لاندې پروسیجر عملي کیږي.
3. د کرش کانکریټو او درزونو سطحه پاکه کړای شي او ټول کمزوري مواد رالري کړای شي .دا ځایونه بیا له چټک جوش کیدونکو یا سخت کیدونکې سیمنټي مسالې سره ډکیږي .
4. که چیرې درز غټ وي د V شکل ورکول شي او وتوږل شي څو مساله په کې په اسانه واچول شي.
2.
3. که چیرې درزونه ډیر غټ وي نو کیدای شي د تیږو چپس په کې وکارول شي.
4. که چیرې عنصر اوسپنیز کانکریټي وي نو بیاکیدای شي اضافي سیخ په کې هم وکارول شي.
5. که چیرې اضافي سیخان اچول په پام کې وي نو د سیخانو د خوندي کولو لپاره باید ایپوکسي قشر ورکول شي.
6. د زیانمن شوو دیوالونو او بامونو د ترمیم لپاره کیدای شي جالۍ سیخ ورکول شي .دا جالۍ باید له شته عنصر سره کلک وتړل شي.
7.
8. د شته درزونو د لا پراخیدو د مخنیوي لپاره درزونه سره کنډل(Stitching) کیږي .په دې حالت کې ددرز دواړو خواو ته 6mm تر 10mm پورې سوري ویستل کیږي .بیا دا سوري باید پاک شي او د وړو سیمونو په واسطه دا سوري سره وګنډل شي.
9. ددې ګنډولو موخه داده چې درز د لا پراخیدو څخه وساتل شي ،دا میتود ددې درز ترمیم نه دی .
د کانکریټو درز د ترمیم میتودونه کوم دي. What are the Methods of Concrete Crack Repair?
د کانکریټو درز د ترمیم لپاره څو میتودونه شتون لري لکه ایپوکسي پیچکاري ،مسیر ورکول او سیل کول (routing and sealing) ،ګروت کول ،ګنډل(stitching) ،سوری کول او وصلول او د درز ډکول .په کانکریټو کې د بیلابیلو درزونو لپاره ددې میتودونو غوره کولو دلته تشریح شوي .
د کانکریټودرز د ترمیم لپاره مناسب میتود څنګه غوره کړو . How to Select Suitable Method of Concrete Crack Repair?
د کانکریټود درزونو د ترمیم لپاره مناسب میتود په ساختمان کې د عواملو د ارزولو پراساس غوره کیږي .کله چې د درز پیداکیدو عامل مالوم شو او درز ډول پیدا شو نو د همدې له مخې بیا د ترمیم میتود غوره کیږي.د بیلګې په توګه که درزکیدل د وچیدو انقباض له امله وي نو احتمالا پس له یوڅه وخته به داسې درزونه باثباته شي.له بلې خوا ،که درز د تهداب د مسلسل نشست له امله وي نو ترمیم به ترهغې وخته ګټه ونه لري څو چې دنشست ستونزه حل شوې نه وي .
د کانکریټو ترمیم میتودونه .Methods of Concrete Crack Repair
1. ایپوکسي پیچکاري .Epoxy injection
ایپوکسي پیچکاري کولو میتود د هغو درزونو ترمیم لپاره کاریږي چې له 0.002 inch (0.05 mm) څخه کم پلنوالی ولري.په دې تخنیک کې د درز په اوږدو کې د ننویستلو او وبیرته ویستلو(entry and venting) پورتونه په مناسب انتروال کې ځای په ځای کیږي، د درز ښکاره سطحې سیل (seal)کیږي او د یو فشار لاندې ایپوکسي په کې پیچکاري کیږي .ایپوکسي پیچکاري کول د ودانیو ،پلونو ،ډیمونو او نورو بیلابیل ډول ساختمانونو درزونو په ترمیم کې کاریږي .خو بیا هم ،که چیرې ددرز اصلي عامل اصلاح نه شي ،نو درز به له ترمیم کیدو وروسته بیا پیدا شي .نو که شونې نه وي چې د درز لامل له منځه یوړل شي نو دلته بیا دوه غوراوي شتون لري.یو غوراوی دادی چې درز منځ خالي کړای شي او سیل شي ،داسې به د جینټ په شکل کار وکړي ،او یا داچې ددرز په ځای کې جینټ جوړ کړای شي څو حرکت واخلی او تخریب ونه کړي او بیا په کې ایپوکسي اونورو مناسبو موادو په واسطه سیل کړای شي.دلته یوه اثتثنی شته او هغه داچې که درز فعال وي اوساحه لمدبل ولري او لیکیج پیداکیږي نو بیا دا تخنیک باید ونه کارول شي.د ټیټ مودول ، ارتجاعي سلیښت ناکه موادو کارول به د کانکریټي ساختمان حرکت ته اجازه ورنکړي .په درز کې د ارتجاعي سلیښت ناکه موادو موثر مودولي الاستیکیت به ددې لامل شي چې دا مواد د نرۍ طبقې او لوړجانبي مقاومت له امله د سخت سلیښت ناکه موادو په توګه کار وکړي .ایپوکسي پیچکاري کول (Epoxy injection) د ترسره کیدو لپاره باید پوره پوهه شتون ولري،او کیدای شي ددې تخنیک کارول د چاپیریال دتودوخې په واسطه محدود شي .
د ایپوکسي پیچکاري کولو پروسیجر . Epoxy injection Procedure
a) درزونه پاک شي .
ددرز په ترمیم کې لومړی ګام دادی چې ترهغه حده درزونه پاک شي ترکوم حده چې شونې اوعملي وي کوم درزچې ککړ وي .په ککړتیاو کې خاوره ،ګریس ،ګرد ،میده دانه ذرات راځي چې دایپوکسي د ننوتو او پیوند مخنیوی کوي او د ترمیم موثریت راکموي. دا ککړتیا کیدای شي د اوبو په منځلو او یاهم ویکم(vacuum) په واسطه پاک شي .
b) سطحه یی سیل کړای شي .
سطحې درزونه باید سیل کړای شي څو ایپوکسي مواد له لیک کیدو وړاندې وساتي .چیرته چې ددرز مخ ته رسیدل سخت وي مګر چیرته چې شا ډکون وي او یاهم چیرته چې د ګرید لپاسه سلب ترمیم کیږي نو په داسې وخت کې د شاته ډکون مواد سیل کول بسنه کوي .سطحه کیدای شي د ایپوکسي ،پولي ایستر او نورو مناسبو موادو په واسطه سیل کړای شي .که چیري د درز راوتلې سطحه د منلو نه وي او یاهم فشاري پیچکاري نه کاریږي نو په دې وخت کې کیدای شي بې پوخه (strippable) پلاستیک سیل کوونکی بسنه وکړي .
کله چې کار مکمل شي نو بیا به سیل کوونکي ترې رالرې شي څو سطحه ښویه شي.سیمنټي سیل کوونکي هم کیدای شي وکارول شي چیرته چې مکمل شوې کار سطحې ښکاره کیدل مهم وي .که چیرې د لوړفشاري پیچکاري کول مهم وي ،نو درز کیدای شي تر 1/2 in. (13 mm) ژوروالی او 3/4 in. (20 mm) پلنوالی پورې د V په شکل قطع شي او بیا له ایپوکسي څخه ډک شي .
c) د ننویستلو او بیرته ایستلو پورتونو نصب . Install the entry and venting ports:
ددې لپاره درې میتودونه کاریږي .
په کیندل شوو سوریو کې د بسته کوونکو ننویستل .دا لومړی میتود چې باید وکارول شي او معمولا دا میتود د V جر درزونو لپاره کاریږي.په دې میتود کې په درز کې سوری ویستل کیږي تر 3/4 in. (20 mm) قطر 1/2 to 1 (13 to 25 mm) ژوروالی سره د V له راس څخه .
اتصال فلش بسته کوونکي .کله چې درزونه د V جر په شکل نه وي ،نو په دې صورت کې معمولا ننویستلو پورت د کانکریټو مخ پټولو لپاره له بسته کوونکي فلش سره کاریږي .د فلش بسته کوونکي په بره برخه کې خلاصه خوله لري نو سلیښت ناکه مواد په کې په اسانه ننوځي .
په سیل کې مزاحمت .( Interruption in seal)
د ننوتو لپاره یوبل سیستم دادی چې د درز له برخې سیل رالرې کړای شي.دا میتود باید هغه وخت وکارول شي چې ځانګړي ګاسکیټ وسایل موجود وي کوم چې ددرز نه سیل شوې برخه په بر کې نیسي او سلیښت ناکه موادو پیچکاري کولو ته اجازه ورکوي .
d) ایپوکسي مواد مخلوط کړۍ .Mix the epoxy
دا یا د پیمانه کولو یا هم مسلسل میتودونو په واسطه ترسره شي.په پیمانه مخلوطولو کې سلیښت ناکه مرکبات مخکې له کارولو د تولیدونکو د لارښونو سره سم مخلوط کیږي .
e) د ایپوکسي پیچکاري کول . Inject the epoxy
هایدرولیکي پمپونه ،رنګ ،او هوایی پمپولو ټوپک کیدای شي وکارول شي.هغه فشار چې د پیچکاري کولو لپآره کاریږي باید په احتیاط سره غوره شي.زیات فشار ډيری لږ اغیز لري څو د پیچکاري کولو اندازه زیاته کړي.که درز عمودي یا مایل وي ،پیچکاري کولو پروسه باید له ټیټ پورت څخه پیل شي څو بره ته لیول ورسیږي .دافقي درزونو لپآره ،د پیچکاري کولو پروسې له یوانجام پیل او بل انجام پورې سرته رسیږي .
f) د سطحې سیل رالرې کړۍ .Remove the surface seal
کله چې پیچکاري شوي مواد کلک شي د سطحې سیل باید رالرې شي په ګرنډر یا بلې مناسبې وسیلې سره .
g) یومتبادل پروسیجر .Alternative procedure
د کتلوي ساختمانونو لپآره ،یو متبادل پروسجر کاریږي په کوم کې چې د سوریو یوه سلسله معمولا 7/8 to 4-in. (20 100-mm) قطر سره ویستل کیږي چې په څو نقطو کې درز قطع کوي .معمولا سوري په 5-ft (1.5-m) انتروال کې ویستل کیږي .یو بل نوی میتود چې اوس منځ ته راغلی د د ویکم میتود دی.