لیکنه: دلاور رضا معروف خيل
د کانکور آزموينې پر وخت ويره له منځه وړل !
وېره يوه مفني انګيزه ده ، چې هر زده کوونکی يې په ډيره يا لږه اندازه لري .
د وېرې له منځه وړلو لپاره ماهرينو ځيني ځانګړي تمرينونه رامنځته کړي دي ، چې ځيني ګټور يې په لاندې ډول دي.
A. د ازموينې د پيل کيدو څخه ۱۵ دقيقې وړاندې خپل لاسونه ومينځئ او که امکان لري نو مکمل اودس وکړئ چې په دې سره مو هم وېره ترډيره حده راکميږي.
B. د ازموينې ځای ته ځان سره ژاولې يوسئ ، د امتحان د شروع کيدو څخه نيم يا يو ساعت مخکې ژاولې وژويئ ، څيړنو په ډاګه کړې ده چې د امتحان په اولو شيبو کې وېره ( فشار ) زيات وي ، چې په تدريجي ډول سره کميږي ، خو د ژاولو په ژولو سره نوموړی فشار په ډيره اندازه راکمېږي او له ازموينې وېره له منځه وړي .
C. د ازموينې څخه مخکې خپلې سترګې مو بندې کړئ ، بدن مو سست او لس اوږدې ساګانې واخلئ ، د ازموينې په اړه فکر وکړئ په خپل ذهن مو د ازموينې په اړه يو تصوير جوړ کړي ، همدلته پريکړه وکړئ چې که د الله (ج) رضا وي په دغه ازموينه کې به بريالی شم.