لیکنه: استاد دلاور رضا معروف خيل
کانکور امتحان ورکوونکې بايد په پام کې ولري!
۱– د کانکور آزموينې په کارت کې د ګډون کوونکې نوم ، پلار نوم ، نيکه نوم او عکس څخه علاوه يوه شميره د( ID نمبر) هم تر سترګو کيږي ، هر ګډون کوونکی بايد دغه آی ډی نمبر په ياد ولری او له ځان سره ياد داشت کړي.
۲— هر ګډون کوونکی اړ دی ، چې د آزموينې کې له ځان سره تور توش او يا تور خودکار قلم ځان سره ولری تر څو د ځواب پانې به کارولو کې ورڅخه کار واخلې ، له پنسل څخه بايد په ځواب پاڼه کې استفاده ونه شي .
۳— آزموينې په ورځ کانکور ورکونکې بايد له ځان سره خپله اصلي تذکره ، خپل د کانکور ورکولو اصلی کارت ( ID کارت) ولری.
۴— هر کارکوونکو ورکوونکې بايد خپل فارم نمبر ( هغه څلور رقمي شميره چې د کتابچې پرمخ په يوه چوکاټ کې راغلې ) لومړی د ځوابونو په پاڼه کې په عدد وليکې او بيا يې په ترتيب سره په هماغه استقامت لاندې دايرو کې هماغه خانه مکمله توره کړی.
۵— آزموينې په پاې کې د لسو دقيقو څخه تر پينځه لسو دقيقو پوری وخت د رشتو د ټاکلو لپاره درکول کيږې ، بايد ډير دقيق پکې ووسې ، مکمل پنځه واړه مختلف پوهنځې په ترتيب څخه انتخاب کړی . د پوهنځيو د کوډونو معلومات پاڼه څخه بايد کوډونه مخکې ښه ياد او انتخاب کړی ، لمړي د ځواب پاڼې په ورقه کې د پوهنځيو کوډونه په عدد وليکل شي او وروسته د هماغه په استقامت دې لاندې دايرې په پوره ډول تورې شي .
پاملرنه: د پوهنځيو کوډونه ، فارم نمبر کوډ ، آی ډی نمبر ، ټول له کيڼې خوا څخه ښي خوا ته ليکل کيږي .