لیکنه: دلاور رضا معروف خيل
د کانکور په ازموینه کې پنځه انتخابه کيدلی شي او پنځه انتخابه کول اړين هم دي ، په دی شرط چه په انتخاب کې تسلسل مراعت شي
د پوهنځیو په انتخاب کې باید له ډیر دقت څخه کار واخستل شي.پکار ده انتخاب له لوړ پوهنځي څخه ټیټ پوهنځي پورې وشي مطلب په نسبي ډول لمړی باید دلوړو نمرو لرونکی پوهنځی انتخاب شي همداسې تر پایه پنځم انتخاب پورې.ډیره ضروري ده چې د تیرو کالو د پوهنځیو د نمرو څخه یو څه معلومات ولري.
ددې لپاره چې کوم پوهنځي لومړي انتخاب ، کوم پوهنځي دوهم او.. کوم پوهنځي پنځم انتخاب شي نو اړين ده چې د تير کال لوړې او ټيټي نمري وکتل شی .د تير کال د پوهنځيو دنمرو له مخې بايد انتخاب وشي ځکه چې د تير کال او سږ کال د پوهنځيو نمری ډير کم تفاوت سره لري.
پاملرنه: باید حتمي پنځه واړه مختلف پوهنځي انتخاب شي که څوک له پنځو کم پوهنځي انتخاب کړي نو خپله ځانته د ناکامی چانس برابروي.
کانکور د سوالونو طبقه بندي:
د کانکور ازموینې ټول 160 سوالونه دي، هر سوال 2.25 نمرې لري چې په مجموعي توګه 360 نمرې کېږي. 360=2.25×160
د کانکور سوالونه د لیسې دورې د ټولو کتابونو په ځانکړې توګه د اووم څخه تر دولسم ټولګي د کتابونو څخه جوړیږي چې نوموړي سوالونه په کانکور کې پر څلورو خاصو برخو طبقه بندي شوي دي.
1- طبعی علوم: تقریباً د کانکور په ازموینه کې 42 سوالونه وي چې هر سوال یوه دقیقه وخت لري چې په مجموعي توګه ټول وخت يې شااوخوا 42 دقیقي کیږي
2- دیني او اجتماعي علوم: په ازموینه کې تقریباً د دیني علومو(تفسیر شریف،عقاید،فقه،حدیث شریف) او اجتماعي علومو ټول سوالونه د40 په شاو خوا کې دي،چې هر سوال ته 40 ثانیې وخت ورکول کیږي چې ټولو سوالونو وخت پوره 26 دقیقي کیږي.
3- السنه او عمومي معلومات: د کانکور په ازموینه کې د السنه(پښتو،دری،) او عمومي معلوماتو ټول سوالونه د 36 په شاو خوا کې وي تقریباً هر سوال ته 48 ثانیې وخت ورکول کیږي چې ټولو سوالونو 29 دقیقې وخت کیږي.
شماره ازموینې طبقه بندي سوالونو تعداد سوالونو شماره دقیقې او وخت
څخه تر
1 ریاضیات 43 1 43 65
2 طبعي علوم 42 44 85 40
3 دیني او اجتماعي علوم 39 86 124 26
4 السنه او عمومي معلومات 36 125 160 29