ليکنه: میرویس نظری
دریمه برخه: کرهڼه د اقتصاد پوه له نظره
کرهڼه د تولیدي ساحې څخه عبارت ده چي په هغه کي تولیدي منابع د یوه ځانګړې اقتصادې نظم لاندې د یو بل سره ترکیب کیږي لکه نباتي او حیوانې محصولات چی د تولیدي منابعو د مختلفو ترکیبونو څخه لاسته راځي او د خرڅلاو لپاره بازار ته عرضه کیږي
په کرهڼه کي د ځمکې، څاروې، ونې، ماشین او داسی نورو څخه ګټه اخیستل د مشخصو تولیدي واحدونو په چوکاټ کی د امکان وړ وی، نو پر دی اساس یو واحد ځمکه، یو راس حیوان، یوه اصله ونه، یوه پایه ماشین، یو واحد د کرلو تخم یا کود او داسي نور د تولید د تخنیکی واحد په نوم یادیږي.
کرهڼیز اقتصاد پوهان د کرهڼیزو مسایلو د حل لپاره د اقتصادې طریقو (میتودونو) او اصولو څخه ګټه اخلی، ځیني کرهڼیز اقتصاد پوهان د کښت په مدیریت کي تخصص لري چي موخه یې د کرهڼیزو واحدونو د مولدیت زیاتوالی دی او ځینی نور اقتصاد پوهان د کروندګرو لپاره دولتي برنامې مطالعه کوي ترڅو د کروندګرو ستونزې حل سي، څنګه چي د کروندګرو مسایل د اقتصادې مسایلو څخه بیل ندي، اقتصاد پوهان نه یوازي دا چي د کروندګرو د حالت او وضعیت د ښه والي لپاره کار کوي همدارنګه په یو ټولنه کي د منابعو څخه په اغیزمنه توګه ګټه اخیستنې سره د ټولی ټولنی د ګټو ساتلو سبب کیږی. د منابعو څخه د اغیزمنی ګټې څخه یی موخه داده چي ځیني منابع د استعمال په صورت کي لمنځه ځي او قابل تجدد (بیرته خپل اولنی حالت) ندی نو ځکه اقتصاد پوهان داسی پالیسی او طرحی وړاندی کوی چی ترڅو اوسنی نسلونه او راتلونکی نسلونه د منابعو ځخه اغیزمنه استفاده وکړي.
کله چي د کرهڼې څخه زیاته ګټه لاسته راسي نو منابع د کرهڼیز تولید څخه ازادیږې او کیدایسی چي په نورو شیانو باندی په لګښت ورسیږي یا د نفوسو چی د زیاتیدو په حالت کی دی اړتیا پوره کولو لپاره د غذایی موادو تولید اضافه سي. په همدی دلیل سره په اوسني وخت کي زیات شمیر زراعتي اقتصاد پوهان د زراعت او د اقتصاد د مختلفو برخو سره اړیکې مطالعه کوي ځکه چی کرهڼه د زیاتو هیوادونو په ملی عاید او تولید کی ډیره ارزښتناکه برخه تشکیلوی او د پرمختلونکې هیوادونو (دریمه نړی) په اقتصاد کي تر ټولو ارزښتناکه برخه کرهڼه ده چیي په سلو کي ۲۵ – ۳۰ ملی ناخالص تولید تشکیلوی.