راټولونه/ ژباړه: محمود سعيد
جاذبه (راښکون) يا کريزما چې په يوناني کې ورته (χάρισμα) يا خاريسما وايي؛ د غير عادي راښکون (جذابيت) په مانا ده. کريزما د هغو ځانګړنو او صفتونو مجموعه ده چې يو کس يې لري او په دې توګه د يو شمېر ډېرو نورو وګړو د ستاينې او خوښې لامل ګرځي. کريزما ځاني جاذبه ده او ټولنيز اغېز لري. ځينې کسان د رهبرانو فوقالعاده راکښونکو ځانګړتياوو ته کاريزما وايي.
د امريکا (American Heritage Dictionary) ډېکشنري کريزما دا ډول تعريفوي:
کريزما د رهبرانو هغه کمه موندل کېدونکې او شخصي ځانګړنه ده چې په مخامخ کېدونکو کسانو کې ژوره او خالصه وفادراي او لېوالتيا رامنځته کوي.
د کورټ مورټېنس په ليکل شوي کتاب (Laws of Charisma) کې د کرېزما تعريف دا ډول شوی دی:
په آسانۍ سره د اړيکو د رامنځته کولو ځواک، پر نورو د خپل فکر اغېز، د لا ډېرو برياوو لپاره نورو ته الهام بښل او د فادارو پيروانو موندل کريزما ده.
د شلمې پېړۍ له نيمايي څخه په ټولنيزو او سياسي ادبياتو کې د کريزما ټکی په غالب تعبير د هغو سياسي څېرو د ستاينې لپاره وکارېد چې د وګړو لپاره يې راښکون درلود او پر هغوی د اغېز لپاره بې جوړې ځواک موندلی و.
کريزماتيک) Charismatic)
کريزماتيک) Charismatic) يا د کريزماتيکې رهبرۍ ټکي هم د هغو انسانانو د ستاينې لپاره کاريږي چې د خلکو له واک او ارادې په لوړه کچه هغوی تر اغېز لاندې راولي او له دې کس سره د مقابلې توان له منځه ځي. بايد په ياد مو وي چې د کرېزماتيک شخصيت جوړېدنه کسبي ده او په تمرين او هڅو کولی شئ يو کرېزماتيک شخصيت جوړ شئ.
د کاريزما ځواک
کاريزما هغه نه احساسېدونکی ځواک دی چې لامل کيږي؛ نور وګړي ستاسې پيروي وکړي؛ په شاوخواکې مو واوسي؛ تاسې ته درناوی وکړي او له تاسې اغېزمن وي. هر کس د ژوند له پیل سره سم د قوم پالنې لور ته لېوال وي او د ژوند په لومړيو کلونو کې هغه څه چې د ده په شاوخوا کې تېريږي؛ د ځان لپاره معيار ګڼي او دې ته ځاني ليد وايي.
ځينې کسان دا ځاني ليد له ځان سره تر ډېرو کلونو ساتي. دا کسان هر څه د خپل ځان پر محور وينې او هېڅکله نشي کولی د راښکون (جاذبې) پنځونه وکړي. دوی کله هم ډېر پلويان نشي موندلی.
بريالي او اغېزناک کسان د خپلو کړنو او پام کړۍ له ځان نه لرې لور ته خپروي؛ په داسې ډول چې د چاپېريال له پېښو او شرايطو خبر دي او داسې انګېرل کيږي چې ګواکي دوی خپله په دې شرايطو کې اوسيږي. هغه څه چې دوی يې په دې ډول د پنځولو او ځواکمنولو لپاره زيار باسي؛ کريزما يا ځاني راښکون دی.
د کاريزما د منځته راوړلو لپاره بايد زده کړئ چې:
الف: په لوړ باور کړنې تر سره کړئ
هغه کسان چې په خپلو کړنو کې متناقض او د اټکل وړ نه دي؛ نور کسان دفع کوي. له بل پلوه هغه کسان چې په خپلو کړنو کې ثابت او هوډمن دي؛ نور خپل لور ته ورکاږي. په نورو کسانو کې د کشش پيدا کولو لپاره بايد رښتينولي ولرئ. په دې حالت کې هغومره اخلاقي اعتبار لرئ چې د نورو د درناوي وړ وګرځئ.
د امريکا د متحدو ايالتو يو مخکښ وکيل جری اسپنس وايي: «که د ښو خبرو کولو ځواک ولرئ؛ بايد ځيرک کس واوسئ؛ په ارواپوهنه پوه شئ او له ټولو اړينو ځانګړتیاوو برخمن وي خو اعتبار ونه لري نو هغه مهال بايد تيږو او څرويو ته خبرې وکړئ.
ب: راکښونکي (جذاب) واوسئ
له مقابل کس سره داسې ډول چلند وکړئ چې ګواکي هغه تر ټولو مهم کس دی چې تاسې ورسره نن ورځ ګورئ. هغوی ته موسک شئ. په زور موسکا نه بلکې ۲ تر ۳ ثانيې جادويي موسکا وکړئ. کله چې موسکېږئ؛ لږ د مقابل کس لوري ته کاږه شئ او له ځان سره ووايئ «تاسې ته ډېر لېوال يم؛ ستر انسان ياست؛ زه غواړم ستاسې د ښېګڼو په اړه ډېر پوه شم.»
په بله ژبه، بايد نورو ته په مثبت نظر وګورئ او دا جملې تاسې ته د دې احساس په درکولو او تلقين کې مرسته کوي. ښايي ستاسې له نظره دا ډول جملې کارول ناسم وي خو د دې کړنې له تر سره کولو وروسته به د رامنځته شوې اړيکې او ويسا په اړه هک پک شئ.
ج: ځان او نورو ته درناوی زيات کړئ
د دې کار لپاره څو مهارتونه شته چې د هغو په پالنه ستاسې په اړوند بنسټ کې د متقابل درناوي فضا غوړيږي. د بېلګې په ډول د چا خبرې مه غوڅوئ؛ که فکر کوئ چې له چا سره خبرې وکړئ نو ورنه وپوښتئ چې آيا هغوی د خبرو اترو لپاره وخت لري؟ همدا شان د نورو کسانو ګروهنو ته غوږ شئ. په ياد ولرئ چې هېڅکله ځان هغه کس مه ګڼئ چې ګواکي په هر څه پوهېږئ. په خبرو کې هومره بيړه مه کوئ چې د نورو خبرې پرې يا خلاصې کړئ. د نورو نظرونه تفسير کړئ تر څو هغوی وپوهوئ چې تاسې يې په ښه ډول خبرو ته غوږ ايښئ دی.
د: له ريا پرته خپل نظر ووايئ
هغه کسان چې له تاسې سره کار کوي؛ د خپل ځان په اړه ستاسې نظرياتو ته ارزښت ورکوي. د خپلو کارکوونکو او همکارانو له ښو کارونو يوه يادونه يا ستاينه د هغوی لپاره ارزښتمنه ده.
د وګړو په تعريف کې د ټوليزو غونډلو (جملو) له کارولو ډډه وکړئ. د بېلګې په ډول مه واياست چې: «کار دې په ډېر ښه ډول تر سره کړ»؛ هڅه وکړئ چې دا جمله ځاني کړئ لکه: «دا تر ټولو غوره څېړنه وه چې په تېرو شپږو مياشتو کې مې تر لاسه کړې ده؛ کار دې عالي و»
د خپل ځان په اړه د تعريفونو منونکي اوسئ. که چېرې څوک ستاسې ستاينه کوي نو د «دا خو هومره ستر کار نه و» يا «دا کار ما څو کاله وړاندې کاوه؛ نوی شی نه و» ډول جملو له کارولو ډډه وکړئ. د يوې ستاينه ردول، تل د نه غوښتل شوو احساساتو او د خپل ځان او مقابل کس د سرټيټۍ لامل کيږي. کېدای شي يوزاې وواياست چې «مننه کوم»؛ هغه مهال په دواړو لورو کې په زړه پورې احساس رامنځته کيږي.
هـ: خپل دريځ مالوم کړئ خو د چا پر وړاندې مه درېږئ
ډېر کسان نه خوښوي چې له هغو کسانو سره همکاري وکړي؛ کوم چې د دوی پر وړاندې دريږي. کله چې تاسې د چا له کړنو سره مخالفت کوئ؛ هغوی جبهه نيسي او فکر کوي چې خپله دوی سره مخالفت کوئ. که چېرې د چا له عقيدې سره مخالفت کوئ؛ د ستونزې يوه برخه ګرځئ. دا په دې مانا ده چې که چېرې جګړه پیل شي؛ نو جنګېدل سم کار ښکاري. ځکه نو هغه جګړه چې لازمه نه ده؛ بايد پیل نه شي.
که د هغو کړنو د عملي کولو په فکر کې ياست چې په ذهن کې يې لرئ نو د همکارۍ د يوې پروسې د پیل کولو په حال کې ياست. که په دې کار کې بريالي شوئ نو په يوه ځواکمن کس بدل شوي ياست.
که دا ځل له چا سره په فکري اختلاف واوښتئ؛ هڅه وکړئ د مقابل کس په نظر ډېر فکر وکړئ. ښايي د مخالفت لپاره اړتيا نه وي او په لږ نوښت او ښه چلند وکولای شئ يوه ګډ نظر ته ورسېږئ.
نوموتي کريزماتيک کسان
په عمومي ډول د نړۍ ټول انقلابي رهبران کريزماتيک شخصيتونه لري. په ۱۹۱۷ زېږديز کې د روسيې د اوښتون (انقلاب) رهبر لينن، مهاتما ګاندي، اډولف هټلر، مائو، روحالله خميني، ستالين او سټيو جابز د کريزماتيکو رهبرانو بېلګې دي.
سرچينې: بېلابېلې انټرنېټي وېبپاڼې