لیکنه: صبغت الله احساس
په یویشتمه پیړۍ کی هرڅه نظامی ځواک نه ټاکی بلکی اقتصاد، سپورت، سینما او توریزم هغه نور عناصر دي چی هیوادونه دشهرت او قوت برجونو ته رسوی.
سپورت په اوسنۍ نړۍ کی دملتونو دځواکمنتیا، برم او عزت نښه ده. ډیری هیوادونو چی له نظامی او اقتصادی پلوه کمزوری دی خو دسپورت په برکت په نړی کی لوړ مقام لری.
کرکټ چی دسپورت له بهترینو لوبو ګڼل کیږي دنړی په هر ګوډ کی مینه وال لری.کرکت داسی ملتونه دنیا ته معرفی کړی چی په نورو برخو کی له هرچا شاته وو خو دکرکټ په برکت دهغو لوبډلي او لوبغاړي دخلکو په زړونو پاچاهی کوی، ښه مثال یی ویسټ اندیز ده. زه تر 2010 م کال پوری نه پوهیدم چی دنړۍ په نقشه کی به دویست اندیز په نوم کوم هیواد موجود وی خو کرکټ ویست اندیز ما او زما په شان ټولی نړۍ ته معرفی کړ. که زیمبابوی کرکټ نه کولای کیدای شی ډیری خلکو زیمبابوی نه پیژندله خو دکرکټ په برکت تقریبا ټوله نړې له زیمبابوی سره آشنا ده.
سیاست هم په کرکټ خپل سیوری غوړولی،دهند او پاکستان لوبه دکرکټ په نړۍ کی تر ټولو جالبه لوبه وی چی ټوله نړی کی په ډیری مینی لیدل کیږی. هره لوبډله هڅه کوی ترڅو مقابلی لوبډلی ته خپل توان وښیی دلوبډلی توان په حقیقت کی دهغه ملت توانی ده چی لوبډله یی استازیتوب کوی.
دافغانستان دکرکټ اتلی لوبډلی له 2005م کال راهیسی نړۍ ته دافغانانو متفاوت تصویر وړاندی کړی. خلکو فکر کول چی افغانان له جنګ پرته بل هیڅ نشی کولای خو زموږ کرکټ دنیا ته وښوده چی موږ سوله دوست او دعالی استعداد خاوند خلک یو.دکرکټ جذابیت ته په کتو ډیری هیوادونه کوشش کوی ترڅو کرکټ په خپلو هیوداونو کی مروج کړی. نمونه یی دامریکا متحده ایالات دی سره له لدی چی دامریکا متحده ایالات دکرکټ ټیم لری خو دومره قوی نده چی دوی ته ستری لوبی وګټی ځکه نو دوی کوشش کوی دنورو هیوادونو دمشهورو لوبغاړو په اخیستو خپله لوبډله غښتلی کړی او کرکت ته پخپل هیواد کی وده ورکړی. تیره میاشت دنړی مشهور کرکتران امریکا ته دعوت شوی وو ترڅو په دوو شل اوریزو سیالیو کی چی دکرکټ دودی په خاطر ترتیب شوی وی اشتراک وکړی. که کرکټ اهمیت لرونکی لوبه نه وای؟امریکا چی له اقتصادی او نظامی پلوه په نړې قدرت چلوی ولی دکرکټ دودی تکل کړی؟
په جرئت سره ویلای شم هیچا او هیڅ بلی لوبډلی زموږ ښکلی بیرغ او خوږ ملی سرود دنیاوالو ته دومره نده ښودلی کوم کار چی دکرکټ ملی لوبډله کړی.
موږ په سیاست او اقتصاد کی دنړۍ په وروسته پاتی هیوادونو کی راځو خو په کرکټ کی بیا دټولی نړۍ په کچه په 9 مقام یو اوس ټوله نړی دشهزاد،نبی دولت او حمید حسن له نومونو سره اشنا ده. دا ثابتوی چی افغانان دهر کار وړتیا لری.
په اوسنی نړۍ کی ترټولو مهمه داده چی دخلکو زړونو ته خوشالی اوپه شونډو باندی موسکا راولی او دا کار کرکټ ترهرچا ښه کړی او کوی یی.
زموږ ملی لوبډله زموږ دقوت، اتحاد او ټینګ عظم نماینده ګی کوی.
دکرکټ ملی لوبډلی دنورو بریالیتوبونو په هیله!
صبغت الله احساس
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.