لیکنه: رحیم الله حبیب زی
Fly Ash له هغو ډیرو میده ظریف جامدو ذراتو څخه عبارت دی چه د میده شوي ډبرو سکاره پوډر شکل له سوځیدلو څخه لاسته راځي. نوموړي ذرات د دود کښ له لارې د هوا اتموسفیر ته انتقال پیدا کوي او بالاخره په یو موقعیت کې سره راټولیږي. د انګلستان هیواد کې ورته د سون میده شوي موادو ایرې یا Pulverized Fuel ash (PFA) نومول شوی.
له Fly Ash څخه په پراخه پیمانه ټوله نړی کې ګټه اخستل کیږي. د لومړي ځل لپاره په امریکا کې د بندونو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل شوی چه مقدار یې د سمنټو وزن دیرش سلنه (۳۰٪) په نظر کې نیول شوی وو. په هندوستان هیواد کې هم د ځینو مهمو بندونو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل شوي او مقدار یې د سمنټو د وزن ۱۵٪ وو.
په دې نږدې وختونو کې د نوموړي میده شوي ظریف پوډر (سکاره) یا Fly Ash کارونه (استعمال) په کانکریټو کې او همدارنګه ارزښت یې ترډیره بریده پراختیا موندلي حتې د کانکریټو یو عادي جز ګرځیدلی لکه سمنټ ، اوبه او یا اګریګټ. په خاص ډول هغه کانکریټ چه لوړ مقاومت لري او ښه کړنې (کارکردګي) له ځانه ښیي.
د یوې اضافي سمنټي مادې په توګه د نړی په سطح پراخې څیړنې ترسره شوي ترڅو هغه ګټې یا ښیګړنې په نښه شي چه د Fly Ash څخه د ګټې اخیستنې یا کارونې په نتیجه کې رامنځته کیږي.
اوسني عصر کانکریټو کې په زیاته پیمانه د Fly Ash کارول په ټوله نړی کې یوه دلچسپه موضوع ګرځیدلي او څیړونکي خپلو نویو څیړنو ته د Fly Ash د استعمال په مورد پراختیا ورکړي.
کانکریټو ته د ګډیدونکي په صفت Fly Ash نه یواځې د کانکریټو خواصو ته تخنیکي ګټې بخښي، بلکه د چاپيریال ککړتیا په کنترول کې هم مرسته کوي.
په هندوستان هیواد کې یواځې هر کال ۷۵ ملیون ټنه Fly Ash تولیدیږي. چه د هغه سمبالول یا تنظیمول یوه جدي محیطي یا د چاپیریال اړوند بحران سبب شوی. ځکه نو د کانکریټو په جوړولو کې له Fly Ash څخه موثره ګټه اخیستنه د کانکریټ ټکنالوجستان او دولتي ادارو جدي توجه را جلب کړي.
دوهم : سمنټ د نړیوال زیربنايي انکشاف یا ودې لپاره خورا ډیر ارزښت لري لکه د انسان په وجود کې د ملاتیر. اټکل شوي چې د سمنټو نړیوال تولید په کال 1996 کې 1.3 بلیون ټنو (Billion Ton) ته رسیده. د سمنټو هر یو ټن وزن تولید سره 0.87 ټنه کاربن ډای اکسایډ اتموسفیرته خپریږي. یا په بله اصطلاح د نړی ۷٪ کاربن ډای اکسایډ خپریدنه د سمنټو صنعت ته منسوب کیږي.
دا چه د چاپيریال ککړتیا سره مهمه مرسته کوي او د طبیعي زیرمو لکه د چونې ډبره او نور زیات مصرف باعث ګرځي ، بنا د سمنټو تولید په زیاته پیمانه محدود شوی او نامناسب شمیرل کیږي او ضرورت احساس کیږي ترڅو د سمنټو استعمال تر ډیره بریده راکم شي او طبیعي زیرمې سپما شي.
د پورته قضیې یو عملي حل دا ده چه د سمنټو په ځای نوره اضافي یا مینرالي مواد لکه Fly Ash نه کار واخیستل شي.
په هندوستان هیواد کې د Fly Ash تولید تقریبا د سمنټو له تولید سره مساوي شوی ( ۷۵ ملیون ټنه ) اما له ټول تولید څخه یواځې ۵٪ نه یې ګټه اخیستل کیږي.
د Fly Ash استعمال لپاره دوه طریقې شتون لري.
یوه طریقه دا ده چه فابریکه کې د سمنټو کلینکر یا میده پوډر سره ټاکلي فیصدي (۱۵٪ الی ۳۵٪ ) Fly Ash یو ځای یا میده کیږي. تر څو پورتلنډ پوزولنا سمنټ تولید کړي. Portland Pozzolona Cement
او بله طریقه یې دا ده چې ساختماني کاري ساحه کې د کانکریټ جوړولو په وخت Fly Ash د یوې ګډیدونکي مادې په صفت کار شي . دې طریقه کې کانکریټ جوړونکي ته اختیار او یا ازادي ورکول کیږي چه په کوم مقدار یا کومه فیصدي Fly Ash باید ګډ شي.
ددې لپاره چه Fly Ash ثابت کیفیت ولري او کانکریټ کې د استعمال لپاره مناسب وشمیرل شي ، د تولید نه وروسته باید ښه پروسس شي.
Fly Ash باید لاندې ځانګړتیاوې ولري.
ډیر ظریف او میده باید وي ، د کاربن مقدار پکې کم وي او د تعامل ښه قابلیت ولري. یو مهم خاصیت دا ده چه ذرات یې کروي شکل لري او نوموړي شکل ذراتو ته د بهیدنې قابلیت ښه کوي یعنې ذرات د ښویدو قابلیت پیدا کوي او چیرې چې تش منفذونه پیدا کوي ځان ورسوي. په د شکل تراکمیت ته لاره هواریږي او له بل پلوه د اوبه استعمال ضرورت را کموي.
ددې لپاره چې د Fly Ash مناسب والی په اړه تصمیم ونیول شي ، په کامل ډول متراکمې شي او وچ حالت کې کثافت یا حجمي وزن محاسبه شي.
نظر د ASTM نړیوال معیار ته Fly Ash په دوو عمده ګروپونو یا صنفونو ویشل شوي.
Class F په نورمال ډول د ډبرو سکاره او یا هم د معدني سوځیدونکي مادې (چه اسفالټ ، پټرولیم او معدني قیر پکې شامل وي) ، له سوځولو څخه لاسته راځي. له ۳٪ څخه لږ Cao لري. نوموړي Fly ash پوزولاني (Pozzolanic) خواص لري یعنې د اوبه او کلسیم هایدرواکساید په شتون کې سمنټي خاصیت غوره کوي.
Class C ددې ډول ګروپ Fly Ash په نورمال ډول د نرم ډبرو سکاره له سوځولو څخه لاسته راځي. ځیني ډولونه يې ممکن له ۱۰٪ څخه زیات Cao ولري. برعلاوه د پوزولاني خواصو ، سمنټي خواص هم لري.
نور بیا ……………………………………………..