ليکنه : محب الله آرمل
پخوانيو مصريانو چې ليک اجاد کړ، د افکارو او پېښو د ثبت وسيله يې ومونده نو تمدن د پرمختګ يوه بل پړاو ته داخل شو، وروسته اکثره متمدنو ملکونو د ليک د عامولو لپاره هلې ځلې وکړې، په هغه زمانو کې په پاڼو، پوستکو، د لرګيو په تختو، ډبرو او نورو ورته څيزونو باندې ليکل کېدل او د ليکلو زده کړه يوازې هغه کسانو کولی شوای چې امپراتورانو په جواز ورکړی و ، يا به خانان او نوابان و، هر چا دا حق نه درلود چې ليکل وکړي او د ليکلو رازونه زده کړي .
خو په پنځلسمه ميلادي پيړۍ کې چې ګوتنبرګ مطبعه اختراع کړه ورسره د ليک او لوست اسانتياوې زياتې شوې ، عام وګړي هم په دې وتوانېدل چې ځينې کتابونه وپيري او علم تر لاسه کړي ، ويښو ملتونو او ژونديو خلکو کتابتونو جوړ کړل، دغه راز د مطبعې له کشف وروسته په تاريخ کې هم يو نوی باب پرانيستل شو، تاريخ به که څه هم درباري تاريخ ليکونکو ليکه خو دا موقع نورو کسانو ته هم په لاس ورغله چې د خپلو واکمنو د ظلم او وحشت واقعې ثبت کړي، د مطبې، کاغذ او کتاب عامېدو د خلکو په افکارو کې ژور بدلونونه راوستل او انسانان يې دې ته وهڅول چې لا پرمختګونه ترلاسه کړي.
د علومو، خيالونو، فکرونو … او صنعت پرمټ انسانو حيرانونکي وسايل وپنځول ، برښنا اختراع شوه ، د بوخار ماشين جوړ شو ، راډيو منځ ته راغله، موټر وپنځېدل ، الوتکې ورغېدې … او بلا خره په نړۍ د انټرنېټ د اختراع په مرسته درېيم انقلاب هم راغی، انټرنېټ چې استاد غضنفر يې د بشر مشترک مغذ بولي يوه بېسارې اختراع وه او لوی بدلونونه يې راوستل نړۍ يې وصل کړه او د يوه کلي شکل يې ورکړه . په اوسنۍ زمانه کې چې د انټرنېټ زمانه ده او هر ډول معلومات دې چې پکار وي آسانه تر لاسه کېدای شي. انټرنېټ او د ټېکنالوژۍ پرمختګ په نور ژوند کې هم بېساري تغيرات را وستل ننی ژوند په پنځوس يا سل کاله مخکني فکر، دود او ډول نکيږي، ژوند وار په وار پېچلی شوی اکثره پلورونه چې اوس هم د ښځو له تعليم سره مخالفت کوي او يا د ماشوم سالمې روزنې ته زياته پاملرنه نکوي په اصل د خپلو اولادونو تر ګردو خطرناک دوښمن دي .
نو چې انټرنېټ شته راځې دا ووايو چې کتابونه بيا هم مهم دي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې له خلکو سره د انټر له اخترا وروسته لږ او ډېره مطرح شوه ، څو وخت مخکې مې يو بهرنی راپور چې غالبا انګستان خپور کړی وو ولوست چې پکې راغلي و: ګوګل د خلکو حافظې کمزورې کړې اوس چې هر څه په انټر نېټ شته اکثره کسان تاريخي معلومات او نور مطالب ذهن ته نه سپار او وايي چې په ګوګل کې موندل کېدای شي .
مګر زموږ ملک تر هرڅه زياته اړتيا کتاب او د مطالعې فرهنګ ته لري، د کتاب په هکله د نړۍ هر عالم او د نظر خاوند خپل اندونه او نظرونه موږ ته را پرېښي دي او له اهميت منکر يې د اوسنۍ نړۍ ژوندی انسان نه بلل کيږ ي، کوم هېوادونه چې هلته د کتاب قدر کيږي او کتابونه ته ارزښت ورکوي تر هغو په مراتبو لوړي دي چې د کتاب اهميت يې لا ندی منلی . تېر کال مې په يو بهرنۍ ورځپاڼه کې ولوستل چې په ايټال هېواد کې بنديان کولی شي د ځينو کتابونو په لوستو د خپل بند موده راکمه کړي، ايټاليايي واکمنو په قانون کې دې ته ځای ورکړی چې په بنديخانو کې کتابتونونه پرانيزي او هغه بنديان چې کتابونه لولي د کتاب د حجم په پام کې نيولو سره د دوی د بند موده ور کمه کړي .
ــ مادرن وايي : ((که چېرته هر وخت موږ يو جيبي کتاب ګرځولی او هر وخت مو لوستلی، نو نن به مو هېواد ډېر پرمختګ کړی وای . ))
ــ استاد اسدالله غضنفر د کتابونو يا د ځينو کتابونو په اړه داسې نظر لري : (( دا معقوله چې د هر کتاب په يو ځل لوستل بې ګټې ندي مشوره ده خو کاشکي دا خبره هم يو څه عامه شي چې ځينې کتابونه په بار بار لوستو ارزي .))
ــ سيسرو بيا وايي : ((بې کتابه کور داسې وي لکه بې روحه جسد))
ــ نيل ګېمن هم د کتاب له ارزښت پټه خوله ندی : (( ښار بې له کتاب پلورنځي ښار ندی ))
ــ جورج مارټين د کتاب په دغه خبره کوي :(( څنګه چې توره تېرولو ته اړتيا لري هماغسې ماغزه هم کتابونه ته اړ دي .))
ــ ډېوډ مېچل: (( نيم لوسـی کتاب د نيمې لارې مينه ده .))
زموږ په هېواد کې هم پدې ورستۍ لسيزه کې د کتابونو بازار تود شوی ، خو دا تود والی په هغه ښارونو کې حس کيږي چې لوی او فعال بلل کيږي، او چې د لوستو کسانو شمېره تر نالوستو هغو پکې زياته ده. ما د افغانستان نيمايي ولايتونه ليدلي او هلته د کتابخانو شتون او نه شتون ته ځير شوی يم، هغه ښارونه چې رسنۍ پکې فعالې دي او کتابتونونه پکې ودان تر هغو وړاندې دي چې دا اړتياوې او آسانتياوې پکې نشته يا کمې دي. د دې جملې ولايتونو نه زه ميدان وردګ ولايت د بېلګې په توګه راوړم، د وردګو په مرکز ميدانښار کې کتابخانه نشته، که شخصي نه وای نو دولتي خو بايد وای مګر د اطلاعاتو او کلتور رياست په شمار څو کتابونه لري چې په يوه وړه کوټه کې يې خوندي کړي او هغه هم اکثره هغه کتابونه دي چې ددې ولايت مخکيني والي محمدحليم فدايي چاپ کړي.
په ميدان وردګ ولايت د عامه کتابتون لپاره ځمکه تعين شوې ده، پدې ځمکه کې ودانۍ هم جوړه وه مګر څو وخت مخکې دا ودانۍ ړنګه شوه، ما د اطلاعاتو او کلتور رياست له يوه کارمند ددې کار علت وپوښت ده ووې چې دغه ودانۍ معياري نه وه چاکونه يې کړي ول او د رالوېدو خطر يې درلود .
بيا مې ورته ووې چې داسې وه نو ولې مو له هماغه ساختماني شرکت تسليموله چې جوړه کړې يې وه ؟ ده پدې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئيس په ناغړۍ او فساد تورن کړ.
ويل کيږي چې دغه ودانۍ به بيا له سره ورغول شي خو زه وايم چې که هڅه نه وي او ددې کار د ځنډ پوښتنه ونشي خدای خبر چې جوړه به شي . په ولاياتو کې اکثره رئيسان فکر کوي چې د هماغه ودانۍ رئيس دی د ولايت په کچه او د بېلابېلو ولسواليو په سطحه پاملرنه نکوي.
که موږ په اوسنۍ زمانه کې هم د کتاب په اهميت او شتون ځان يقينې نه کړو دابه ناممکنه وي چې د پرمختګ دغه سست يون يو څه ګړندی او لږ تر لږه د ګاونډيانو جوګه کړو .
۱۳۹۴-۶-۱۰