عظمتالله احمدي
لومړۍ برخه
كانكريټ يو د پام وړ ودانيز توکي دي چې د خپل لوړ مقاومت او د ښه كاري قابليت له كبله د استعمال پراخه ساحه لري. په حقيقت كي دا يوه مصنوعي ډبره ده چې د مصنوعيت خواص لري او د ډبرې د نواقصو څخه خالي ده.
نو ځکه كولاي شو چې د خپل زړه مطابق هر ډول چې وغواړو؛ تغير شكل وركولاي شو.
د كانكريټو اجزاوې سمنټ، ريګ او جغل دي چې د اوبو په واسطه يوه كيمياوي عمليه د Hydration صورت نيسي او د كانكريټو د جوړېدو سبب ګرځي. البته ريګ او ميده جغل د غټو جغلو خاليګاوې ډكوي او سمنټ د چسپش وظيفه لري. كانكريټ په لږ وخت كې سختيږي خو %90 مقاومت په 28 ورځو كې پوره كوي چې دغه د كانكريټو د مقاومت د پوره كيدو پروسه د اوبو وركولو په وسيله پوره كيږي او curing ورته وايي.
په كانكريټو كې كولاي شو چې جغل، د پخو خښتو ټوټي، ښيښه، پلاستيك او هم د فولادو او سمنټو په فابريكاتو كي د جامدو باقي موادو څخه استفاده وكړو او په كانكريټو كې يې وکاروو.
مقاومت د كانكريټو د بهترينو صفاتو څخه دی چې نظر د ساختمان خواصو ته يې د مقاومت ازموينه كيږي چې دغه مقاومت مونږ د compression ماشين او ټېسټ په وسيله ټاكلي شو چې ورته د 15 په 15 په 15 سا نتي متره ابعادو په اندازه بلوكونه او يا د 6 انچه قطر او 12 انچه ارتفاع په اندازه استواني جوړو او بيا يې د 7، 14، 21 او 28 ورځو لپاره د اوبو په موجوديت كي ساتو. د ټاكلو مودو پوره كيدو نه وروسته يې د compression ماشين په وسيله امتحان كوو چې د 7 او 28 ورځو بلاكونه يا استوانې ډېرې مهمې او د استعمال وړ دي او نتيجه موږ ته قوه في واحد سطح راكوي:
f`c = Mark of concrete = force / Unit area
موږ دا هم كولاي شو چې د ۷ ورځو د بلاك د امتحان څخه د ۲۸ ورځو د بلاك د امتحان نتيجه د لاندې فارمول په واسطه پيدا كړو:
S28 = S7 + 0.8S7
مثال: كه چېري د ۷ ورځو د بلاك د امتحان نتيجه 100kg/cm2 وي؛ د ۲۸ ورځو د بلاك د امتحان نتيجه پيدا كړئ.
حل:
S28 = 100kg /cm2 + 0.8(100kg /cm2) = 100kg/cm2 + 80kg /cm2 = 180kg/cm2
نو اوس واضح شوه چې د نوموړې كانكريټ مقاومت به وروسته له ۲۸ ورځو څخه 180kg/cm2 وي؛ دغه مقاومت د كانګريټ 90% مارك جوړوي او پاته 10% مقاومت به له دې وروسته د curing يا watering د دوام په صورت كي تكميلوي.
كانګريټ د ښويدو او هم د كشش په وړاندي مقاومت لري نو ځكه د كششي قوي د مخنيوي لپاره د R.C.C. (Reinforced Cement Concrete) يا شيخ لرونكي كانګريټ څخه كار اخلو، خو په هغه ځايونو كي چې يوازي فشاري قوه موجوده وي لكه بندونه بيا د P.C.C.(Plain Cement Concrete) يا بي شيخه كانكريټو څخه استفاده كوو.
د كانكريټو كاري استعداد Workability of Concrete
د سمنټو او ابو نسبت (water cement ratio) هم د كانكريټو مقاومت او هم د كانكريټو كاري وړتيا كنټرولوي، د دوي تر منځ بايد يو داسې نسبت موجود وي چې د يو ساختمان د مطلوب مقاومت او كاري وړتيا ځواب ووايي.
دا سمه ده چې اوبه كانكريټو ته كاري وړتيا وركوي؛ د بېلګې په ډول: كه اوبه په كانكريټو كې لږ وي نو د يو ساختماني جوړښت د جوړېدو په وخت كې به موږ د ډيرو كاري ستونزو سره مخ شو لكه، ګډيدل به يي سخت وي، انتقال به يي ګران وي او هم به د استعمال په موقع د اندازو مطابق كارګران وي، خو دا له پامه غورځول ندي په كار چې ډېرې اوبه د كانكريټو مقاومت لږوي نو ځكه بايد موږ د كانكريټو جوړولو په وخت كي ډير دقيق واوسو.
په عادي ودانیو كې د كانكريټو د جوړېدو لپاره د اوبو او سمنټو نسبت په لاندې جدول كې دركړل شوی دی:
Mark=fc` kg/cm2 | Water /cement w/c ratio | Gravel | Sand | Cement | No |
250 | 0.45 | 2 | 1 | 1 | 1 |
200 | 0.5 | 3 | 1.5 | 1 | 2 |
150 | 0.55 | 4 | 2 | 1 | 3 |
100 | 0.65 | 6 | 3 | 1 | 4 |
50 | 0.75 | 8 | 4 | 1 | 5 |
د پورته تناسباتو څخه كولاي شو چې نظر سمنټو ته د اوبو مقدار پيدا كړو.
مثال: كه چېري د كانكريټو مارك fc`=250kg/cm2 وي نو تاشي د يوي خلتې (Bag) سمنټو لپاره د اوبو مقدار پيدا كړئ.
ځواب: موږ پوهيږو چې د 250 مارك لپاره w/c =0.45 نسبت يا Ratio 1:1:2 دی، نو:
1bag cement = 50kg
w = 0.45c = 0.45 * 50 = 22.5 » 23lit
w = 23lit
په 1m3 كانګريټ كې د موادو پيدا كول:
تجربو ښودلې ده چې په يو متر مكعب كانګريټ كې د وچو موادو اندازه 1.52m3 وي.
مثال: د دغه نسبت (1:2:4) يا (fc`=150kg/cm2) مارك لپاره په 1m3 كانكريټو كي د وچو موادو مقدار معلوم كړئ.
حل:
C = 1.52/ (1+2+4) =1.52/7 = 0.217m3
0.217 * 30 = 6.51bag = 6.51*50 =325.5kg/m3
S = 2(0.217) = 0.434m3
G = 4(0.217) = 0.868m3
W = 0.55 * 325.5 = 179 + 5% = 188lit
د ساده كانكريټو د جوړولو كړنلاره
ساده كانكريټ د لاندېنيو پړاوو په پلي كيدو سره جوړېږي:
۱ – د هغو موادو ټاكل او ذخيره كول چې ساده كانكريټ ور څخه جوړېږي.
۲ – د ساده كانكريټو د مخلوط ډيزاين
۳ – د موادو اندازه يا پیمانه كول
۴ – د موادو ګډول
۵ – د ساده كانكريټو د مخلوط انتقالول د استعمال ځاي ته
۶ – د ساده كانكريټو ځاي پر ځاي كول
۷ – د كانكريټو ټپك كول (Compaction of concrete)
۸ – كانكريټو ته اوبه وركول او څارنه (Curing of concrete)
پورتني پړاونه په ترتيب سره څيړو:
۱ – د هغو موادو ټاكل او ذخيره كول چې ساده كانكريټ ور څخه جوړېږي:
سمنټ، وړې شګې، غټې شګې او اوبه د څرګندو معيارونو له مخې ټاكل كيږي او هر يو يې په ځانګړي ډول زيرمه كيږي.
د مثال په توګه: سمنټ بايد تازه وي، وړې شګې بايد خاوره ونلري او زيږي مكعب شكله غټې شګې چې د ډبرو د ماتيدو څخه لاسته راځي اعلی درجه كانكريټ جوړوي او هغه اوبه چې په مخلوط كي ګډيږي بايد د تيلو، مالګې او عضوي موادو څخه پاكي وي. سمنټ بايد په كوټو كې ذخيره شي او هيڅ ډول نم ورته ونه رشيږي. وړې او غټې شګې بايد په داسې ځاي كي ذخيره شي چې خاوره ، عضوي مواد او نور مضر مواد ورسره ګډ نشي.
۲ – د ساده كانكريټو د مخلوط ډيزاين:
د ساده كانكريټو د مخلوط د ډيزاين لپاره د مطلوبې ودانۍ له مخې د كانكريټو مارك ټاكل كيږي، بيا د ټاكل شوي مارك په پام كې نيولو سره د سمنټو، وړو شګو او غټو شګو او اوبو اندازه محاسبه كيږي تر څو يو پياوړې، د ښه كار قابليت درلودونكي او اقتصادي مخلوط لاسته راشي. په عمومي توګه د غټو شګو حجم د وړو شګو د حجم په پرتله دوه برابره وي.
۳ – د موادو پيمانه كول:
د موادو دقيق پيمانه كول د كانكريټو په مقاومت باندې زيات تاثير لري او مواد عمومآ په دوو طريقو پيمانه كيږي :
الف: د موادو اندازه كول د وزن په اساس.
پدي طريقه كې ټول مواد وزن كيږي؛ دغه طريقه دقيقه ده خو وخت ډير ضايع كوي نو ځكه ډير استعمال نلري.
ب: د موادو اندازه كول د حجم په اساس.
دغه طريقه ډيره سريع ده ځكه مونږ د يوې پيمانې يا منك په وسيله مواد اندازه كوو، څرنګه چې د يوې بوجۍ سمنټو حجم تقريبآ 0.035m3 دي نو د منك اندازه د يوي بوجۍ لپاره 303039 سانتي متره مكعبه دی. د مثال په ډول كه د كانكريټو د موادو تناسب 1:2:4 وي نو دوه منكه وړې شګې او څلور منكه غټې شګې د يوي بوجۍ سمنټو سره ګډيږي.
د اوبو اندازه د سلمپ slump test په واسطه ټاكل كيږي او په تقريبي ډول د اوبو اندازه 30% د سمنټو د وزن جمع 5% د وړو او غټو شګو د وزن په اندازه ټاكل كيږي؛ وروستني طريقه ډيره دقيقه نده.
۴ – د موادو ګډول:
د دې لپاره چې د وړو او غټو شګو خلا په كافي توګه ډكه شي او د وړو او غټو شګو دانې په كافي توګه په سمنټو ككړې شي او يو د ښه كار قابليت درلودونكی مخلوط لاس ته راشي نو پورتني مواد بايد په ښه توګه سره ګډ شي چې دغه ګډيدنه په دوو طريقو صورت نيسي: د لاس په وسيله Hand maxing او د ماشين په وسيله يا Machine maxing .
Hand maxing: – كله چې د ګډولو ماشين موجود نه وي او يا په لږ اندازه كانكريټ وي نو بيا د لاسي اسبابو لكه بيلچه او چارۍ په وسيله سره ګډيږي چې لمړی وړې شګې او سمنټ او بيا دغه مخلوط د غټو شګو سره اقلا درې ځله اړول كيږي او بيا د اوبو سره ګډيږي. په دغه طريقه مواد په صحيح ډول نه ګډيږي نو ځكه يي مقاومت د هغو كانكريټو په پرتله كم وي كوم چې د ماشين په وسيله جوړ شوي وي.
Machine maxing: – لمړی دې 10% اوبه بيا غټې شګې ورپسي وړې شګې او سمنټ ګډ كړي او پاته اوبه په داسې حال كې چې ماشين ګرځي؛ په تدريجي ډول په ماشين كي واچول شي.
د مخلوطونو ډير كم وخت د 27ft3 ظرفيت درلودونكي ماشين لپاره يوه دقيقه ټاكل شوې موده ده، او دغه وخت وروسته له هغه حسابل كيږي چې ټول جامد مواد (غټې شګې، وړې شګې، سمنټ) په ماشين كي واچول شي، كه د ماشين ظرفيت د (1yard3 = 27ft3) څخه اضافه كيږي نو د هر 0.5yard3 لپاره د مخلوطولو وخت 15sec اضافه كيږي، دغه طريقه ډيره بهتره ده.
۵ – د ساده كانكريټو د مخلوط انتقالول:
د كانكريټو د مخلوط د انتقال لپاره بايد په پام كي ونيول شي چې د ګډيدو وروسته بايد ژر تر ژره انتقال شي او د انتقالولو لوښي بايد سوري نه وي چې اوبه تري ضايع شي.
۶ – د ساده كانكريټو ځاي پر ځاي كول Placing of concrete
لمړي د اوسپني يا لرګيو قالبونه د ميخونږ په وسيله په محكم ډول تړل كيږي او د قالبونه دننه برخه د تيلو په وسيله ككړه شي. سيخونه بايد د ډيزاين مطابق ځای پر ځای او د زنګونو څخه پاك شي او بيا كانكريټ د لوښي څخه په يو ځل په قالب كي خالي شي؛ دا ځكه چې كرار ډول يا په وار، وار تويول د وړو او غټو شګو تر منځ درزونه پيداكوي. كه چېري تازه كانكريټ پر زړو كانكريټو اچول كيږي پكار ده چې زاړه كانكريټ وتوږل شي او بيا پاك شي او څو ورځي لانده وساتل شي او بيا نوي كانكريټ ور باندې واچول شي.
كانكريټ معمولا طبقه پر طبقه اچول كيږي؛ داسې چې د هرې طبقي پڼډوالی بايد د 15cm-30cm پورې وي او زيات نشي.
۷ – د كانكريټو ټپك كول (Compaction of concrete)
ددې لپاره چې د كانكريټو په منځ كې خلا ډكه شي او د قالبونو ټولو برخو ته كانكريټ ورسيږي نو كانكريټ بايد د لاسي اسبابو او لړزونكي ماشين (vibrator) په وسيله ټپك شي. د كانكريټو زيات ټپك د موادو د جلا كيدو او اوبو د ضايع كيدو سبب ګرځي نو ځكه بايد تر معمول حد پورې ټپك شي.
۸ – كانكريټو ته اوبه وركول او څارنه (Curing of concrete)
كله چې اوبه د كانكريټو څخه تبخير كيږي په كانكريټو كي انقباض صورت نيسي چې د shrinkage په نامه ياديږي. د دي لپاره چې په كانكريټو كي ګډي شوي اوبه ژر تبخير نشي او كانكريټ ښه مقاومت پيداكړي نو ځكه بايد كانكريټ د 14 – 28 ورځو پورې لانده وساتل شي. كانكريټ معمولا په لاندې طريقو سره لانده ساتل كيږي:
الف:- په كانكريټو باندې اوبه پاشل: د بوجیو ټوټې او يا ريګ د كانكريټو پر مخ هواريږي او بيا اوبه ورباندې پاشل كيږي.
ب:- د كانكريټو اوبه كول د اوبو درولو په وسيله: د كانكريټو په څڼډو د خاوري نرم ديوالونه جوړېږي او بيا اوبه باندې درول كيږي، چې دغه اوبه 28 ورځي پر كانكريټو بايد ولاړې وي، دا طريقه تر اولنۍ طرېقي بهتره ده؛ خصوصآ د چتونو لپاره.
دوم لري…
[review]