ژباړه: احسان الله لمر
جوړه کتارونه
جوړه يا غبرګ کتارونه د واحدې کتاري کرنې د بدلون په نتيجه کې منځته راځي. په دې ډول کرنه کې هم د بزګرانو اساسي قاعدې او اصول د تعقیبیدو وړ وي. د جوړه کتارونو په کرنه کې په یوه بستر کې دوه کتارونه کرل کېږي. د دې تخنيک په نتيجه کې د موجوده فاصلې څخه بهتره استفاده منځته راځي او د دې تر څنګ د کرل شویو نباتاتو تعداد پکې زياتوالی مومي. په دې ډول کرنه کې د کرلو په وخت دقت ته اړتيا وي، د دې ډول کرنې په نتيجه کې هغه ساحه چې باید سپرۍ او یا ابياري شي له کموالي سره مخ کېږي.
پراخه کتارونه
دا ډول کرنه د دوديزې يا معمولي کتاري کرنې سره توپير لري. په دې کې تخمونه په يوه اوږده او پراخه بلاک کې شيندل کېږي. د بلاکونو اندازه کولی شو چې د موجوده فاصلې او د نبات اړتيا ته په کتو سره وټاکو. کله چې په دې طریقه کې نباتات له یو بل سره نږدې وکرل شي، نو دوی د غذا، لمر وړانګو، اوبو او غذايي موادو لپاره له یو بل سره رقابت کوي. یو شمېر نباتات به له وړاندې څخه پاخه شي. د دې نباتاتو د حاصلاتو راټولولو پر مهال پاتې کرنيز نباتات به بیا هم زياتوالی پيدا کړي، خو د دوی لپاره به بیا هم دوهمي حاصل راټولونه اماده کېږي.
په کتارونو کې د کرلو ډولونه په لاندې ډول دي:
واحده کتاري کرنه (Single Row Planting)
واحده کتاري کرنه د سبزيجاتو نباتاتو د کرلو لپاره له ډېرې معمول طریقې څخه ده. په دې کې تخمونه یا نباتات په یوه کتار کې تنظيم کېږي. کتارونه په موازي کرښو کې ترتيب شوي وي.
څه باید په واحدو کتارونو کې وکرو؟
دغه طریقه د تانګونو لرونکو کرنيزو نباتاتو لکه beans او trellised peas لپاره چې بايد په عمودي ډول سره وده ورکړل شي، د عملي کيدو وړ ده. د دې څخه علاوه جوار او رومي بانجان په واحدو کتارونو کې کرل کېږي. په دې سره جوار کولی شي چې په اسانۍ سره ګرده افشاني وکړي او هم رومي بانجان پورته او څنګونو لوري ته پراختيا پيدا کړي.
په پراخه کتارونو کې کرنه
په پراخه کتارونو کې کرنه د باغ د ډيزاین له کرنې څخه عبارت ده، چې د فاصلو د زياتولو لپاره کارول کېږي. په واحدو کتارونو کې مو په یو کتار کې تخمونه او نباتات کرل، خو په دې طریقې کې د سبزيجاتو يوه ګيډۍ په تړانګو او یا بلاکونو کې چې شپږ فيټه پراخه وي، کرل کېږي. دغه ډول پراخه کتارونه د هغه سبزيجاتو لپاره چې د وخت په تيريدو سره د دوی حاصلات راټولېږي، غوره کار ورکوي. په دې سبزيجاتو کې کاهو، Spinach، Green bean او نور شامل دي.
په پراخه کتارونو کې د کرنې ګټې
پراخه کتارونه اجازه درکوي چې په لږه فاصله کې زيات سبزيجات وکرئ.
په پراخه کتارونو کې کولی شو چې په ګڼوالي سره کرنه ترسره کړو چې د هرزه بوټو له زياتوالي نه به هم بې غمه وو.
پراخه کتارونه نباتاتو ته اجازه ورکوي چې له یو بل سره ګډ شي او په خاورې باندې سیوری وغوړوي چې ورسره به خاوره سوړوالی ومومي او ایواپورېشن (د خاورې تبخير) اندازه به ورسره کمه شي.
څه وخت په پراخه کتارونو کې کرنه ترسره کړو؟
په ګرمو اقليمونو کې د باغوانانو تر منځ په پراخه کتارونو کې کرنه ډېره مشهوره ده، دوی په دې ډول کرنه کې د اوږده اوړي په میاشتو کې د دې ډول کرنې ګټې موندلي دي.
د پراخه لیکو (wide-swath) طریقه چې په کتاري کرنه پورې اړه لري هم د هغه بزکرانو تر منځ عامه شويده، چې کوچني باغونه لري او غواړي چې باغونه يې زیات حاصلخېز واوسي. په پراخه کتارونو کې کرنه کولی شي چې د واحدو کتارونو څخه شپږ ځلې په عين فاصله کې زیات توليد لاسته راوړي.
هغه مهم ټکي چې د پراخه کتارونو په کرنه کې يې باید په نظر کې ولرو
کتارونه باید داسې ډیزاین کړلی شي چې د 6 فوټو څخه پراخه نه وي چې په دې سره به وکولی شئ چې په کتار کې تر ټولو دننه نبات ته لاسرسی پيدا کړئ. کتارونه کيدای شي چې ستاسې د خوښې او ميل سره اوږدوالی ولري.
نور بيا…