لیکنه امین پاچا
کلتور له یوې پخوانۍ یوناني کلمې (کلچرا) څخه اخیستل شوی، چې په یوناني ژبه کې دا کلمه د کرنې، څارنې او پالنې مانا لري، خو په اصطلاح کې کولای شو کلتور دا ډول تعریف کړو: د یوې انساني ټولنې دود او دستور کلتور ګڼل کیږي. کلتور په ټولنه پورې تړاو لري، چېرې چې انساني ټولنه موجوده وي هلته به حتما کلتور وي، یعنې د انسان او کلتور تر منځ نه پرې کېدونکې اړیکې موجودې دي او همدا کلتور دی چې د انسان په مادي او معنوي ژوند کې ځای لري که چېرې په یوه ټولنه کې انسان نه وي نو هلته به کلتور هم نه وي. کلتور د انسان له پیدایښت سره سم منځته راغلی دی؛ د بېلګې په توګه که چېرې موږ په خپله افغاني ټولنه کې یو شمېر دودونو ته ځیر شو لکه: ( موسیقي، سینما، رسامي…) نو پوهېږو چې دا ټول پخوا هم موجود وو. کلتور د انساني ژوند لومړۍ هېنداره ده او دې هېندارې د انساني ژوند ټولو چارو ته انعکاس ورکړی.
په ټولنیزو علومو کې یوه مهمه نظریه ده چې وایي: ماضي (تېره زمانه) له منځه نه ځي، ځکه له منځه نه ځي چې اوسنۍ دورې یا زمانې ته دوام ورکوي او همدا دوام راتلونکې ته هم لاره مومي.
نو کله چې تېره زمانه له منځه نه ځي مالومداره ده چې کلتور به هم له منځه نه ځي، ځکه د کلتور زیاته تکیه په وخت او ټولنه ده، کله چې دا دواړه له منځه لاړ شي کلتور هم سم له منځه ځي.
د دې له پاره چې کلتور له منځه لاړ نه شي او یا هم د نورو کلتورونو له ټکر څخه وساتل شي باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
ــ کله چې یو څوک په خپله خوښه او یا هم مجبور شي خپله ټولنه پرېږدي یوې بلې ټولنې ته لاړ شي، او هلته د لږ او یا زیات وخت له پاره استوګن کیږي، دی باید دا هڅه وکړي چې د هغې ټولنې له دود او دستور، مذهبي او اقلیمي دلایلو له کبله ځان له کلتوري ټکر څخه وساتي، دی باید د هغې ټولنې په یوه داسې چاپېریال کې ژوند وکړي، چې د ده له کلتور سره په ټکر کې نه وي.
ــ د ده اولاد او کورنۍ په ځانګرې توګه کوم ماشوم چې په هغه ټولنه کې دنیا ته سترګې پرانیزي. تر ډېره حده باید هڅه وشي له خپل اولاد سره په کور کې په خپله ژبه خبرې وکړې، له هغه سره د خپل دود او دستور مطابق ژوند وکړي.
ــ بله وسیله دا ده چې د خپل کلتور په یوه عادي برخه هم باید سترګې پټې نه شي. یعنې که څوک غواړي خپل کلتور یې ژوندی پاتې شي نو دی باید د خپل کلتور یوه عادي برخه هم هېره نه کړي، چې متاسفانه دا کار تر ډېره حده کیږي.
ــ مستعمره: کله چې پردي خلک ستا هېواد مستعمره کړي، طبعي ده چې دوی سیاسي او فرهنګي موخې لري، مانا دا چې دوی غواړي هم پر تا سیاست وکړي او هم ستا کلتور له منځه یوسي. د دې ډول پېښو څخه باید په کلکه مخنیوی وشي او متجاوزین پرېنښودل شي چې ستا کلتور له منځه یوسي.
د کلتوري ټکر نورې وسیلې هم شته چې د ټولو یادونه ستونزمنه ده.
په درناوي