کانکریټ د ساتنې مرکب ،د هغو خواص او کارول . Different Types of Concrete Curing Compounds, their Properties and Uses
د کانکریټو د ساتنې مرکب څه شی دی ؟What is Concrete Curing Compound?
کله چې تازه کانکریټ واچول شي د هغې د سیمنټو د هایدریشن او تبخیر شوو اوبو د پوره کولو لپآره هغې ته اوبه ورکول کیږي څو مناسب لمدبل یې په خپل حال وساتل شي او همدې ته د اوبو ورکول وایو چې په اصل کې کیورنګ بلل کیږي او کیورنګ د کانکریټو د روغتیا ساتلو په مانا دی .اوس ساینس پوهانو یو ډول کیمیاوي مرکبات کشف کړي چې د تازه کانکریټو پرسطحه د مایع په شکل اچول کیږي څو هلته یو قشر تشکیل کړي او کانکریټو ته د اوبو ورکولو پرځای کار وکړي یعنی ددې مرکب په کارولو سره هیڅ ضرورت نشته د هغې د سختیدو پروسو لپاره اوبه ورکول شي او کولی شي پرته له اوبو ورکولو پوره مقاومت ترلاسه کړي ، ځکه دامرکبات کولی شي چې دکانکریټو له دننه او له سطحې څخه د تبخیر مخه ونیسي .همدې مرکب ته ( curing compound) وايي.
د کانکریټ د ساتنې مرکب ډولونه .Types of Concrete Curing Compounds
1. مصنوعي ژاوله مرکب .Synthetic resin compound
2. اکرالیک مرکب Acrylic compound
3. واکس مرکب Wax compound
4. کلوریناټډ رابر مرکب .Chlorinated rubber compound
1. مصنوعي ژاوله د کانکریټ ساتنې مرکب .Synthetic Resin Concrete Curing Compound
مصنوعي ژاوله به د یوې غشا په واسطه د کانکریټو دمخ سطحه سیل یا بنده کړي .کله چې غواړو په دې سطحه پلستر وکړو دا غشا ترې د ګرمو اوبو وینځلو سره را لرې کیږي .
2. اکرالیک کانکریټ ساتنې مرکب .Acrylic Concrete Curing Compound
اکرالیک پولیمیري مواد دي چې له اکرلیک اسیدو جوړ وي .دا هم کولی شي چې د کانکریټو مخ ته یوه ښه بندونکې غشا ورکړي .که د پلستر پروخت دا لرې هم نه شي د پلستر سره ښه نښتو خاصیت لري او اړتیا نشته د پلستر لپاره رالرې شي .
3. واکس کانکریټ ساتنې مرکب .Wax Concrete Curing Compound
واکس مرکب د ژاولې په څیر خواص لري.واکس د وخت په تیریدو سره خپل خاصیت له لاسه ورکوي .
4. کلورونایټډ رابر کانکریټي ساتنې مرکب .Chlorinated Rubber Curing compound
کلورونایټډ رابر ډول مرکب د کانکریټو پرسطه نسبتا پیړ قشر تشکیلوي .دا هم د کانکریټو خلاوې په سختۍ بندوي .خو دا قشر د ډير وخت لپآره نه پاتې کیږي .دا سولیږي او له منځه ځي .
د کانکریټ ساتنې مرکب خواص . Properties of Concrete Curing Compound
د کانکریټ ساتنې مرکب د لاندې پنځو خواصو له مخې غوره کیږي .
1. د اوبو ځان سره ساتل . Water retention
2. انعکاس . Reflectance
3. وچیدو موده . Drying period
4. اوږده مهال سختیدل . Long term setting
5. غیر فرار ماده . Non-volatile matter
د کانکریټ ساتنې د مرکب د کارولو پروسې .Process of Applying Concrete Curing Compound
کله چې د کانکریټ ساتنې مرکب د تازه کانکریټو پرسطحه واچول شي نویوه غشا منځ ته راوړي .دا غشا د کانکریټ دننه نم نه پریدي دباندې راووځي ،نو همدا لامل کیږي چې کانکریټ وساتل شي او تبخیر ونه شي.ددې مرکب په ترکیب کې واکس ،طبعي ژواله ،مصنوعي ژاوله او منحله غیرفرار مواد وي .په عمومي ډول کله چې دا وکارول شي سپین یا هم خاکستري رنګ غوره کوي .دا غشا د حرارت منعکس کوونکې وي .
د کانکریټ ساتنې مرکب دتازه کانکریټ پرسطحه هغه وخت اچول کیږي کله چې د مخ کارونه یی خلاص شي او پرسطحه شته اوبه ورکې شي .د کانکریټ ساتنې مرکب د سپری پایپ په واسطه پاشل کیږي چې ثابت فشار لري.په عمومې ډول د دې مرکب یو لیتر د تازه کانکریټو 0.20 – 0.25m2 سطحې مساحت لپاره بسنه کوي .د سپری کوونکی ماشین فشار له 0.5 – 0.7 MPa وي .په کمو مساحتونو کې کیدای شي مرکب کارولو لپاره عادي د رنګ برسونه هم وکارول شي .که پرسطحه نور کانکریټ اچول کیږي دا مرکب باید پرې وانه چول شي.
د کانکریټ ساتنې مرکب کارول .Uses of Concrete Curing Compound
د کانکریټ ساتنې مرکب کارولو ډیر ځایونه دي چې یو څو یې دلته بیانوو .
1. که د لمدولو په طریقه سره د کانکریټو ساتنه ستونزمنه وي یا شوني نه وي د کانکریټو ساتنې لپاره دا مرکب وکارول شي.
2. د غټو کانکريټي سطحو د لویو مساحتونو لپاره کوم چې د لمراو یا باد پرواندې لوڅ وي ددې مرکب کارول مهم دي .
3. د کانکریټي سرکونو ،پلونو ،لارو او داسې نورو لپاره ددې مرکب کارول ګټور دي .
4. ددې مرکب کارول د کانکریټو مداومت لوړوي .
5. د لویو ویالو یا کانالونواو غټو بندونو د کانکریټو لپاره کاریږي .
6. ددې مرکب غشا د کانکریټ ساتنې له مودې (۲۸ ورځې ) وروسته په اسانه رالرې کیږي .
7. دکانکریټ ساتنې مرکب ازمایښت د ASTM C 309. ASTM C 309 کوډونو له مخې کیږي .