لیکنه: ګل رحمن رحماني
په موټر کې راسره ملګرى شو. په پوهنتون کې يې د کرنې پوهنځي کې درس ورکاوه، له کوم بهرني پوهنتون نه يې په کرنيزه پراختيا کې ماسټري اخيستې وه او د دوکتورا زده کړو لپاره په تياريو بوخت و.
نظريات يې ډېر د عادي افغانانو غوندې وو. افغانستان د نړۍ يو کرنيز هېواد دى، ځنګلونه، کرکېله او مالداري ددې هېواد ستره اقتصادي پانګه ده…همدا خبرې يې له نوو جملو سره بيا بيا تکرارولې.
په ښار کې د تازه مېوو له يوه مارکېټ سره ښکته شوو، ويل يې مېلمانه لرم، سودا اخلم، د سودا کڅوړه يې پرانېسته، له مڼو، ناکو، شفتالو او انګورو يې ډکه کړه، دوه بستې مستې يې هم واخيستې او هټيوال ته يې د پيسو وويل:
د هټيوال په خبره لږ جدي شو، زوروه اوړى دى، ارزانه يې وايه، څه ژمى خونه دى.
هټيوال وخندل
کاکا! له ايران او پاکستان نه مو راوړي، مصرف پرې راغلى، کيفيت يې… د استاد رنګ بدل شو، خبرې يې ور پرې کړې ، ماته يې د وروستي ځل لپاره په عجيبه انداز وکتل او هټيوال ته يې په تله کې پيسې ور واچولې.
٢٠١٥ د اګست ٣مه
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.