• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

کانکرېټ – Concrete (دوهمه برخه)

Home انجينیريکانکرېټ – Concrete (دوهمه برخه)
کانکرېټ – Concrete (دوهمه برخه)

کانکرېټ – Concrete (دوهمه برخه)

دوهمه برخه

په توده او سړه هوا كې د كانكريټو جوړول:

د كانكريټو جوړولو او د قالبونو خلاصولو په وخت كې كه د تودوخې درجه د 4 څخه كمه او د 21 درجو د سانتي ګريډ څخه زياته وه؛ نو بايد كانكريټ وځنډول شي او يا لاندې تدبيرونه ونيول شي:

۱- هغه او به چې په كانكريټو كې ګډيږي؛ بايد د يخ د ټوټو په وسيله سړې شي.

۲- د اوبو ټانكونه په سپين رنګ ووهل شي او په اچول شوو كانكريټو سيوری جوړ شي.

۳- په سړه هوا كي بايد د ګرمو اوبو څخه استفاده وشي.

۴- ځاي پر ځاي شوي كانكريټ  د ترپالونو په وسيله ګرم وساتل شي.

دا بايد په ياد ولرو چې د كانكريټو مخلوط بايد هيڅكله ګرم نه كړل شي. قالبونه د كانكريټو په لندو ساتلو كې ډيره مرسته كوي او كانكريټ په داسې حال كې چې پوره مقاومت يي نه وي اخيستي له ماتيدو څخه ساتي؛ ځكه بايد قالبونه ژر خلاص نشي.

د قالبونو د خلاصيدو كم او معمولي وختونه په لاندې ډول دي:

د عناصرو ډولونه د قالبونو ليري كولو كم وخت د قالبونو ليري كولو معمول وخت
ستنې  Columns دري ورځي دري ورځي
چتونه  Slabs څلورنيمي ورځي لس ورځي
بيمونه  Beams څلورنيمي ورځي څوارلس ورځي

هغه بيمونه چې وايه يي له 6m څخه تر 9m پورې وي؛ نو قالبونه وروسته د 21  ورځو او

وايه يي د 9m څخه زياته وي نو بيا د قالبونو د خلاصېدو معمولي وخت 28  ورځې دي.

د كانكريټو د مخلوط ډيزاين: Design of concrete mix

د كانكريټو د مخلوط ډيزاين د سمنټو، وړو شګو، غټو شګو او د اوبو د مقدارد پيدا كولو

څخه عبارت دي تر څو د ذكر شوو موادو په ګډولو سره يو خوندي، اقتصادي او د ښه قابليت در لودونكي مخلوط لاسته راشي، دلته مونږ د ACI  كوډ مطابق ډيزاين كوو چې د ډيزاين مراحل يي په لاندې ډول دي:

  • د نوموړي ساختمان لپاره د slump اندازه د څلورم جدول له مخې ټاكو.
  • د غټو شګو تر ټولو لويه اندازه د ACI كوډ د مشخصاتو له مخې چې وړاندې تير شوي دي ټاكو.
  • د اوبو اندازه د پنځم جدول له مخې ټاكو.
  • د اوبو او سمنټو نسبت د مارك په پام كي نيولو سره د شپږم جدول له مخې ټاكو؛ ورپسي سمنټ محاسبه كوو.
  • د غټو شګو حجم د اووم جدول له مخې ټاكو او د هغوی وزن محاسبه كوو.
  • د غټو شګو تر ټولو سترې دانې د يو متر مکعب په بنسټ.1m3 .

مثال: د كانكريټو مخلوط د يو بيم د جوړولو لپاره ډيزاين كړئ، كه چېري د كانكريټو مارك fc`=281kg/cm2 ، د غټو شګو تر ټولو لويه اندازه 19mm، د وړو شګو د ميدګي ضريب 2.6، د غټو شګو كثافت 1600kg/m3، د غټو شګو د نم اندازه 3%، د جذب اندازه يي 0.5% ، د وړو شګو د نم اندازه6% او د جذب اندازه يي 0.7% وي.

حل: د بيم لپاره د څلورم جدول له مخې د سلمپ اندازه 10cm ده، د غټو شګو تر ټولو لويه اندازه 19mm او د 10cm سلمپ لپاره د پنځم جدول له مخې د اوبو اندازه 204kg ده ، څنګه چې w/c = 0.57 نو:

= 204/0.57 =358kg سمنټ

19mm لوړې اندازې او د 2.6 ميدګي ضريب په اساس د غټو شګو حجم 0.64m3 لاسته راځي چې د غټو شګو وزن پيدا كوو:

=0.64*1600 =1024kg                                      د غټو شګو وزن

د اتم جدول له مخې د 19mm غټې اندازې په اساس د 1m3 كانكريټو وزن 2376 kg لاسته راځي.

(د اوبووزن+د غټو شګو وزن+د سمنټو وزن )– د1m3 كانكريټ وزن =دوړو شګو وزن

= 2376 – (358 + 1024 + 204) = 790 kg

= 1.06(790) = 837.4 kg                                    د لندو وړو شګو وزن

= 1.03 (1024) = 1055                                   دلندو غټو شګو وزن

6 – 0.7 = 5.3%                                            = په وړو شګو كي ازاد نم

= 3 – 0.5 = 2.5%                                           په غټو شګو كي ازاد نم

= 204-(5.3/100)(790)-(2.5/100)(1024)=136.53kg د خالصو اوبو وزن

د محاسبې لنډيز:

= 385 kg                                      د سمنټو وزن

= 837.4 kg                                   د وړو شګو وزن

= 1055 kg                                     د غټو شګو وزن

= 136.53 kg                                 د اوبو وزن

 

مساله  Mortar:

كله چې سمنټ يا چونه او يا دواړه په يو معلوم تناسب د وړو شګو او اوبو سره ګډ شي؛ مساله لاس ته راځي.

مساله د خښتو او يا ډبرو په ودانیو كې د خښتو يا ډبرو تر منځ كاريږي، تر څو خښتې او يا ډبرې په غښتلي ډول يو د بل سره ونښلوي چې په نتيجه كي ودانۍ زيات بارونه زغملي شي. همدارنګه مساله د پلستر لپاره هم کاروا کيږي.

مساله په عمومي ډول په شپږ ډوله ده:

  • د سمنټو مساله Cement mortar
  • د چونې مساله Lime mortar
  • ګډه مساله Compound mortar
  • سپكه مساله Light weight mortar
  • د اور ضد مساله Fire resistant mortar
  • د خټو مساله Mud mortar

 

1-د سمنټو مساله Cement mortar

كله چې ريګ، سمنټ او اوبه په ټاكلي اندازې سره ګډ شي د سمنټو مساله لاسته راځي. دغه ډول مساله په هغو ودانیو كې استعما ليږي چې زيات كلكوالی مطلوب وي. همدارنګه د خارجي ديوالونو د پلستركارۍ لپاره هم استعماليږي. په دې مساله كې د سمنټو او ريګ تر منځ نسبت له يو څخه تر اتو پورې وي، دغه نسبت د موادو د حجم په اساس دی.

د مثال په ډول 1:3 يوه برخه سمنټ او دري برخي ريګ وي، په نهم جدول كي دغه تناسبونه ښودل شويدي.

  • د چونې مساله Lime mortar

كله چې چونه، وړې شګې  او اوبه په ټاكلې اندازې سره ګډ شي؛ د چونې مساله لاسته راځي، د دي مصا لح لپاره د موادو مقدار په لسم جدول كې ښودل شوي دي.

  • ګډه مساله Compound mortar

كله چې سمنټ، ريګ، چونه او اوبه په ټاكلې اندازې سره ګډ شي؛ ګډه مساله لاسته راځي چې په دي مساله كې په معمول ډول يوه برخه سمنټ، دري برخي چونه د دوو څخه تر دوولسو برخو ريګ ګډيږي. د دي مسالې لپاره د موادو مقدار په ۱۱ جدول كي ښودل شوی دي.

4- سپكه مساله Light weight mortar

كله چې د ارې بوره  Wood powder د سمنټو يا چونې د مسالې سره يو ځاي شي؛ سپكه مساله لاس ته راځي. دغه مساله په پلستر كاري كي د غږ د انعكاس د مخنيوي لپاره كاريږي.

5-د اور ضد مساله  Fire resistant mortar

كله چې سمنټ د خښتو د پوډر Crushed powder of brick او اوبو سره ګډ شي دغه مساله لاسته راځي، د سمنټو او خښتو پوډرو نسبت 1:2  دي.

 

6-د خټو مساله  Mud mortar

كله چې د كلې خاوره يا  Clay soil د اوبو سره په ټاكلې اندازې ګډ شي؛ نوموړې مساله لاسته راځي. خاوره بايد واښه او شګې ونلري.

لمړي جدول: د سمنټو، ريګ او شګو تناسبونه د مختلفو ماركونو لپاره:

Gravel Sand Cement Mark of con. Kg/cm2
2 1 1 250
3 1.5 1 200
4 2 1 150
6 3 1 100
8 4 1 75
10 5 1 50

دوهم جدول: د هغو فولادي سيخونو مشخصات چې په كانكريټو كي استعماليږي:

Weight kg/m Weight lb/ft Area cm2 Area in2 Dia.  mm Dia.   In No of bar
0.56 0.376 0.71 0.11 10 3/8 3
0.995 0.668 1.29 0.2 12 4/8 4
1.554 1.043 2 0.31 16 5/8 5
2.238 1.502 2.84 0.44 20 6/8 6
3.046 2.044 3.87 0.6 22 7/8 7
3.979 2.67 5.1 0.79 25 8/8 8
5.066 3.40 6.45 1 28 9/8 9
6.412 4.303 8.19 1.27 32 10/8 10
7.917 5.313 10.06 1.56 36 11/8 11
11.399 7.65 14.52 2.25 43 14/8 14
20.264 13.6 25.81 4 56 18/8 18

دريم جدول: د سمنټو او اوبو نسبتونه د كانكريټو د مختلفو ماركونو لپاره:

Water cement ratio Mark of concrete
0.38 450
0.43 400
0.48 350
0.55 300
0.62 250
0.7 200
0.8 150

څلورم جدول: د مختلفو ساختماني غړيو لپاره د سلمپ اندازه:

Type of member Maximum slump (cm) Minimum slump (cm)
slabs 7.62 2.54
Beams and shier wall 10 2.54
Columns 10 2.54
Footings 7.62 2.54
Plain footings and caissons 7.62 2.54
Mass concrete 5 2.54

پنځم جدول: د اوبو مقدار د مختلفو سلمپو او جغل د مختلفو اندازو لپاره:

Slump mm Weight of water for deferent size of gravel

(kg/m3)

10mm 12.7mm 19mm 25mm 38mm 50mm 76mm
25-50mm 210 201 189 180 165 156 132
76-100mm 231 219 204 195 180 171 147
150-180mm 246 231 216 204 189 180 162

شپږم جدول:د اوبو او سمنټو نسبت w/c د كانكريټو د مختلفو ماركونو لپاره:

Mark of concrete (kg/cm2) Mark of concrete (psi) water/cement ratio w/c
421 6000 0.41
350 5000 0.48
281 4000 0.57
210 3000 0.68
140 2000 0.82

اووم جدول: د وچ جغل حجم د 1m3 كانكريټ لپاره:

 Greatest size of gravel

(mm)

Fineness modulus of sand
2.40 2.60 2.80 3.00
10 0.50 0.48 0.46 0.44
12.7 0.59 0.57 0.555 0.53
19 0.66 0.64 0.62 0.60
25 0.71 0.69 0.67 0.65
38 0.75 0.73 0.71 0.69
50 0.78 0.76 0.74 0.72
76 0.82 0.80 0.78 0.76

اتم جدول: د يو متر مكعب تازه كانكريټو وزن kg / m3 :

Size or gravel (mm) Weight of concrete (kg/m3)
10 2304
12.7 2334
19 2376
25 2406
38 2442
50 2472
76 2496

نهم جدول : د يو متر مكعب مسالې د مختلفو نسبتونو لپاره د موادو اندازه:

Cement : sand Cement( kg) Sand (m3) Usage
1:1 1020 0.71  
1:2 680 0.95  
1:3 510 1.05  
1:4 380 1.05  
1:5 310 1.05  
1:6 250 1.05  
1:7 220 1.05  
1:8 200 1.05  

لسم جدول: د يو متر مكعب چونې مسالې د مختلفو نسبتونو لپاره د موادو اندازه:

Lime: send Mark Lime (kg) Send (m3) Water (m3)
1:1.5 250 369 0.78 0.13
1:2 210 307 0.865 0.13
1:2.5 180 263 0.92 0.143
1:3 150 230 0.975 0.116
1:3.5 140 205 1.02 0.116
1:4 130 185 1.02 0.116
1:4.5 110 168 1.06 0.12

يوولسم جدول: د يوه متر مكعب ګډي مساله (سمنټ، چونه، وړې شګې ) لپاره د موادو اندازې:

Cement: lime: send Cement (kg) Lime (kg) Send (m3)
1:1:3 410 202 0.852
1:1:6 250 121 1.020
1:1:7 220 109 1.071
1:1:8 190 94 1.056
1:1:9 170 187 1.062

دولسم جدول: په مختلفو ودانیو باندې د ژونديو بارونو اندازه:

د ودانیو ډولونه د ژوندي بار مقدار kg / m2
استوګنځي 200
دولتي دفترونه 250-400
ټولګي 200
ګدام د سپك وزن لپاره 625
ګدام د دروند وزن لپاره 1250
كتا بتون 750
د كتا بتون د مطالعې خونه 300
هوټل 500
روغتون 300
دهليزونه او بانكونه 300
زينې او برنډې 300-500
وركشاپونه د كوچنيو موټرانو لپا ره 400-1250
فابريكې 500-750
د موټرو ګاراجونه 500-750
پلورنځي 625

 

 

عظمت‌الله احمدي

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

لرګینه کاسه

لرګینه کاسه

Dec 13, 2015

ژباړه :حسیب الله نوري یو سپین ږیري سړي تصمیم ونیولو[...]

د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

Oct 22, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای[...]

د ګاونډیو هیوادونو نا امني زموږ پر امنیت څه اغیز لرلای شي

Jan 20, 2016

لیکوال: بریالی نایاب که چیرې د دې موضوع په هکله[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022