لیکنه: سمیع الله درانی
ایا شل اوریزه سوداګریزې لوبې پېسې ګټي؟
هسې خو ټول پوهېږو چې کرکټ د په زړه پورې ورزش او سپورټ ترڅنګ د پېسو جوړولو یوه ښه وسیله هم ده.
په نړۍ کې د دوو مشهورو او پیاوړو کرکټ لیګونو ترڅنګ ، نور کوچني او واړه کرکټ لیګونه هم شته، چې په نړۍ کې ترسره کېږي او مختلف لوبغاړي پکې د پېسو په بدل کې لوبېږي.
دا درسته خبره ده، چې کله د کرکټ دغه لیګونه پیل شي او لوبې شروع شي؛ نو د لوبو د پیل نه وړاندې ورته ټکټونه پلورل کېږي.
په نړۍ کې اې پي ایل او بېګ بېش ستر لیګونه دي، چې ستر ، ستر لوبغاړي پکې د پېسو په بدل کې د زرګونو ننداره کوونکو پر وړاندې لوبېږي.
د اې پي ایل ترڅنګ په نورو هېوادونو کې هم لوبغاړي لوبېږي، د لیګونو په منځ کې دریم نمبر ښه لیګ د ویسټ انډیز پریمیر لیګ، یا کارابین لیګ دی.
له دې وروسته بې پي ایل، چې په بنګله دېش کې ترسره کېږي، په پاکستان کې پي ایس ایل ، په سهیلي افریقا کې د ګلوبل په نامه لیګ، له دې وروسته، په انګلستان کې د ناټ وېسټ بلاسټ سیالۍ چې سږ کال پکې ۱۸ لوبډلې ولوبېدې.
سربېره پردې په افغانستان کې شپږیزه کرکټ لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
له دې وروسته په هانګ کانګ کې لوبې ترسره کېږي او نن سبا د کرکټ هر مینه وال هېواد د کرکټ لیګونه برابروي.
په دې ټولو لیګونو کې لومړی د ډونرانو او د لوبډلو مالکانو سره د سترو پېسو په بدل کې قراردادونه کېږي، له هغې وروسته د لوبغاړو د اخېستو لپاره اکشن یا بولیانې ترسره کېږي، چې د لوبغاړو د رانیولو پر سر د لوبډلو څښتنان (داو) لګوي، د لوبغاړي د بخت ستوری هغه وخت خورا وځلېږي، چې د لوبډلو مالکان د لوبغاړي د اخېستو پر سر سره ښکېل شي، چې ښه بېلګه یې په ۲۰۱۷ م کال اې پي ایل کې د افغان ځوان لوبغاړي راشدخان ده، د ده د بخت ستوری هغه وخت خورا وېښ شو، کله چې لوبډلو د ده پر سر په بولۍ کې سره ښکېل شوې او د ده قېمت یې تر ۴ کروړونو یا څلور سوه لیکه هندي کلدارو ورساوه.
په دغه لیګ کې د انګلستان بهترین ال راونډر( کرکټ ټولچاری) بېن سټوکس تر ټولو په لوړه بیه په ۱۴ نیمه کروړه هندي کلدارو د پونه سوپر جاینټس لوبډلې له خوا وپېرل شو.
لنډه دا چې د نړۍ په هر لیګ کې ، خورا ډېرې پېسې د سوداګرو له خوا لګېږي او بېرته پرې ښې پرېمانه روپۍ هم اخلي او ګټي.
مثلاً د دغو لیګونو سره هوټلونه، ټرانسپورټ، هټۍ، ساحلونه، قهوه خانې، مسافرخانې، لوبغالي، لوبغاړي، روزونکي، سوداګر، د تلویزیوني چینلونو پردې، ورزشي وېب سایټونه، فېسبوک، نورې ټولنیزې رسنۍ ، مبایلونه، انټرنېټ خونې، مختلف نېټ ورکونه ، لیدونکي او د کرکټ ټول مینه وال خورا بېزي او بوخت وي.
چې د دې لیګونو پر مهال ملیونونه، ډالر، افغانۍ، کلدارې او نورې قرنسۍ اوړي، راوړي او د مختلفو جیبونونه ووځي او په نورو جیبونو ورننوځي.
په دې لیګونوکې روغتونونه، مارکېټېنګ برخې، اعلانات او مختلفې ادارې بوختې وې او کارېږي.
په ۲۰۱۳ کال کې د اې پي ایل حقوق د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د چېنلونو سره په ۲،۵ ملیارد ډالرو قرارداد شول.
له دې وروسته بېګ بېش لیګ کې په یو ملیون ډالرو قرارداد شوی، چې دا خپله د کرکټ په نړۍ کې یو ستر رقم دی.
تبصره به په دې پای ته ورسوو، چې ورځ تر بلې کرکټ او نورې لوبې د عصریتوب په لور روانې دي او په ملیاردونو پېسې پکې اوړي ، راوړي.