لیکنه: احسان الله «ذهين»
دا خو يو څرګند حقيقت دی او تر لمر ډېر روښانه دی، چې ادبیات د يوې ټولنې يو ډول هنري تفسير دی. د يوې ټولنې د وګړو دودونه، رواجونه، خويونه، کلتور او … په ادبياتو کې څېړل کېږي او ور پورې اړوند دي. همدا ادبیات دي چې دا څيزونه په هنري انداز کې بيانوي او هغو ته يوه ښکلا وربښي. لکه څرنګه چې په ټولنه کې په مادي لحاظ رنځپوه ته ډېره اړتيا پېښېږي، رنځپوه هم د ناروغ په درملنه پوهېږي او ستونزه يې درک کولای شي؛ اديبان هم د ټولنې طبيبان ګڼل کېږي، دوی په معنوي توګه د ټولنې او وګړو درملنه کوي، د ټولنې ستونزې، ناخوالې، دردونه، ښېګڼې او بدګڼې په ډېر هنري انداز بيانوي. نو کله چې ادبيان، ليکوال او شاعران اثار ليکي، پنځونې کوي؛ دا اثار يوې کتنې او ارزونې ته اړتيا لري، چې ښېګڼې او بدګڼې يې را برسېره شي او د عيبونو د اصلاح لپاره يې ګام پورته شي.
دې ارزونې ته «کره کتنه» ويل کېږي، د کره کتنې په يادولو ښايي د ډېرو کسانو په ذهن کې دا خبره را وګرځي چې کره کتنه يعنې يوازې پر يو اثر او ليکوال نيوکه کول يا يوازې د هغه اثر خامۍ او منفي ټکي بيانول. له کره کتنې څخه دا مفهوم اخيستل په بشپړه توګه ناسم دی، کره کتنه يوه بېله او پراخه مانا لري، بايد دومره محدوده نه شي. دا چې زموږ په ټولنه کې کره کتنه دومره مخينه نه لري او لا تر اوسه پوره دود شوې هم نه ده؛ نو پر دې اساس يې ډېر کسان په سمه کارونه هم نه پوهېږي. ادبپوهنه درې لويې اصلي او مهمې څانګې لري چې کره کتنه هم پکې راځي او موخې يې د ادبي اثارو سپړل، څېړل، د هغو ښېګڼې او بدګڼې را برسېره کول، تېروتنو ته د ليکوال پام را اړول، د خاميو او عيبونو اصلاح، د اثر کره کول او داسې نورې دي چې لاندې به تفصيل سره بيان شي.
ادب پوهنه د اصلي څانګو تر څنګ فرعي څانګې هم لري لکه سبکپوهنه، متنپوهنه او … خو اصلي څانګې يې په لاندې ډول دي:
- ادبي تيوري
- ادبي تاريخ
- ادبي کره کتنه
را ځم لومړی د کره کتنې تعريف ته، وروسته به په دې اړه د پوهانو نظرياتو او د کرکتنې په لرغونتوب هم خبرې وکړو. کره کتنه خو يو پراخ علم دی يوازې په يوه ليکنه کې نه شي بيانېدلی او پښتو کې په دې اړه ګڼ اثار او کتابونه ليکل شوي او ژباړل شوي دي. زه به په لنډه توګه د کره کتنې په اړه يو څه وليکم، خو زما ليکنه به له نيمګړتياوو خالي نه وي، زه تر خپل توان پورې هڅه کوم چې داسې څه وليکم چې نيمګړتياوې نه وي پکې، خو بيا هم انسان عاجز دی که تېروتنې پکې موجودې وې، بښنه غواړم. لومړی راځم د کره کتنې لغوي او اصطلاحي مانا ته.
د کره کتنې لغوي او اصطلاحي مانا:
د ادبي کره کتنې (نقد) مانا فرهنګونو وينا پېژندنه، د خبرو سنجونه، رښتينی قضاوت او د ادبي اثارو ارزښت معلومول را اخيستې ده.
نقد يوه عربي کلمه ده چې د يوه شي د کيفيت اندازه کولو او پر يو شي د ښه يا بد حکم کولو په مانا راځي؛ د نقد دا مانا د کلمې له اشتقاق سره برابره ده. نقد په عربو کې کې د پيسو د کره او کوټه معوملو په مفهوم استعمالېده او د سره او ناسره اشرفيو د بېلولو لپاره هم کارېده، چې اوس د کره کتنې لپاره د کارېدونکې اصطلاح په توګه د کره او ناکره توپيرونې ته وايي. په پښتو کې د نقد انډول «کره کتنه» ده. په عربي کې انتقاد هم ورته وايي چې اصلي رېښه يې د «نقد» کلمه ده. تنقيد هم د نقد پر ځای استعمالېږي. په لوديځه نړۍ کې د «نقد، انتقاد» اصطلاحاتو انډول په انګريزي ژبه کې «Criticism» په فرانسوي کې «Latcritique»او په الماني کې «Kritike»يا «LitratureWisson Shaft» دي؛ د دغو ټولو اصطلاحاتو رېښه يوه ده او د يوناني د «Krites» له کلمې څخه چې د «حکم او قاضي» مانا ورکوي؛ اشتقاق موندلی دی او د «Krites» کلمه چې د قضاوت کولو مانا ورکوي، هم له دغې مادې څخه راغلې ده.
کره کتنه له دوو کليمو څخه ترکيب شوې ده، «کره» د «بشپړ او پوره» په مانا او «کتنه» د «ليدنې او مشاهدې» په مانا، يعنې د يوه څيز د بڼې، فورم، محتوا او منځپانګې بشپړې کتنې او څېړنې ته چې عيب او نيمګړتيا ونه لري کره کتنه وايي. د کره کتنې په اړه پوهانو ګڼ نظرونه ورکړي دي، ځکه چې ټولنيز علوم د رياضياتو او فزيک پر خلاف يو ځانګړی فورمول او قاعده نه لري او هېڅکله د هغو لپاره يو واحد تعريف نه شي ټاکل کېدای. خو پوهان چې کوم نظرونه وړاندې کوي تر ډېره حده سره ورته وي، دلته ځيني تعريفونه راوړم چې د کره کتنې لپاره شوي دي.
سرمحقق محی الدين هاشمي په خپل کتاب ادبپوهنه کې کره کتنه داسې تعريف کړې ده:
[quote]په عربو کې پخوا دنقاد اصطلاح په عامه توګه داصلي او کوټه يعنې ناچلو دينارونو او درهمو په بېلوونکي او د ښه او بد توپيروونکي په مانا استعمالېدله. خو اوس په ادب کې د وينا دښو او بدو اړخونو (ښېګڼو او عيبونو) معلوموونکي ته کره کتونکى يا نقاد وايي.
يا په بله وينا: تنقيد (کره کتنه) په لغت کې محاکمه کولو ته وايي او په ادبي اصطلاح کې نقاد (کره کتونکی) هغه چا ته ويل کېږي چې د نقد په وسيله د ادبي اثارو او د هغه د ښه والي يا بدوالي په هکله لوستوکي ته يوه پرېکړه او فيصله صادروي.[/quote]
دوکتور هاشم صالح مناع وايي:
[quote]کره کتنه د هنري کار ارزول، له هره اړخه د هغه ارزښت ټاکل او پر هغه باندې د اغېز ښندونکو عواملو شنل، سپړل، علت ښودل، پېژندل او د هغه د مثبتو او منفي خواوو څرګندول او بيا پر هغه باندې حکم کول دي.[/quote]
انګريز کره کتونکی او شاعر «ميتهیو آرنلډ Mathew Arnold» د کره کتنې په اړه داسې وايي:
[quote]په نړۍ کې چې ډېرې ښې خبرې شوې دي او يا کوم غوره اندونه را منځته شوي دي؛ د هغو د بې پرې پېژندنې او عامونې د هيلې نوم کره کتنه ده.[/quote]
کادن وايي:
[quote]ادبي کره کتنه هغه هنر يا علم دی چې د ادبي اثارو پرتلنې، سپړنې او څېړنې، شننې، تفسير او ځيرنې ته ځانګړی شوی دی.[/quote]
ستر روسي شاعر «الکساندر پوشکين» وايي:
[quote]کره کتنه هغه پوهه ده چې په هنري ادبي اثارو کې ښکلاوې او نيمګړتياوې را برسېره کوي.[/quote]
ښاغلی استاد حبيب الله رفيع کره کتنه داسې تعريفوي:
[quote]کره کتنه د ادب سا او روح ده، که کره کتنه نه وي ادب مري او که ژوند ولري هم، نو ژوندی ادب نه گڼل کېږي، کره کتنه معراج او معیار ته د ادب د رسیدلو لاره ده. که دا لاره شاړه وه، نو بیا له ادب نه د معیار توقع مه لرئ.[/quote]
ښاغلی استاد زلمی هېوادمل د کره کتنې په اړه داسې وايي:
[quote]یوه ژبه او د یوې ژبې ادب هغه وخت خپل مقام ته رسېږي چې ادبي انتقاد پکې موجود وي، د ادب د ترقۍ دا یوه ښه او تجربه شوې لاره ده.[/quote]
که پورتنيو تعريفونو ته ځير شو، هرو مرو به ځينې شريک ټکي او ورته والی پکې را پیدا کړو. پورتنيو تعريفونو ته په کتو کره کتنه داسې تعريفولای شو: کره کتنه هغه علم دی چې په هر اړخيز ډول د يو ادبي اثر څېړنه، شننه، ارزونه او تلنه کوي، د هغوی کره او ناکره خواوې سره بېلوي او د نيمګړو خواوو د کره کولو حل لارې هم په ګوته کوي.
د يو چا يا يو شي ښېګڼې او بدګڼې په ګوته کول او هغه ته د اصلاح لاره لټولو ته کره کتنه وايي. کره کتونکی د يوه اثر له ژورې کتنې، مطالعې او څېړنې وروسته د هغه اثر ښکلا، ښېګڼې، مثبت ټکي، د اثر د محتوا په اصلي روح کې د ليکوال پيغام، تصوير، د ليکوال سبک او د اثر د را منځته کولو موخه لوستونکو ته څرګندوي. همدارنګه د دې ټولو ښېګڼو تر څنګ د اثر بدګڼې، تېروتنې، کمزورتياوې، عیبونه او منفي ټکي هم بيانوي. خو داسې بايد نه وي چې يوازې پر ليکوال او اثر نيوکې وکړي او بدګڼې يې را برسېره کړي، چې دا د کره کتنې مانا نه شي افاده کولی، ځکه چې هغه کره کتنه نه، بلکې نيوکه ګڼل کېږي. دا کار ليکوال نور هم زړه توری کوي او له پنځونې او ليکنې سره د ليکوال لوالتيا کموي. کره کتونکی دا دنده لري چې د اثر ټولې خواوې وڅېړي او په ډېر دقت يې مطالعه کړي، خو لومړی بايد د اثر ښکلاييز توکي او ښېګڼې په ډاګه کړي، چې ليکوال هم زړه توری نه شي او وهڅېږي.
ښايي د ليکوال په اثر کې داسې ښېګڼې هم وي چې ليکوال لا تر اوسه نه وي پرې پوهېدلی او ورته متوجه شوی نه وي. که ليکوال ته خپلې هغه هنري او ښکلاييزې خواوې ښکاره شي چې ده ته نه دي معلومې؛ نو دا به ليکوال نور هم وهڅوي او تشويق به يې کړي، د پنځونې او اثارو د رامنځته کولو لپاره به يوه نوې ساه ورکړي، چې دا کار بيا د ادب په غوړېدنه او بډاينه کې ډېر ارزښت لري. تر دې وړاندې ممکن ليکوال په شوق او علاقه کار نه وي کړی، خو کله چې دی د کره کتونکي له خوا وهڅول شي او ستاينه يې وشي، نو ښايي چې د هغه څو برابره کار وکړي.
استاد روهي په دې اړه داسې وايي:
[quote]د کره کتنې پر مهال بايد کوښښ ونه شي چې يوه چا ته په ستغو او سپېرو خبرو يوازې نيمګړتياوې ور په ګوته شي، بلکې په لومړي سر کې دې د اثر مثبت اړخونه په ګوته شي، بيا دې په ډېر مودب ډول وويل شي چې په دې شعر، داستان يا کوم بل څه کې دا ځای د تامل وړ دی، یعنې بايد فکر پرې وشي، تر څو په مقابل لوري کې ستاسو د اصلاحي خبرو تاب پيدا شي؛ ځکه انتقاد اورېدل او منل لويه سينه غواړي.[/quote]
نو کره کتونکی بايد په ډېر دقت او سوچ اثر ولولي او لوستونکو ته يې لومړی مثبت اړخونه را برسېره کړي؛ دا کار بيا دې ته لاره هواروي چې کتونکی د اثر منفي اړخونو ته هم اشاره وکړي، ځکه چې زموږ په ټولنه کې کره کتنه لا تر اوسه دومره دود شوې نه ده او څوک د نيوکې يا انتقاد اورېدلو او زغملو حوصله نه لري، ډېر ژر غبرګون ښيي او خپل کمی هېڅ نه مني. هېڅ ليکوال دا نه وايي چې زما اثر يا ليکنه کمزورې ده، بلکې په دې اند وي چې زما په اثر کې به هېڅ تېروتنه نه وي او خپل عيب او نيمګړتيا نه ورته معلومېږي. په پښتو کې متل دی چې وايي: «خپل عيب د ولو منځ دی، د بل عيب د کلو منځ دی.» نو تر هغې چې ليکوال په ځان کې دا وړتيا او کمال را پيدا نه کړي چې د خپلو ولو منځ ونه ويني؛ ليکنې به يې له تېروتنو خالي نه وي او انتقاد به د خپل ځان لپاره د اصلاح وسله نه ګڼي. ليکوال او د ادب خاوندان بايد هڅه وکړي چې د عيبونو د اصلاح لپاره خپل اثر کره کتنې ته وړاندې کړي، تر خپرېدو وړاندې يې په عيبونو او نيګړتياوو ځان پوه کړي، د نورو لارښوونې او نيوکې په غور واوري، بيا هغه تېروتنې تکرار نه کړي او همدارنګه موږ بايد هڅه وکړو چې په ټولنه کې د انتقاد او نيوکې زغملو فرهنګ دود کړو.