ژباړن: محب الرحمن محب
بندتو کروچه په «هنر څه دی؟» مقاله کې په دې باور دی، چې هنر اساساً شهود دی:
هغه څه چې شهود ته انسجام او وحدت وربښي، قوي احساس دی. شهود د قوي احساس ښودونکی دی او يوازې هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې له قوي احساسه يې سرچينه اخيستې وي. هغه څه چې هنر ته د لوړ اسماني مظهر لطافت وربښي، تصور نه بلکې قوي احساس دی.(کروچه، ۱۹۶۵)
۱- کروچه د هنر او مادي واقعيت تر منځ په توپير قايل دی او نقاشي په يوه پاڼه د رنګ له مهين پوستکي ورهاخوا لوی ارزښت بولي.
۲- کروچه په هنر کې د ګټورتوب منکر دی.
شونې ده اثر اقتصادي ارزښت ولري؛ خو د ګټورتوب اړخ يې د ښکلا د ارزښت پروړاندې يو جز دی. کروچه په دې هم باوري دی، چې لذت هم په ګټورتوب پورې تړلی دی او بايد په پام کې ونه نيول شي.
۳- هنر اخلاقي کړنه نه ده.
ممکنه ده ووايو هنري اثر دې د هغه څه په اړه وي، چې اخلاقاً له ستاينې او يا غندنې سره لاس و ګرېوان وي؛ خو له عقله به لرې وي که ووايو، چې هغه اثر په خپله په دې صفاتو متصف کېدای شي. دا چاره هماغومره اعتبار لري لکه چې مربع ښه او مثلث بد وبولو.
۴- هنر د مفهومي معرفت ځانګړنه نه لري.
مفهومي معرفت د واقعيت او نه واقعيت يا جعل ترمنځ پر توپير راڅرخي. (لکه فلسفه، تاريخ، علم او…)داسې چې د دې ډول معرفت مفروضات بايد له بېروني عالم سره مقابله وکړي. په مقابل کې شهود د واقعيت او نه واقعيت ترمنځ د توپير په نه شتون سر لګوي؛ خو خپله له ذهني تصوير سره تړاو لري. همداراز د هنري اثر د ارزښت او معنا د مالومولو لپاره په کار ده د علمي نظريې خلاف خپله اثر ته توجه وکړو.
دلته دې پايله ته رسېږو، چې د کروچه په اند هنر نه مادي دی، نه ګټور، نه اخلاقي او نه د معرفت زېږنده.
چې داسې ده، هنر یا ذهني تصوير د روح په حيات کې کوم ځانګړی رول لري؟
ذهني تصاوير د حقيقي هنر ښودنه ده:
هغه څه چې هنر ته د ښودنې او مظهر اسماني لطافت بښي، قوي احساس دی او بس.
«د هنر په اړه د کالينګوود ليد لوری» په بله لیکنه کې.
- د (هنر په خپله بڼه) له کتاب څخه.